د طالبانو د حکومت سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې د چهارشنبې په ورځ نومبر۱۳( لړم ۲۳) د ایکس په پاڼه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نن ورځ د پکتیا ولایت مرکز د ګردیز د سپورت په سټډیوم کې یو قاتل ته په عام محضر کې د اعدام سزا ورکړل شوه.
دغې محکمې ویلي چې د محمد ایاز اسد د حکیم خان زوی د پکتیا ولایت د میرزکې ولسوالۍ اوسیدونکي چې اوس مهال ددغه ولایت په مرکز جهاد مینه کې یې ژوند کوه، حبیب الله د ظریف خان زوی د کلاشنکوف په ډزو په عمدي توګه وژلی وو. دغې محکمې لیکلي چې پر قاتل باندې د قصاص دا حکم د طالبانو د درې ګونو محکمو د پریکرو پر اساس او د طالبانو د مشر له خوا د تائید وروسته تطبیق شوی دی.
دغې محکمې ویلي چې د وژل شوي کورنۍ ته ددغه قاتل له خوا د قتل د بخښنې غوښتنه کړې وه، خو د مقتول کورنۍ دا غونښتنه نه وه منلې. په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په عام محضر کې قصاص دا شپږمه پیښه ده چې د طالبانو د محکمو له خوا تطبیق شوې ده.
د طالبانو د حکومت د سترې محکمې چارواکو تیره میاشت خبریالانو سره په خبرو کې ویلي وو چې ۱۵ کسان چې د محکمو د پریکړو پراساس په اعدام محکوم شوي د محکمو د پریکړو پلي کیدل د طالبانو د مشر له خوا د محکمې د پریکړو توشیح ته په تمه دي. په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو راپورونو کې ویل شوي چې محمد ایار اسد دغه طالب وسله وال د خپل ځان څخه په دفاع کې وژلی وو.
د طالبانو د پکتیا ولایت د والي دفتر تیره ورځ په عام محضر کې ددغه تن په عام محضر کې اعدامولو خبر ورکړی وو.
د طالبانو د حکومت رسمي اعلان له مخې د "قصاص" پر اساس دا اعدام د پکتیا په مرکز ګردیز کې په یو لوبغالي کې اجرا کیږي چې عام ولس، مذهبي مشران، ملکي او نظامي چارواکي هم وربلل شوي.
په اعلان کې له خلکو غوښتل شوي چې د انځورونو اخیستو لپاره به کامرې او موبایل ټیلیفونونه د ځان سره میدان ته نه وړي.
د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال په میاشت کې واک ته د رسیدلو وروسته د ۹۰مې لسیزې په وروستیو کې د خپلې لومړنۍ دورې په څیر په عام محضر کې ښځو او سړو ته د تعزیري سزاګانو ورکول پیل کړي دي.
طالبانو د روان میلادي کال د فبروري میاشتې په ۲۶ مې هم یو تن د جوزجان په ولایت کې په عام محضر کې اعدام کړ.
د طالبانو د حکومت سترې محکمې ویلي و چې په یو تن یې د درې ګونو محکمو د پریکړو او د طالبانو د مشر هبت الله د تائید وروسته د جوزجان مرکز شبرعان په ورزشي سټډیوم کې د قصاص سزا تطبیق کړې ده.
سترې محکمې لیکلي و چې دغه تورن د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالۍ یو اوسیدونکی خال محمد د عبدلعلي زوی چې هغه هم د جوزجان ولایت په مرکز کې اوسیده څه باندې دوه کاله وړاندې په چاقو وژلی و.
دا مطلب هم ولولئ طالبانو په دریو ورځو کې د دوو ښځو په ګډون ۱۵ تنه عام محضر کې په دُرو وهليد سترې محکمې په خبر پاڼې کې دا هم ویل شوي و چې د قصاص حکم د طالبانو د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات له خوا د یو ګمارل شوي پلاوي د څارنې لاندې چې په ورزشي ستډیوم کې د شبرغان د ښار ګڼ اوسیدونکي حاضر وو، تطبیق شو.
د جوزجان په ولایت کې د دې پیښې څخه یو څو ورځې وړاندې د غزني په ولایت کې هم د علي لالا کلي د فوټبال په سټډیوم کې پر دوو تنو باندې په عام محضر کې د اعدام سزا تطبیق شوه.
طالبانو د ملګرو ملتونو او بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو د اعتراضونو سره سره په عام محضر کې د قصاص د حکم د تطبیق سربیره د نورو تعزیري سازګانو تطبیق ته هم دوام ورکړی دی.
ملګري ملتونه دا ډول سزاګانې د ژوند کولو بنسټیزو حقونو سره په ټکر کې، "ظالمانه، غیر انساني او سپکوونکي" بولي خو د طالبانو ټینګار دا دی چې د افغانستان له ۹۹ څخه زیات خلک د اسلام د دين د اصولو پابند دي، چې د همدې له امله قوانین د اسلام د دین د ارشاداتو او احکامو سره سم ټاکل کیږي.
د بخښنې نړیوال سازمان هم په عام محضر کې د اعدام د پریکړو تطبیق سره مخالفت ښودلی او دا ډول اقدامات یې د ژوند د حق سره په ټکر کې ګڼلي دي.
دې سازمان د طالبانو د چارواکو څخه د اعدام د لړۍ د بندیدو او د اعدام د سزا د لغوه کیدو غوښتنه کړې ده.