بشارالاسد وايي له سوریې څخه یې د وتلو پلان نه درلود او د روسیې په غوښتنه وتلی

د سوریې پخوانی ولسمشر بشارالاسد

د سوریې پخواني ولسمشر بشارالاسد له واک څخه د لیرې کېدو وروسته په خپل لومړني خپور شوي پیغام کې د دوشنبې په ورځ، دسمبر ۱۶ (لیندۍ ۲۶)، وویل چې غوښتل یې چې جګړې ته دوام ورکړي او له هېواد څخه د وتلو پلان یې نه درلود، خو د روسیې په غوښتنه یې سوریه پرېښوده.

بشارالاسد په دغه بیانیه کې چې د سوریې د تیر جمهوري ریاست دفتر ته په منسوب ټلیګرام حساب کې خپره شوې، د سوریې نوي واکمنان "ترهګر" بللي دي. د سوریې پایتخت دمشق د دسمبر په اتمه د هیئت تحریر الشام په مشرۍ د وسله والو ډلو لاس ته ولوېد.

بشارالاسد ویلي چې له سوریې څخه د وتلو وړاندې ددغه هېواد د لاذقیې بندري ښار یوې پوځي اډې ته تللی و او د روسیې په غوښتنه وروسته له هغه له سوریې څخه په بیړني ډول ووت چې دا پوځي اډه تر برید لاندې راغله.

اسد په دغه بیان کې ویلي: "له سوریې څخه زما وتل پلان شوي نه وو او نه هم دا کار د جګړې په وروستیو ساعتونو کې پېښ شوی دی. مسکو د یکشنبې دسمبر اتمې په ماښام روسیې ته زما د بیړني تګ غوښتنه وکړه."

په بیان کې زیاته شوې: "کله چې هېواد د ترهګرۍ لاس ته ولویږي او د اغیز لرونکي کار وړتیا له لاسه ووځي، هر ډول دریځ نیول بې ګټې او بې ځایه دی."

دا مطلب هم ولولئ کرملین: پوتین بشارالاسد ته پناه ورکوي

په سوریه کې د بشارلاسد د حکومت په ړنګېدلو باندې په دغه هیواد کې د اسد د واکمنۍ پر مهال ځورول شویو خلکو خوښي څرګنده کړې او دا یې د خپل هېواد د یو ښه راتلونکي نښه بللې ده.

د اسد مخالفو ډلو د سوریې له نیولو وروسته د زندانونو دروازې پرانیستي او ډیری داسې کسان یې خوشې کړي چې د رژیم سره د مخالفت په تور یې کلونه قید تیر کړی و.

په سوریه کې د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې د سوریې په زندانونو کې د ۲۰۱۱ راهیسې له ۱۰۰ زرو زیات کسان مړه شوي دي.

ددغه سازمان د شمېرو له مخې، د بشارالاسد د حکومت خلاف د پاڅون کوونکو په ځپلو کې له ۵۰۰ زرو زیات کسان وژل شوي او د سوريې نیمايي نفوس د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوی دی.

بل خوا، اسرائیل په سوریه کې د بشارالاسد د واک د نسکوریدو راهیسې په سلګونو بریدونه کړي دي.

د دوشنبې په ورځ د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان وویل چې اسرائیلي الوتکو د سوریې په ساحلي طرطوس سیمه کې پوځي ځایونه په نښه کړي دي. ددغه سازمان په وینا، دا بریدونه په تېرو څو کلونو کې په سیمه کې "تر ټولو درانده" وو.

دا مطلب هم ولولئ سوریې کې د یاغیانو مشر د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سره کتلي

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کایا کالاس د دوشنبې په ورځ وویل چې د سوریې لپاره د دې اتحادیې استازی دمشق ته ځي چې ددغه هېواد له نویو اسلامپالو واکمنانو سره خبرې وکړي.

اروپایي اتحادیه په لویدیځ کې د نورو هیوادونو په څیر، له دې کبله د سوریې د نوي مشرتابه په اړه اندیښنه لري چې د هیئت تحریر الشام د یو شمیر هېوادونو د "ترهګرو" ډلو په لست کې شامله ډله ده.

دا ډله په سوریه کې د القاعدې په څانګه کې ریښې لري خو په وروستیو کې یې هڅه کړې چې خپل بیانات معتدل کړي، او په دغو بیانونو کې یې د اقلیتونو د ساتنې د ژمنې ترڅنګ، د جګړه ځپلي سوریې لپاره د سولې او د اسد د واکمنۍ د قربانیانو لپاره یې د عدالت غوښتنه کړې ده.

کالاس وویل: "موږ نشو کولی خلا پریږدو. زموږ لپاره دا یوازې خبرې نه دي، بلکې موږ غواړو چې په سم لوري عملي کار ترسره شي. نو نه یوازې دا چې دوی څه وايي، بلکې دا هم چې دوی څه کوي."

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ګیر پیډرسن وویل چې پکار ده په سوريه کې یو د "باور وړ او ټول شموله لیږد" ترسره شي.

پیډرسن تائید کړې ده چې د تحریر شام له مشر ابو محمد الجولاني سره یې لیدلي، چې اوس په خپل اصلي نوم احمد حسین الشرع یادیږي.

په بیان کې ویل شوي چې پیډرسن د سوریې د موقت صدراعظم محمد البشیر سره هم کتلي دي.

دا مطلب هم ولولئ امریکا: د هيئة تحریر الشام سره په مستقیمه توګه اړیکه کې یو

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د شنبې په ورځ وویل چې واشنګټن له هیئت تحریر الشام سره اړیکه نیولې، که څه هم دا ډله په متحده ایالاتو کې د "ترهګرۍ" سازمان په توګه په تور لیست کې ده.

هغه په دې اړه جزئیات ورنکړل چې دا اړیکه څنګه نیول شوې خو کله چې ترې وپوښتل شول چې ایا متحده ایالات له تحریر الشام مستقیمه اړیکه لري، هغه وویل: "هو، مستقیم تماس."

د یکشنبې په ورځ، د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ لامي هم وویل چې لندن هم د هیئت تحریر الشام سره ډیپلوماټیک تماسونه نیولي، سره له دې چې لاهم تحریر شام د "ترهګرې" ډلې په توګه درجه بندي کوي.

ددې مطلب د چمتو کولو لپاره د فرانس پرس، اسوشیتد پرس او رویټرز د اژانسونو معلومات کارول شوي دي.