د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوشیایونګ د پاکستان په ګډون څو هیوادونو ته د سفر وروسته کابل ته تللی او هلته یې د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د سرپرست په ګډون ددغه حکومت د لوړپوړو چارواکو سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د پراخولولو په لارو چارو خبرې کړي.
د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د شنبې په ورځ ناوخته نومبر۲۳(لیندۍ درېیم) رسنیو ته په یو استولې خبرپاڼه کې ویلي چې افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي د مولوي محمد یعقوب مجاهد سره په کتنه کې چې په کابل کې د چین سفیر جاوشینګ هم په کې حاضر و د اقتصادي همکاریو، د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، سرحدونو، پانګونې او نورو موضوعاتو په اړه خبرې کړي دي.
په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: "د ملي دفاع وزارت سرپرست چین د افغانستان د خلکو لپاره یو شریک ګاونډی او مهم همکار وباله او په ګډو برخو او همکاریو کې د ملي دفاع وزارت پر ژمنتیا باندې یې ټینګار وکړ".
ددغې کتنې وروسته افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي د ایکس په ټولنیزه شبکه کې پر خپله پاڼه لیکلي چې دا کتنه به دغه هیواد سره مرسته وکړي چې د افغانستان د بیا رغونې او پرمختګ په برخه کې دوستانه او دواړخیزو اړیکو ته دوام ورکړي.
همداشان د چین ځانګړي استازي د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره هم د شنبې په ورځ کتلي دي.
د طالبانو د حکومت د ویاند دفتر رسنیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ددې کتنې په اړه ویلي چې مولوي عبدالکبیر دغه چینايي چارواکي ته ډاډ ورکړی چې له افغانستان څخه به هیچا ته ګواښ پېښ نشي.
هغه ویلي: "افغانستان له چین سره ښې اړیکي لري او دا مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري او اقتصادي همکاري مخ په پراخېدو ده ... اسلامي امارت [طالبانو حکومت] ټولو ګاونډیانو او نړیوالو ته ډاډ ورکړ، چې له افغانستان څخه به هیچا ته ګواښ پېښ نشي او په تېرو دریو کالو کې یې خپله ژمنه په عمل کې هم ثابته کړې ده".
مولوي عبدالکبیر څرګنده کړې ده چې، افغانستان تازه له جګړو راوتلی او د طالبانو حکومت د ملي اقتصاد د احیاء او سیمه ییزو همکاریو د پراختیا لپاره هڅې کوي.
ددغې خبرپاڼې له مخې په دې کتنه کې د چین ځانګړي استازي پاکستان ته د خپل سفر په اړه هم مولوي عبدالکبیر ته معلومات ورکړي او ویلي دي چې، هېواد یې د افغانستان د اقتصادي پياوړتیا، د اړیکو د پراخولو او همکاریو د زیاتېدو هڅې کوي.
نوموړي زیاته کړې چې چین په نړیوالو ناستو کې د افغانستان له دريځ ملاتړ کوي او لېوال دی چې له افغانستان سره خپلې اړیکې نورې هم پراخې او دوامداره کړي.
ددغې خبرپاڼې د راپور پراساس افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي ویلي چې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا، ارزښتونو او خپلواکۍ ته درناوی لري او کوښښ کوي په افغانستان کې د پانګونې په پراختیا سره د اقتصاد په پياوړي کولو کې ونډه واخلي.
د چین ځانګړي استازي افغانستان ته د سفر دمخه پاکستان او ترکمنستان ته هم سفر کړی و.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت د وینا له مخې یوشیایونګ د ترکمنستاني چارواکو سره په کتنه کې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د نوبتې غونډې د جوړیدو په تړاو هم خبرې کړې وې.
هغه اسلام اباد ته د سفر پرمهال په افغانستان کې د تروریستي ډلو د فعالیتونو په زیاتیدو اندیښنه ښودلې وه.
یوشیایونګ د بیجینګ د خبرو اترو د مرکز سره په مرکې په افغانستان کې د "۲۰ تروریستي ډلو د فعالیت په اړه " اندېښنه ښودلې وه او له دې پلوه یې چین او د سیمې نورو هېوادونو ته د ور پېښ ګواښ په اړه یې خبرداری ورکړی وو.
یوشیایونګ وویل چې په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالتونو تر حضور مخکې یوې یا دوو تروریستي ډلو شتون درلود، خو اوس یې شمیر څه باندې ۲۰ ډلو څخه زیات شوی دی.
د چین دغه ځانګړي استازي د کومې ځانګړې ډلې نوم نه و اخیستی، خو چین په افغانستان کې د "شرقي ترکستان اسلامي غورځنګ" د فعالیت په اړه اندېښنه ښودلې وه.
تېرکال د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین ویلي وو: "طالبان په لیکلې بڼه ژمنه کوي چې د شرقي ترکستان اسلامي غورځنګ او نورو تروریستي اعمالو او فعالیتونو ته به اجازه نه ورکوي".
د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې ددغه وزارت د سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد او د چین د ځانګړي استازي یوشیایونګ ترمنځ په کتنه کې د سرحدي مسلو په اړه هم خبرې شوي، خو په دې اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.
چین په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د وتلو وروسته د طالبانو د حکومت سره نږدې اړیکې ساتلي دي.
دغه هیواد نه یوازې طالبانو حکومت ته خپل سفیر استولی، بلکې د طالبانو د حکومت سفیر یې هم په بیجینګ کې منلی دی. خو لا هم چین د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.
د چین ځانګړي استازي کابل ته په داسې حال کې سفر کړی چې د افغاسنتان په ګاونډ پاکستان په ځینو ښارونو کې پر چینايي اتباعو باندې د پاکستان د حکومت د مخالفو وسله والو ډلو په بریدونو کې زیاتوالی راغلی دی.
د پاکستان حکومت په دغه هیواد کې په تروریستي بریدونو کې د هغو ډلو لاس لرلو ادعا کوي چې د اسلام اباد د وینا پراساس په افغانستان کې د طالبانو تر کنټرول سیمو کې میشتې دي.
د روان ۲۰۲۴ کال د نومبر په نیمايي کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې طالبان باید په افغانستان کې د تروریستي ډلو سره د مبارزې په اړه د اسلام اباد اندیښنې جدي وګڼي او د پاکستان د خلکو زغم دې نه ازمايي.
خو طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې تروریستي ډلې نشته دی.