د جنوبي کوریا د پوځ د ستر درستیزانو کمیټې دوشنبې دسمبر ۲۳ (مرغومي درېمه) وویل چې شمالي کوریا په اوکراین کې د روسیې د جګړې د ملاتړ د پاره د نورو سرتیرو او وسلو لیږلو ته تیاری نیسي.
د پوځ په بیان کې ویل شوي چې په دغو وسلو کې برید کوونکي ډرونونه هم شامل دي او زیاته کړې یې ده چې شمالي کوریا له وړاندې روسیې ته ۲۴۰ ملي متره راکټ لانچرونه او ۱۷۰ ملي متره خودکاره توپونه لیږلي دي.
د جنوبي کوریا، متحده ایالاتو او اوکراین د معلوماتو له مخې، شمالي کوریا له وړاندې روسیې ته شاوخوا ۱۲ زره سرتیري لیږلي دي.
د جنوبي کوریا د ستر درستیزانو کمیټې ویلي چې شاوخوا ۱۱ زره د شمالي کوریا پوځیان وژل شوي او یا ژوبل شوي دي.
د اوکراین هوايي ځواکونو دوشنبې وویل چې ددغه هېواد په مختلفو برخو باندې د برید د پاره لیږل شوي ۴۷ روسي ډرونونه یې ویشتلي دي. هوايي ځواک ویي چې په ۲۴ ساعتونو کې ۷۲ روسي ډرونونو برید کړی دی.
د اوکراین د هوايي دفاع ځواکونو په پلازمینه کیف، چرکاسي، چرنیف، خارکیف، اودیسا، پولتاوا، سومي، زیتومیر او خمیلنیتسکي سیمو کې دغه بې پیلوټه الوتکې ویشتلې دي.
د خمیلنیتسکي والي سرهي تیورین په ټلیګرام کې وویل چې د بې پیلوټه الوتکو برید یوه مغازه او ځینې کورونه زیانمن کړي او یو کس یې ټپي کړی دی.
د روسیې د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې د اوکراین یوه بې پیلوټه الوتکه یې په براینسک سیمه کې چې د روسیې او اوکراین په پوله پرته ده، نسکوره کړې ده.
د براینسک والي الکساندر بوګوماز په ټلیګرام کې وویل چې د اوکراین په برید کې د کوم زیان یا مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
ددې مطلب د چمتو کولو لپاره د فرانس پرس او رویټرز اژانسونو معلومات کارول شوي دي.