په لبنان کې د سوریې سفارت شنبه ډسمبر ۲۸ ( مرغومي اتمه) یوه ورځ وروسته تر هغه قونسلي خدمات وځنډول چې له واکه د غورځول شوي جمهور رئیس بشارالاسد دوه خپلوان د بیروت په هوایي ډګر کې د جعلي پاسپورټونو سره ونیول شول.
په بیروت کې د سوریې سفارت په فیس بوک پاڼې کې لیکلي چې د بهرنیو چارو وزارت په حکم تر بل امر پورې قونسلي خدمات ځنډول شوي خو د علت په هکله یې څه ندي لیکلي.
د لبنان دوو امنیتي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط بیا ویلي چې د دې سفارت د فعالیتونو ځنډولو پریکړه په دې خاطر شوې چې شک کیږي د اسد د یو تره میرمنې او تره لور پاسپورټونه په همدې سفارت کې په جعلي بڼه جوړ شوي و.
دې چارواکو ویلي چې د اسد تره، رفعت اسد چې په سویټزرلینډ کې په جنګي او بشریت ضد جنایاتو محکوم شوی، یوه ورځ وړاندې د بیروت له نړیوال هوایي ډګر په خپل اصلي پاسپورټ وتلی او چارواکو نه دی درولی.
معلومه نده چې د اسد تره کوم هیواد ته تللی.
په بیروت کې د سوریې د سفارت فعالیت داسې مهال ځنډول شوی چې په بریتانیا کې میشتې د سوریې د بشري حقونو څار ادارې ویلي چې لبنان د پخوانیو افسرانو په ګډون ۷۰ تنه د سوریې اتباع د هیت تحریر الشام په مشرۍ نوي حکومت ته سپارلي دي.
د لبنان د قضایه قوې یو چارواکي هم د نوم نه ښودلو په شرط د سوریې حکومت ته ددې کسانو سپارل تائید کړي خو ویلي یې نه دي چې دا کسان څوک وو.
د بشري حقونو څار دغې ادارې ویلي چې د سوریې دا اتباع چې پخواني نظامي افسران هم په کې دي، په غیر قانوني توګه لبنان ته اوښتي وو.
سره له دې چې د سوریې نوي مشر، احمد الشرع ویلي هغوی چې د اسد ملاتړ یې کاوه، په ډله ایزه توګه به سزا نه ورکوي خو په دې تیرو څو ورځو کې د هیواد په بیلا بیلو برخو کې د تحریر الشام وسله والو او د اسد د ملاتړو وسله والو ډلو تر منځ نښتې شویدي.
د نوي حکومت امنیتي ځواکونو په څو ځایونو کې د پخواني حکومت په کورونو چاپې وهلي او د علوي شعیه ګانو په سیمو کې د تالاشۍ پوستې هم جوړې کړي. دا پوستې د وسلو پیدا کولو په خاطر ځای پر ځای شوي.
فورم \ دبحث خونه