طالبان: د پاکستان له زندانونو لسګونه افغان کډوال خوشې شوي او افغانستان ته ستانه شوي

زیاتره دا افغان کډوال په پاکستان کې د اوسیدنې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د پولیسو له خوا نیول شوي او د څو میاشتو راهیسې په زندانونو کې ساتل شوي دي. (عکس ارشیف)

د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت د پاکستان له زندانونو څخه د ۵۳ نورو افغان کډوالو د خوشې کیدو خبر ورکړی او ویلي دي چې دا خوشې شوي افغان کډوال چې اته تنه یې د یوې کورنۍ غړي دي، د یکشنبې په ورځ دسمبر ۲۲ (مرغومې دوېیم) د چمن - سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

دغه وزارت د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۲۴ (مرغومې څلورم) د ایکس په پاڼه په یوه اعلامیه کې ویلي چې افغانستان ته ددغو خوشې شویو بندیانو د ستنیدو وروسته هغوی د مرستو ترلاسه کولو لپاره مرستنیدویه ادارو ته معرفي شوي دي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "د سپین بولدک سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، وړمه ورځ د سپین بولدک له لارې د پاکستان له بندخونو ازاد شوي ٤٥ انفرادي کسان او ٨ تنه چې یوې کورنۍ وه د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شول، چې تر پیژندلو او ثبت وروسته همکارو بنسټونو ته د مرستو د تر لاسه کولو په موخه ور وپېژندل شو."

ددې دمخه د پاکستان د کراچۍ په ښار کې د افغانستان قونسلګري چې د طالبانو له خوا اداره کیږي، د سند د ایالت له زندانونو څخه د سلګونو افغان کډوالو د خوشې کيدو خبر ورکړی وو.

ددغې قونسلګرۍ سرقنسل سید عبدالجبار تخاري د روان ۲۰۲۴ کال د نومبر۱۶(لړم ۲۶) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو ویډیوي پیغام کې ویلي وو چې ددغې قونسلګرۍ د هڅو په ترڅ کې د نومبر په ۱۵ (لیندۍ ۲۵) هم د یوې ښځې او اوو ماشومانو په ګډون ۱۱ افغان کډوال ددغه ایالت له یو زندان څخه خوشې شوي او د چمن - سپین بولدک له لارې افغانستان ته انتقال شوي دي.

هغه ویلي: "ددې دمخه هم د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۲۵۸ تنه بندیان د سند د ایالت له مختلفو زندانونو څخه خوشې شوي او وطن ته انتقال شوي دي."

د طالبانو ددغه چارواکي د معلوماتو له مخې اوس هم د سند د ایالت په زندانونو کې یو شمیر افغان کډوال بندیان دي چې د خوشې کیدو هڅې یې روانې دي.

اکثره دغه افغانان په پاکستان کې د اوسیدنې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د پولیسو له خوا نیول شوي او د څو میاشتو راهیسې په زندانونو کې ورځې شپې سبا کوي.

په پاکستان کې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په سر کې ددغه هیواد د لنډمهاله حکومت له خوا د قانوني اسنادو نه لرونکو کډوالو ته د نومبر تر لومړۍ نیټې د یوې میاشتې مهلت د اعلان وروسته د افغان کډوالو د نیولو بهیر چټک شوی دی.

د سند د ایالت د کورنیو چارو وزیر حارث نواز د امریکا غږ اردو څانګې سره په مرکه کې ویلي وو چې ددغه ایالت حکومت له پاکستان څخه د ټولو هغو کډوالو ایستلو ته ژمن دی چې د اوسیدلو قانوني اسنادو پرته دغه هیواد ته ورغلي دي.

د هغه د ادعا له مخې د قانوني اسنادو نه لرونکي کوم کډوال چې د سند ایالت ته ورغلي، ددغه ایالت په مرکز کراچۍ ښار کې په جنايي جرمونو کې لاس لري.

خو د سیاسي چارو ځینې کارپوهان له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو ترشا د امنیتي اندیښنو پرځای تر ډیره سیاسي انګیرنې مهمې ګڼي.

د پاکستان پخوانیو چارواکو په پرله پسې ډول ادعا کړې وه چې په دغه هیواد کې میشت ځینې افغان کډوال په امنیتي پیښو کې لاس لري. د پاکستان د حکومت امنیتي چارواکو په ځانګړي ډول د خیبر پښتونخوا په ایالت کې په ځانمرګو بریدونو کې د افغانانو د ښکیلتیا یادونه کړې ده.

خو د طالبانو حکومت د پاکستاني چارواکو دا ډول ادعاوې رد کړي دي او ویلي دي چې "اسلام اباد دې د خپلې امنیتي ناکامۍ پړه پر افغانستان نه اچوي."

په پاکستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کميشنرۍ (يو اېن اېچ سي ار) وياند قيصر اپرېدي ويلي دي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست مياشتې را وروسته شپږ لکه افغانان پاکستان ته کډه شوي چې له يو لک زيات يې په لومړيو ورځو کې نورو هېوادونو ته تللي دي. د نوموړي په وينا، په دغو کې يې څلور لکه له يو اېن اېچ سي ار سره راجستر شوي چې يو شمېر يې په بهرنيو هېوادونو کې د پناه اخيستنې انتظار کوي.

اپرېدی زياتوي چې په پاکستان کې دا وخت شاوخوا ۱.۳ میلیون افغانان د کډوالۍ "پي او ار" کارتونه لري چې موده يې د ۲۰۲۵ کال د جون مياشتې پر ۳۰مه پای ته رسېږي.

پر دې سربېره په دغه هیواد کې څه باندې اته لکه افغانان د افغان سيټيزن يا تابعيت کارتونه لري چې په پاکستان کې د شناختي کارتونو او نورو اسنادو جوړولو له ادارې (نادرا) سره راجستر دي. ددې شمیر سربیره په لسګونو زره نور افغانان په دغه هیواد کې د هرډول اسنادو پرته اوسیږي.