سعودي عربستان په پاکستان کې د ۶۰۰ میلیونو ډالرو اضافي پانګونې اعلان کړی دی چې له دې سره يې په دغه هېواد کې د پانګونې ټول ارزښت دوه اعشاريه اته ميليارده ډالرو ته رسېدلی دی.
دا اعلان د سعودي عربستان د پانګونې وزير خالد بن عبدالعزيز الفالح د اکتوبر پر ۳۰ (لړم ۹) په رياض کې د پاکستان له صدراعظم شهباز شريف سره د ګډې خبري غونډې پر مهال وکړ.
نوموړي پر دې مهال زياته کړه چې په اضافي پانګونې سره له پاکستان سره د سعودي د تفاهم ليکونو شمېر له ۲۷ څخه ۳۴ ته لوړ شوی دی.
الفالح وويل چې دا پرمختګ د پاکستان د صدراعظم شهباز شريف او د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان تر منځ د اکتوبر پر ۲۹ (لړم ۸) په رياض کې تر ګټورې لیدنې وروسته شوی دی.
په هغه ليدنه کې شريف او بن سلمان د سوداګرۍ او پانګونې په ګډون په بېلابېلو برخو کې د اقتصادي همکاریو د پراخولو پر پلانونو خبرې کړې وې.
دا په داسې حال کې ده چې شهباز شریف د يو لوړ پوړي پاکستاني پلاوي په مشرۍ "په راتلونکې کې د پانګونې نوښت" په نامه کنفرانس کې د ګډون لپاره د اکتوبر پر ۲۹ او ۳۰ (لړم ۸ او ۹) د سعودي عربستان دوه ورځنی سفر وکړ.
د سعودي عربستان د پانگونې وزیر خالد بن عبدالعزیز الفالح په مشرۍ د سعودي یو لوړ پوړي پلاوي د اکتوبر پر ۱۰مه په اسلام اباد کې د پاکستان له حکومت سره د دوه اعشاريه دوه ميليارده ډالرو په ارزښت د ۲۷ مختلفو پروژو په اړه د همکارۍ تفاهم ليکونه لاسلیک کړل.
په هغو تفاهم ليکونو کې د کرنې، ټېکنالوژۍ، تعلیم، معدنیاتو او پېټرولیم په ګډون په یو شمېر نورو برخو کې د همکارۍ پروژې شاملې دي.
په وروستیو میاشتو کې، پاکستان او سعودي عربستان په فعاله توګه د دوه اړخیزې سوداګرۍاو پانګونې د پراختیا لپاره همکاري کړې ده. د روان ۲۰۲۴ کال په پیل کې، ولیعهد محمد بن سلمان د پاکستان لپاره د پنځه ميليارده ډالرو د پانګونې بستې د ګړندۍ کولو لپاره د سعودي عربستان ژمنې تکرار کړې وې.
د سعودي عربستان لخوا د پانګونې زياتولو اعلان په داسې حال کې شوی چې پاکستان له ۲۰۱۹ کال راهیسې له لوی اقتصادي بحران سره مخامخ دی او د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره يې په وار وار د ميلياردونو ډالرو د پورونو تړونونه لاسليک کړي دي.
د پيسو د نړيوال صندوق (ای اېم اېف) اجراييه پلاوي د سپټمبر پر ۲۵ (تله ۴) پاکستان ته د اووه ميليارده امريکايي ډالرو د نوي پور منظوري ورکړه.