طالبان: په لسو میاشتو کې افغانستان هند ته د ۴۴۷میلیونو ډالرو توکي صادر کړي

افغانستان د هند سره تر ډیره د ایران د چابهار بندر له لارې سوداګري کوي. (عکس ارشیف).

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د کابل او نوي ډهلي ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې د زیاتیدو خبر ورکړی او ویلي دي چې د روان کال په لسو میاشتو کې له افغانستان څخه هند ته د ۴۴۷ میلیونو ډالرو په ارزښت توکي صادر شوي دي.

ددغه وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد د شنبې د ورځې ناوخته نومبر نهم (لړم ۱۹) ویلي چې افغانستان په دغه موده کې له هند څخه د ۲۰۳ میلیونو ډالرو په ارزښت توکي وارد کړي دي.

ښاغلي جواد ویلي چې په روان کال کې له افغانستان څخه هند ته وچ انځر، انجه، زعفران، ممیز، شنه زیره او بادام صادر شوي دي.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ د وزارت د معلوماتو له مخې افغانستان ته له هند څخه په وارد شویو توکو کې عمده یې صنعتي فابریکو ته خام مواد، نوي جامې او نخود شامل دي.

ددې دمخه د طالبانو حکومت ویلي وو چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په لومویو شپږو میاشتو کې د ۷۷.۵ میلیونو ډالرو په ارزښت زعفران او انجه د هند په ګډون یو شمیر بهرنیو هیوادونو ته صادرات کړي وو.

ددغه وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد اکتوبر ۱۷( تلې ۲۶) رسنیو ته په استول شوي ویډیويي پیغام کې ویلي وو چې په دغو صادراتو کې ۶۱۷ ټنه انجه شامله ده چې د ۵۸ میلیون ډالرو په ارزښت هند، اوزبیکستان، د امریکا متحده ایالاتو، متحده عربي اماراتو او ایران ته صادره شوې ده.

انجه د زعفران په څیر د افغانستان د طبي صادراتي بوټو په ډله کې شمیرل کیږي، چې د درملو په جوړولوکې ورڅخه کاراخیستل کیږي .

دغه طبي بوټې په طبیعي ډول د افغانستان د شمال او شمال ختېځ ولایتونو په غرونو کې راشین کیږې. په وروستیو کلونو کې د يو شمېر خصوصي شرکتونو له خوا د انجې تخم له تاجیکستان او قزاقستان څخه افغانستان ته راړول شوې، چې بزګران یې د حاصل څخه خوشاله دي او د کوکنارو په کښت باندې د طالبانو د حکومت له خوا د بندیز وروسته ډیرو بزګرانو ددغه بوټي کرلو ته مخه کړې ده.

د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې د راپور له مخې افغانستان د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په لومړیو دریو میاشتو کې ۲۹۳.۲ میلیونو ډالرو په ارزښت توکي بهرنیو هیوادونو ته صادر کړي دي.

ددې راپور پراساس د روان لمریز کال د حمل په میاشت کې ۹۵.۶ میلیونو ډالرو، د ثور په میاشت کې ۱۰۴.۶ میلیونو ډالرو او د جوزا په میاشت کې ۹۳.۳ میلیونو ډالرو په ارزښت توکي بهرنیو هیوادونو ته صادر شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې افغانستان په تیر ۱۴۰۲ لمریز کال کې بهرنیو هیوادونو ته شاوخوا دوو میلیاردو ډالرو په ازښت توکي صادر کړي وو.

د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي چې افغانستان د روان ۱۴۰۳ کال په لومړیو دریو میاشتو کې له بهرنیو هیوادونو څخه ۲.۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت توکي وارد کړي دي.

د نړیوال بانک د یو راپور له مخې د افغانستان د صادراتو په پرتله د وارداتو کسر خورا زیات دی او تیرکال دغه هیواد ته له اوو میلیاردو ډالرو څخه زیات توکې وارد شوي وو.