طالبان: افغانستان کې لس میلیون ثبت شوي سیم کارتونه بیا ثبت شوي دي

اوس مهال افغانستان کې پنځه شرکتونه خلکو ته د ګرځنده تیلیفونونو له لارې مخابراتي خدمتونه وړاندې کوي.

د طالبانو د حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي چې په افغانستان کې د ګرځنډه تیلیفونونو د سیم کارتونو د ثبت او راجسټر کولو د بهیر د پیل راهیسې تراوسه لس میلیون سیم کارتونه بیرته ثبت او راجسټر شوی دي.

ددغه وزارت ویاند عنایت الله الکوزي د یکشنبې په ورځ جولاۍ ۷ ( چنګاښ ۱۷) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې دا سیم کارتونه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د طرزالعمل پراساس ثبت شوي دي.

هغه ویلي: "کابل کې دا پروسه ۶۰ فیصده بشپړه شوې او پاتې ۴۰فیصده به هم لنډو څو میاشتو کې بشپړه شي، همدا راز ټولو مخابراتي شرکتونو ته د میاشتې د ۲۵۰زرو سیمکارټونو د ثبت او راجسټر هدایت شوی چې د همدې میکانیزم په بشپړولو سره کولای شي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د اترا ادارې څخه نوي سیمکارټونه تر لاسه کړي."

د طالبانو حکومت کابینې د ۱۴۰۰ کال د سلواغې په میاشت کې په افغانستان کې د سیمکارتونو د بیا ثبتولو بهیرپریکړه وکړه، خو د سیکارتونو د بیا ثبت بهیر نږدې څلورو میاشتې دمخه په کابل او ټولو ولایتونو کې په جدي ډول پیل شوی چې لرۍ یې لا هم دوام لري.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۲۳ میلیونه سیم کارتونه فعال دي، چې ددې له ډلې ۱۰میلیونه سیم کارتونه د مکالمو د خدمتونو او ۱۳میلیونه نور د انټرنېټي خدمتونو لپاره کارول کیږي.

اوس مهال افغانستان کې پنځه شرکتونه خلکو ته د ګرځنده تیلیفونونو له لارې مخابراتي خدمتونه وړاندې فعالیت کوي.

د طالبانو حکومت له خوا د ګرځنده تیلیفونونو د سیم کارتونو د بیا ثبت او راجسټر یو هدف د طالبانو د مخالفو وسله والو او د جنايي ډلو له خوا په تروریستي او جنايي فعالیتونو کې د ګرځنډه تیلیفونو ک کارونې مخنیوی ښودل شوی دی.

طالبانو حکومت د مخابراتو او ټکنالوزۍ وزارت د تیر کوچني او لوی اختر په لومړیو ورځو د همدې امنیتي اندیښنو له امله په ټول افغانستان کې د ګرځنډه تیلیفوني شبکو فعالیتونه ځنډولي وو.

طالبانو حکومت د ګرځنده تیلیفونو د سیم کارتونو د بیا ثبت دا اقدام په داسې حال کې کړی چې په سلګونو زره افغانان چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته له دغه هیواد څخه بهرنیو هیوادونو ته کډه کړې او لا هم د افغانستان د تیلیفوني شبکو د سیم کارتونو څخه کار اخلي او د امنیتي اندیښنو له امله هیواد ته نشي ستنیدلی.

په افغانستان کې د نا ثبت شویو او غیر رجسټر سیم کارتونو ستونزه د پخواني جمهوري رژیم پر مهال هم موجوده وه او غیر رجسټر شوي سیم کارتونه په بازارونو کې په ازاد ډول پلورل کیدل، چې اوس ددغسې سیم کارتونو د پلورلو لړۍ تر ډیره محدوده شوې ده.