د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د جلغوزو حاصلات زیات شوي خو د پاکستان په نوم صادریږي - سوداګر


د افغانستان د جلغوزو حاصلات
د افغانستان د جلغوزو حاصلات

افغان سوداګر وايي چې د جنوب ختیځو ولایتونو د جلغوزو له ځنګلونو څخه د سږکال راټول شوي حاصلات ښايي د تیر کال په پرتله دوه چنده زیات وي، خو اندېښمن دي چې دا حاصلات د تېر په څېر د پاکستان په نوم نړۍ ته صادریږي.

سوداګر او کارګران دا وخت د خوست په مرکز کې ددغه ولایت او ورڅېرمه پکتیا او پکتیکا له ځنګلونو څخه د راټولو شویو حاصلاتو په پروسس بوخت دي.

د جلغوزو د سوداګرو د اتحادیې مسئولین وايي چې د تېر کال په پرتله د سږکال حاصلات تر دوه چنده هم زیات شوي دي.

ددغې اتحادیې مرستیال سیال خان امریکا غږ ته وویل: "تېر کال زموږ حاصلات ۱۵۰۰ ټنه وه، مګر سږکال چې موږ غرونه کتلې دي داسې ښکاري چې دا حاصلات به سږکال ۳۵۰۰ ټنه شي."

د افغانستان د جنوب ختیځ زون د جلغوزو حاصلات
د افغانستان د جنوب ختیځ زون د جلغوزو حاصلات

په کمو امکاناتو باندې د جلغوزو د حاصلاتو د پروسس ترڅنګ افغان سوداګر وایي چې د افغانستان جلغوزې د پاکستان په نوم نورې نړۍ ته صادریږي او له حکومت څخه غواړي چې د جلغوزو د پروسس او سوداګرۍ په برخه کې دې د هوا له لارې د محصولاتو د لیږد تر څنګ نورې اړینې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

د جلغوزو سوداګر مکمل خان امریکا غږ ته وویل: "حاصلات ښه دي، خو که هوايي لاره پرانیستل شي ښه به وي، ځکه ځمکنۍ لاره موږ ته ګټه نکوي او همدا علت دی چې زموږ جلغوزي پاکستان ته ځي او هلته د پاکستان په نوم چین ته صادریږي."

بل سوداګر داود خان هم د اسانتیاوو د زیاتېدو غوښتنه کوي. هغه وویل: "دلته موسم ګرم وي او ښه حاصلات وي، خو زموږ غوښتنه دا ده چې له خوست تر کابله لار او بیا له هغه ځایه چین ته استولو کې ستونزه ده، که دا ستونزه حل شي بیا به زموږ قیمتونه خپله لوړ شي."

د خوست په مرکز کې ددغه ولایت او ورڅېرمه پکتیا او پکتیکا د جلغوزو له ځنګلونو څخه راټول شوي حاصلات پروسس کیږي.
د خوست په مرکز کې ددغه ولایت او ورڅېرمه پکتیا او پکتیکا د جلغوزو له ځنګلونو څخه راټول شوي حاصلات پروسس کیږي.

د جلغوزو تر څنګ د افغانستان د پستې او زغفرانو د حاصلاتو د قاچاق خبره هم وخت پر وخت د سوداګرو څخه اورېدل کیږي، خو د خوست ولایتي چارواکي د جلغوزو د سوداګرۍ د ښه والي په موخه د ژمتیا ډاډ څرګندوي.

د خوست د والي ویاند مستغفر ګربز امریکا غږ ته وویل: "د ولایت دروازه د ټولو خاصتآ د جلغوزیو د سوداګرو پر مخ خلاصې دي او هیله ده چې دوی خپلې طرحې شریکې کړي تر څو ولایتي اداره د سوداګرۍ د ودي په موخه موضوع له مرکز سره شریکه کړي."

جلغوزي چې د افغانستان د ارزښتاکه میوو له جملې څخه شمېرل کیږي، د معلوماتو له مخې چې تېر لمریز کال د ۲۷ میلیونه ډالرو په ارزښت څه د پاسه ۲۵۰۰ ټنه جلغوزي چین، هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو او امریکا ته صادر شوي دي.

د جلغوزو سوداګر وايي که د حاصلاتو د پروسس او صادراتو په برخه کې د اسانتیاوو برابرولو ته توجه وشي نو د جلغوزو سوداګري به د افغانستان پر اقتصاد رغنده اغېز ولري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG