د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې تر سختو امنیتي تدابېرو لاندې اختر پیل شو؛ طالبانو د مخابراتي شبکو فعالیتونه هم ځنډولي وو


د طالبانو سترې محکمې د دوشنبې ورځ په افغانستان کې د لوی اختر د لومړۍ ورځې په توګه اعلان کړې، خو د سعودي عربستان په ګډون په ډیرو اسلامي هیوادونو کې د یکشنبې په ورځ د لوي اختر لمانځل پیل شوي.
د طالبانو سترې محکمې د دوشنبې ورځ په افغانستان کې د لوی اختر د لومړۍ ورځې په توګه اعلان کړې، خو د سعودي عربستان په ګډون په ډیرو اسلامي هیوادونو کې د یکشنبې په ورځ د لوي اختر لمانځل پیل شوي.

د طالبانو د حکومت د سترې محکمې د اعلان له مخې نن د دوشنبې د ورځې په سهار جون ۱۷( جوزا ۲۸) په کابل او ولایتونو کې لوی اختر پيل شو.

د اختر د لمونځ په مهال د تیلیفوني شبکو فعالیتونه ځنډول شوي وو، ځینو جوماتونو ته ورغلې لارې تړل شوې وې او نور سخت امنیتي تدابېر هم نیول شوي وو.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي چې د کندهار د عیدګاه په جومات کې د دوشنبې په سهارد طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده په مشرۍ د لوی اختر لمونځ وشو.

د رپوټونو له مخې په کندهار کې د لوی اختر د لمانځه پر مهال سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو.

په کابل کې هم د اکثرو جوماتو مخې ته د طالبانو امنیتي ساتوونکو پیرې او ګزمې کولې او یو شمیر لویو جوماتو ته غځیدلې لارې یې هم د موټرو د تګ راتګ پرمخ تړل شوې وې.

په کابل او د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې د اختر د لومړۍ ورځې پر مهال د طالبانو د حکومت د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت له خوا د دوشنبې د ورځې د په سهار د اوږدو ساعتونو لپاره د مخابراتي شبکو د فعالیتونو د ځنډیدو له امله د کابل او ولایتونو ترمنځ تیلیفوني اړیکې هم پرې شوې وې.

کابل کې څو تنو امریکا غږ ته وویل چې د سهار راهیسې یې په پرله پسې ډول په ولایتونو کې خپلو خپلوانو سره اړیکې ونیولې، خو د مخابراتي شبکو د فعالیت د ځنډیدو له امله د خپلوانو د احوال په ترلاسه کولو او هغوی ته د اختر د مبارکۍ په ویلو بریالي نه شول.

د طالبانو د حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د تیر اپریل په میاشت کې د کوچني اختر په لومړۍ ورځ هم د امنیتي اندیښنو له امله د مخابراتي شبکو فعالیتونه ځنډولي وو.

تراوسه په کابل او د افغانستان په نورو ښارونو کې د کومې لویې امنیتي پیښې د پیښیدو خبر نه دی ورکړل شوی.

د سعودي عربستان په ګډون په یو شمیر اسلامي هیوادونو او په نړۍ کې اکثرو مسلمانانو د یکشنبې په ورځ د لوی اختر لمانځل پیل کړي دي، خو طالبانو د حکومت سترې محکمې د پاکستان او ایران په څیر د دوشنبې ورځ د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.

د لوی اختر په مناسبت د سیاسي مشرانو پیغامونه

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده له وړاندې د لوی اختر په مناسبت په خپل پیغام کې پرته له دې چې د نجونو او ښځو د تعلیم یادونه وکړي ویلي چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د دغه هیواد د ټولو وګړو شرعي حقونه تامین او محفوظ شوي.

هبت الله اخوندزاده په دغه پیغام کې یو شمیر کورنیو او بهرنیو مسلو ته هم په مختصر ډول هم اشاره کړې، خو د طالبانو مشر په دغه پیغام کې د تیرو کلنو په څیر په افغانستان کې د نجونو او ښځو د زده کړو او کار مسلو ته هیڅ اشاره نه ده کړې.

د افغانستان د پخوانیو جمهور رئیسانو محمد اشرف غني او حامد کرزي، د ملي پخلاینې د عالي شورا پخواني رئیس عبدالله عبدالله او د جمهوري ریاست د پخواني مرستیال امرالله صالح په ګډون په بهر کې میشتو د طالبانو د حکومت ځینو سیاسي او نظامي مخالفانو مشرانو هم په جلا جلا پیغامونو کې افغانانو ته د لوی اختر د رسیدلو مبارکي ورکړې ده.

د افغانستان پخواني جمهور رئیس محمد اشرف غني په خپل پیغام کې د سوله ییزې لارې د نظام په مشروعیت ټینګار کړی دي. غني د طالبانو واکمنۍ ته په پاملرنې ویلي چې مشروعیت د استبداد له لارې نه شي ترلاسه کیدلی.

هغه ویلي: "استبداد په خپله ځان ته مشروعیت نه شي بخښلی، توره او ټوپک، انفجار او انتحار مشروعیت ته لار نه باسي، دا حکم د ولس په لاس کې دی او د هغه له حکم او ګډون پرته مشروعیت نه راځي. ټول پوهېږو چې افغانان په ښکاره د نظام مشروعیت او د منلو وړ حکومت د ټولو لپاره غواړي. خو ترجېح ورکوي چې دا کار له سوله ‌ییزې لارې ترسره شي، د جګړې او وینې تویولو پلویان نه دي، ځکه نو دوی متل لري، هغه غوټه چې په ګوتو خلاصېږي، خولې ته یې اړتیا نه شته."

د افغانستان بل پخواني جمهور رئیس حامد کرزي هم د لوی اختر په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي: "لازمه بولم چې د گران هېواد افغانستان د آبادي او ځان بسياينې لپاره تکراراً د علم او زدکړې پر اهميت ټينگار وکړم. د يوې ټولنې رفاه، ترقي او خپلواکي د هغې ټولنې د وګړو تعليم او پوهې سره مستقيم تړاو لري. که چېرې غواړو چې هېواد او خلک مو د پردو له احتياجه خلاص شي او د خپلو بچیانو پر مټ د بريا او پرمختګ لوړو درجو ته ورسېږي نو لازمي ده چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې خپلو بچیانو (نجونو او هلکانو) ته د زدکړې او تعلیم زمينه برابره کړو."

د افغانستان د ملي پخلاینې د عالي شورا پخواني رئیس عبدالله عبدالله هم د لوی اختر د رارسیدلو له امله د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو پیغام کې ویلي چې سږکال لوی اختر په داسې مهال راځي چې فقر، بیکارۍ او طبیعي پېښو افغانان په شدید ډول اغېزمن کړي او ډېر شمېر هېوادوال له اقتصادي ننګونو سره لاس و ګریوان دي.

هغه ویلي: "زموږ د هېواد ابادي او پرمختګ زموږ په یووالي، ګډ کار، د ټولو لپاره د زدکړو او کار د مشروع حق په تامین کې نغښتی دی. د افغانستان خلک باید په ځيرتیا سره د ملي ګټو، ملي یووالي، قومي، مذهبي او فرهنګي تنوع ته په احترام کولو او د ټولو لپاره د سوله ییز ژوند د زمینې په برابرولو سره، همغږي او یو موټی شي."

د افغانستان د ملي مقاومت شورا چې طالبانو د حکومت زیات شمیر سیاسي او پخواني جهادي مشران او چارواکي په کې راټول شوي د لوی اختر په منابست په یوه اعلامیه کې د طالبانو د حکومت د ټولو سیاسي او نظامي مخالفانو غوښتي چې ددغه حکومت پرخلاف دې منسجم شي.

ددغې شورا په اعلامیه کې ویل شوي: "د طالبانو د ټولو سیاسي ډلو او نظامي مخالفانو څخه غواړو، چې د مبارزې په یو واحد صف کې کې منظم شي ترڅو لا زیات بریالیتوبونه ترلاسه کړو".

په دې شورا کې د طالبانو د مخالفې جبهې مشر احمد مسعود، پخواني جهادي مشران استاد عبدالرب رسول سیاف، حاجي محمد محقق، صلاح الدین رباني، عطا محمد نور، محمد اسمیل خان، محمد یونس قانوني او ځینې نور سیاسي او نظامي مشران برخه لري.

د افغانستان د جمهوري رژیم لومړي مرستیال امرالله صالح د لوی اختر په مناسبت د ایکس په پاڼه لیکي چې په دې خوشاله دی چې د افغانستان د خلکو اختر د نړۍ د نورو مسلمانانو سره یو ځای او د طالبانو له اختر څخه یوه ورځ وړاندې لمانځل کیږي.

ښاغلي صالح ویلي د یکشنبې ورځ د لوی اختر لومړۍ ورځ ده. هغه په افغانستان او سعودي عربستان کې د لوی اختر د ورځو ترمنځ د توپیر په اړه ویلي چې دا د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل دی چې اختر د کعبې د مهالویش سره همماله نه لمانځل کیږي.

د مقتدرې رهبرۍ شورا د جوړیدو وړاندیز

د بلې خوا په پاکستان کې د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ پر مهال د افغانستان سفیر ملا عبدالسلام ضعیف هم د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د لوی اختر په مناسبت په یو پیغام کې پرته له دې چې ډیر جزئیات ورکړي په افغانستان کې د نظام د اداره کولو لپاره د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده ترڅنګ د یوې مقتدرې رهبرۍ شورا د جوړیدو وړاندیز کړی دی.

ضعیف په څو پرله پسې ټویټونو کې ویلي چې په دې وروستیو کې د تاریخي کتابونو د مطالعې وروسته ورته دا معلومه شوې چې څومره چې یې د اسلام او مسلمانو تاریخ مطالعه کړي په ټوله کې یې د مسلمانانو د زوال او ناکامی دري علته موندلي دي.

" اول – د مسؤلیت څخه غفلت او سوء استفاده. دوېیم - د شریعت سره د حکامو او حواریینو د مزاج اختلاط. هغه ویلي چې د مزاج تقاضا به شاته غورځوي که څه هم د چا شخصي تاوان وي، ځکه چې د مزاج پریکړي داختلاف او بې اطاعتی باعث کیږي. درېیم- هرامیر چې د مطلق امر واکمن شي د وخت په تیریدو سره مطلق مستبد کیږي."

ښاغلي ضعیف لیکلي چې که ددې لپاره یوه ښه مقتدره رهبري شورا رامنځ ته شي کیدای شي دا تشه ډکه کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG