د سوریې نویو واکمنانو سه شنبې دسمبر ۲۴ (مرغومي څلورمه) وویل چې په دغه هېواد کې وسله والو ډلو هوکړه کړې چې منحل شي او د دفاع له وزارت سره یو ځای شي.
په یو بیان کې ویل شوي چې د احمد الشرع سره د وسله والو ډلو د مشرانو له یوې غونډې وروسته دا پرېکړه شوې ده. د الشرع، چې د ابومحمد الجولانی په نوم هم شهرت لري، په مشرۍ یاغیانو د سوریې د پخواني ولسمشر بشارالاسد حکومت ړنګ کړ.
په سوریه کې له ۱۳ کلنې کورنۍ جګړې وروسته، دغو یاغیانو د څو ورځو په ترڅ کې د هېواد ستر ښارونه ونیول او د دسمبر په اتمه پایتخت دمشق ته ننوتل.
له واک څخه د بشارالاسد د لیرې کېدو وروسته د سیمې ډیرو هېوادونو په داسې حال کې دمشق ته استازي لیږلي چې ددغه هېواد د سیاسي راتلونکي په اړه اندېښنې موجودې دي.
یوه اندېښنه په دغه هېواد کې د اسلامي دولت (داعش) بیا پر پښو درېدل دي. دغې ډلې په ۲۰۱۴ کې د سوریې په ختیځ او د عراق په لویدیځ کې ډیرې سیمې نیولې وې.
د امریکا پوځ د دوشنبې په ورځ وویل چې د سوریې په ختیځ دیر الزور ولایت کې یې په یو هوايي برید کې د داعش دوه اورپکي وژلي دي.
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) په یو بیان کې وویل چې په برید کې په وسلو بار یو موټر هم له منځ وړل شوی دی.
ددې مطلب د چمتو کولو لپاره د اسوشیتد پرس، فرانس پرس او رویټرز اژانسونو معلومات کارول شوي دي.