طالبان: د نوو مرکزونو د پرانیستلو وروسته د پاسپورټ د اخیستلو موده لنډه شوې

په تیرو دریو کلنو کې له افغانستان څخه بهرنیو هیوادونو ته د تللوونکو افغانانوشمیر په بي ساري ډول زیات شوی چې ورسره نوو پاسپورټونو ترلاسه کولو ته اړتیا هم ډیره زیاته شوې ده.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت عمومي ریاست وايي چې کابل کې د پاسپورټ د ویشلو د دریو نوو څانګو فعالیت د پیلولو سره هممهاله د پاسپورټونو ویشلو بهیر چټک شوی او اوس مهال د پاسپورټ غوښتوونکي د نوم لیکنې او په ټاکلې نیټې دغه ریاست ته د مراجعې وروسته د یوې اونۍ په موده کې پاسپورت ترلاسه کولی شي.

ددغه ریاست ویاند نورالله پتمن د سه شنبې په ورځ اګست شپږم ( زمري ۱۶) رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې اوس مهال د پاسپورټ غوښتوونکي دغو نوو پرانیستل شویو دریو څانګو کې هم په انلاین بڼه نوم لیکنه کولای شي.

نورالله پتمن خبریالانو ته ویلي چې په اونۍ کې یو ځل په انلاین بڼه د نوم لیکنې لپاره ددغو څانګو انټرنیټي سایتونه پرانیستل کیږي او د پاسپورټ غوښتوونکو ته په انلاین بڼه د مراجعې نيټه ورکول کیږي او په ټاکلې نیټې دغو څانګو ته د مراجعې وروسته د پاسپورټ غوښتوونکی په یوه اونۍ کې پاسپورت ترلاسه کولای شي.

هغه ویلي:" د نوم لیکنې له بشپړولو سره هم‌ مهاله به ټولو غوښتونکو ته د مراجعې تاریخ د سیسټم له لارې مشخص شي او ټول غوښتونکي باید په د افغانستان بانک کې د تعرفې له تحویلولو وروسته په خپل مشخص شوي تاریخ اړوندې څانګې ته مراجعه وکړي".

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ عمومي ریاست د جولاۍ د میاشتې په ۱۷( چنګاښ ۲۷) د کابل ښار په دارالامان کې د پخواني پارلمان ودانۍ ته څېرمه، په قلعه زمان خان کې د شاداب ظفر په بلاکونو کې او درېیمه څانګه په تنګي تره‌ خېل کې د عدلیې وزارت د حقوقو ریاست په پخوانۍ ودانۍ کې پرانیستې ده.

د پاسپورټ د ریاست عمومي رئیس مولوي عبدالکریم حسیب خبریالانو ته ویلي چې هره څانګه به په ورځ کې د پاسپورټ دوه زره غوښتونکو عریضې ومني.

د پاسپورت عمومي ریاست وايي چې اوس مهال هره ورځ په ټول افغانستان کې د پاسپورټونو غوښتوونکو ته تر ۱۲ زرو پورې پاسپورټونه ویشل کیږي.

ددغه ریاست د معلوماتو له مخې په تیر یو کال کې تر دوه میلیونو پورې کسانو نوي پاسپورټونه ترلاسه کړي دي.

افغانستان کې د یوې خوا په تیرو وروستیو کلنو کې له افغانستان څخه بهرنیو هیوادونو ته د تللوونکو افغانانوشمیر په بي ساري ډول زیات شوی او د بلې خوا په دغه هیواد کې د نوي پاسپورټ ترلاسه کول په یوه ستونزمنه مسله بدله شوې او د پاسپورټ ترلاسه کول میاشتو میاشتو انتظار ته اړتیا لري.

که څه هم د ۱۴۰۲ لمریز کال له پیل څخه راهیسې په کابل او ولایتونو کې د پاسپورټونو د ویشلو بهیر روان دی، خو د ۱۴۰۱ لمریز کال په اوږدو کې د طالبانو د پاسپورټ د عمومي ریاست له خوا د پاسپورټونو د ویشلو د بهیر د بندیدو سره سم د پاسپورټ غوښتونکو په تور بازار کې په لوړه بیه د پاسپورټو رانیولوته مخه کړې وه

د پاسپورټونو ځینې غوښتونکو ادعا کړې وه، چې کمیشنکاران د زیاتو پیسو په بدل کې د پاسپورټ غوښتونکو ته پاسپورټونه برابروي.

په دغو راپورونو کې ویل شوي و، چې په تور بازار کې د یو جلد پاسپورټ بیه د ۲۰۰۰ ډالرو څخه تر ۴۰۰۰ ډالرو پورې رسیدلې وه.

خو د پاسپورټ ریاست وايي چې په دغه ریاست کې یې اصلاحات راوستي او په دغه ریاست کې یې په کلکه د پاسپورټ د کمیشنکارانو او مفسدو مامورینو مخه نیولې ده.