د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې یوې چاودنې درې کسان وژلي


تصویر له ارشیف څخه اخیستل شوی دی او د کابل د نننۍ پېښې تصویر نه دی.
تصویر له ارشیف څخه اخیستل شوی دی او د کابل د نننۍ پېښې تصویر نه دی.

په کابل کې د طالبانو امنیتي مسئولین وايي د ښار په ۱۶ حوزې کې په یوې چاودنې کې "درې عام" افغانان وژل شوي دي.

د طالبانو د امنیې قومندانۍ د ویاند خالد ځدراڼ په خبره چاودنه د سه شنبې په ورځ جنوري نهمه (مرغومې۱۹) له غرمې وروسته شوې ده.

خالد ځدران په خپل ایکس حساب کې لیکي دي: ‏نن ماذدیګر شاوخوا ۳:۵۰ دقیقې د کابل ښار ۱۶مې حوزې اړوند الوخیلو سیمه کې د لارې پر سر مارسډیز ډوله موټر پسې یوه ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې. له بده مرغه ۳ تنه عام هېوادوال پکې شهیدان شوي او ۴ نور ټپیان دي.»

خالد ځدراڼ ادعا کړې ده چې د چاودنې په تړاو یې « یو مشکوک کس» نیول شوی دی.

د وژل شویو کسانو هویت څرګند شوی نه دی. څو ورځې مخکې هم د کابل د دشت برچې په سیمې په یو موټر باندې د چاودنې له کبله پنځه تنه ووژل شول او حداقل ۱۵ تنه نور ژوبل شول. قربانیان ولسي خلک ښودل شوي دي.

د داعش-خراسان ډلې ادعا وکړه چې د دشتې برچي برید هغوی کړی دی. په برید کې اکثریت هزاره افغانان وژل شوي وو. ملګرو ملتونو او د بشري حقونو سازمانونو په ولسي خلکو باندې بریدونه غندلي دي.

په ۲۰۲۱ کال کې په کابل کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته، د داعش خراسان ډلې په افغانستان کې بریدونه زیات کړي دي.

طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې یې د داعش ډله ختمه کړه، خو څه موده مخکې ملګرو ملتونو راپور ورکړ چې په افغانستان کې د داعش جنګیالیو او د هغوی د کورنیو شمېر د ۴۰۰۰ او ۶۰۰۰ ترمنځ دی. ملګري ملتونه وايي چې د داعش ډله د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې کمپونه، د روزنې ځایونه او پناه ځایونه لري.

همدغه راز څو میاشتې مخکې ګډ امنیتي تړون سازمان، چې روسیه یې مشره ده، وویل چې په افغانستان د داعش څه باندې ۶۰۰۰ جنګیالي فعال دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG