د جنوبي وزيرستان د احمدزۍ وزيرو ۴۱ زده کوونکي چې له تېرې څه مودې راهيسې د افغانستان په برمل کې بند پاتې وو، د پاکستان حکومت په ځانګړې اجازې خپلو سیمو ته ستانه شوي دي.
د کوز وزیرستان مرستیال کمیسار ناصر خان امریکا غږ ته وویل: ”...انتظامیې د یو وار لپاره زده کوونکو ته بې له پاسپورټه د راتګ اجازت ورکړې او له دې وروسته باید هر تلونکی راتلونکی د حکومت له قانون سره سم سفري اسناد ولري او په قانوني توګه تګ راتګ وکړي او دا ځکه چې دا د پاکستان مرکزي حکومت پرېکړه ده او په دې کې د دوی انتظامیه هېڅ نشي کولی. “
د جنوبي وزیرستان وګړي چې د ډيورنډ کرښې پورې غاړه د افغانستان پکتيکا کې هم مېنې او کروندې لري، د پاکستان د حکومت د هغه اعلان پس چې په ۲۰۲۳ کال کې یې د دوی پر تګ راتګ د وېزې او پاسپورټ شرط لازمي کړ، نو ګڼ شمېر یې هلته بند پاتې شول. په دغو کې ۵۱ تنه یې زده کوونکي وو.
له امریکا غږ سره په خبرو کې ځینو زده کوونکو د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل چې احمدزي وزير په افغانستان کې هم مېنې کروندې لري نو پر ډيورنډ کرښه دې دوی ته د تګ راتګ لپاره ځانګړي کارتونه ورکړل شي.
د ډېره اسماعیل خان د پوهنتون یوه زده کونکي حکمت الله وزیر امریکا غږ وویل، ”هغه وخت د پاسپورټ او ویزې شرط نه و او د دوی یو کور اخوا دی او بل کور دې اړخ ته دی او داسې په سلګونو کورنۍ د وزیرو اخوا پرتې دي نو هغه وخت په پاکستاني شناختي کارډ ( پېژند پاڼه ) تللی وو او بیا د پاکستان د دولت تګلاره بدله شوه نو یو شمېر زده کونکي او نور عام ولس هم هلته ایسار دي او زموږ د زده کونکو سره زیاتی وشو چې زموږ امتحانونه خراب شول، زده کړې مو اغېزمنې شوې نو موږ له حکومته غوښتنه کوو چې موږ ته لکه د تېر په څېر په قامي شناختی کارت اجازت راکړي او یا راته ځانګړي کارتونه جوړ کړي چې موږ په ازاده توګه برمل ته ځو راځو. زموږ ورځني کارونه وي، غم ښادۍ له ځو راځو...باید حکومت پر کرښه د پرتو خلکو غم وخوري او دا د دوی اساسي حق دی. دوی پر کرښه پراته دي نو تګ راتګ به هم ارومرو کوي. “
د انګور اډې یو بل زده کونکي زاهد وزیر هم امریکا غږ ته ورته خبره وکړه، «زه په دې وروستیو کې برمل ته د خپلوانو کره تللی وم، هغه وخت د پاکستان حکومت خپله تګلاره بدله کړه او زما غوندې یوشمېر زده کونکي او نور خلک د افغانستان په برمل سیمه کې بند پاتې شو خو له دې وجه زموږ د زده کونکیو سبق ته زښت زیان ورسېدو نو باید چې د ځايي خلکو لپاره حکومت یوه روښانه تګلاره وټاکي.»
د پاکستان دولت له لوري د باسپورټ او ویزې د شرط لازمي کولو پرضد د جنوبي وزیرستان په انګور اډه کې د ځايي خلکو او د وړو سوداګرو یا ګنډه مارو احتجاجي پرلت روان دی.
د دغه احتجاجي پرلت مشرانو په پېښور کې د مۍ په ۱۵مه نېټه یوه خبري غونډه هم کړې وه، چې پکې یوه قامي مشر مولانا تسبیح الله په خپلو څرګندو کې وویل، چې ځایي خلک نشي کولی چې هروخت پاسپورټونه جوړ کړي او ویزې پرې ولګوي او باید چې سوداګرو او ځایي خلکو ته بې له پاسپورټ او ویزې د تګ راتګ اجازت ورکړل شي.
هغه ویل چې دوی د پاسپورټ او ویزې لازمي کول نه مني، ځکه چې د پکتیکا برمل خلکو دې خوا او د انګور اډې وزیرو اخوا خپلوۍ کړي دي نو دوی خو ځي راځي او دا يې حق دی نو باید چې حکومت د عام ولس لپاره دا شرطونه ختم کړي.
د پاکستان حکومت پر تورخم، انګوراډه، خرلڅۍ او د چمن - بولدک ترمینځ پر یادو ټولو لارو د مال وړونکو ګاډو ډریورانو ته د مۍ میاشتې له ۲۵مې نېټې بې له پاسپورټ او ویزې د تګ راتګ اجازت ورکړې او د تورخم دروازې یوه انتظامي چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، امریکا غږ ته وویل، د افغانستان او پاکستان ترمینځ د مال وړونکو ټرکونو لپاره یوه ځانګړی دولتي ډله جوړه شوې چې د ډرایورانو اسناد ګوري او د تلو اجازه ورکوي.
دا پړاسې حال کې دي چې د پاکستان د وفاقي حکومت د هغه پرېکړې پرضد چې د چمن او سپین بولدک ترمینځ یې د پاسپورټ او ویزې شرط لازمي کړی، په چمن ښار کې له تېرو نږدې اتو میاشتو راهیسې د ځايي وړو سوداګرو (پنډیانو) چې دوی یې لغړیان بولي پر احتجاجي پرلت ناست دي.
له امریکا غږ سره په خبرو کې د احتجاجي پرلت یو مشر غوث الله خپله هغه غوښتنه بیا تکرار کړه چې دوی غواړي، د چمن او سپین بولدک ترمینځ په سل کلومیټرۍ سیمه کې د تګ راتګ لپاره دې د پاکستان له لوري د ویزې او پاسپورټ شرط ختم کړل شي. هغه وویل، ” که حکومت اجازت ورنکړي نو دوی به دا خپل احتجاجي پرلت ټول پاکستان ته وغځوي. “
په کوټه کې خبریال سید علي شاه امریکا غږ ته وویل، په چمن کې له روان پرلت څخه هلته د ځايي خلکو اقتصادي ژوند ډېر زښت متاثره شوی دی، بیا بیا هلته کاربندیز وي: «پکار ده چې د سیمې د ځايي خلکو دا غوښتنه ومنل شي، ځکه چې هغوی له تېرو ۷۶ کالونو راهیسې بې له پاسپورټ او ویزې د افغانستان او پاکستان ترمینځ تګ راتګ کاوه، او پخوا غوندې دې اوس هم اجازه ورکړل شي. له دې سره به د ولسونو ترڅنګ ریاست ته هم ګټه ورسي او کله چې تګ راتګ پیل شي نو د دواړو هېوادونو ترمینځ به اړیکې هم ښې شي او په یو بل به باور هم پیدا شي.»
په چمن کې د ځای سوداګرو او د لغړیانو د اتحادیې دغه احتجاجي پرلت د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له میاشتې پیل شوی چې لاهم دوام او د دې پرلت والو په وینا ده چې ترڅو يې حکومت غوښتنې و نه مني نو تر هغو به يې پرلت دوام لري.