د نتنیاهو د کور په لور یو ډرون توغول شوی؛ اسرائیلي ځواکونو غزه کې ۲۱ کسان وژلي

د اسرائيل حکومت وايي د شنبې په ورځ اکتوبر ۱۹ (تلې ۲۸) د دغه هېواد د صدراعظم د کور په لور د ډرون برید شوی دی چې چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د اسرائيل حکومت وايي چې دا برید له لبنان څخه شوی دی او هدف یې په قیصاریه کې د اسرائيل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو کور و.

د اسرائيل د صدراعظم ویاند په یو بیان کې ویلي چې بنیامین نتنیاهو او میرمن یې په کور کې نه و او په برید کې چا ته مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې.

د اسرائيل د چارواکو په وینا د شنبې ورځې په سهار له دغه برید سره هم‌مهاله د اسرائيل د هوايي بریدونو د دفاع زنګونه ولګېدل.

د نتانیاهو د کور په لور د ډرون برید سربېره شاوخوا ۵۵ نور توغندي هم له لبنان څخه د اسرائیل په لور ویشتل شوي دي.

د اسرائيل پوځ وايي چې یو شمېر توغندي شنډ شوي دي او تر اوسه د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.

د روان عیسوي کال په سپتمبر میاشت کې هم د یمن حوثیانو د اسرائيل پر بین ګوریون هوايي ډګر باندې هغه مهال د بالستیک توغندیو برید وکړ چې د نتنیاهو د سپرلۍ الوتکې په دغه هوايي ډګر کې ناسته کوله. د اسرائيل د چارواکو په وینا دا توغندي هدف ته له رسېدو وړاندې په هوا کې شنډ شول.

په ورته وخت کې د شنبې په ورځ د غزې په زاویده او دیرالبلا سیمو کې د اسرائيل په بریدونو کې ۲۱ کسان وژل شوي دي چې یو شمېر یې ماشومان دي.

په زاویده ښارګوټي کې پر یو کور د توغندی د لګېدلو له امله د دوو ماشومانو په ګډون لس کسان وژل شوي او همداشان بل توغندی په دیرالبلا کې د کډوالو پر یو کمپ لګېدلی چې پکې د یوې کورنۍ ۱۱ غړي وژل شوي دي.