د جنوبي کوریا د پارلمان غړو د شنبې په ورځ ډسمبر ۱۴ (لیندۍ ۲۴) د دې هېواد ولسمشر یون سوک یول د نظامي حکومت د اعلانولو له امله استیضاح کړی دی.
یون سوک یول چې د ولسمشرۍ د پنځه کلنې دورۍ نیمايي موده یې پاتې ده د پارلمان له استیضاح وروسته یې واکونه تر هغې ځنډول شوي چې د اساسي قانون محکمه د هغه په اړه وروستۍ پریکړه وکړي.
تاکل شوې ده چې په دې موده کې د جنوبي کوریا صدراعظم هان ډک سو د سرپرست ولسمشر په توګه دنده ترسره کړي.
د جنوبي کوریا د پارلمان غړو د ولسمشر د استیضاح لپاره ۲۰۴ موافقې او ۸۵ مخالفې رایې ورکړې او د پارلمان له ودانۍ څخه بهر سلګونه زره راټولو شویو کسانو له دې اقدام څخه هرکلی وکړ.
ولسمشر یون د ډسمبر په درېیمه په جنوبي کوریا کې د نظامي حکومت اعلان وکړ خو د پارلمان غړو څو ساعته وروسته د هغه حکم بېرته رد کړ.
یون تر اوسه د خپلې استیضاح په اړه غبرګون نه دی ښودلی خو له هغې وړاندې یې د نظامي حکومت د اعلان له امله بخښنه غوښتې وه.
د جنوبي کوریا د اساسي قانون محکمه ۱۸۰ ورځې وخت لري ترڅو د یون د استیضاح په اړه وروستۍ پریکړه وکړي.
دا محکمه نهه غړي لري او که شپږ غړي یې د یون په خلاف رایه ورکړي نوموړی له واک څخه ګوښه کېږي.
د دې محکمې درې څوکۍ له اکتوبر میاشتې راهیسې خالي دي او یون به هغه وخت د ولسمشر په توګه خپل صلاحیتونه له لاسه ورکړي چې ټول شپږ قاضیان د هغه د لیرې کولو پر سر توافق وکړي.
په پایتخت سیول کې د ټروی پوهنتون د نړیوالو اړیکو استاد ډینیل پینکسټون وویل د دې احتمال شته چې محکمه د یون د استیضاح ملاتړ وکړي.
هغه وویل: "دا ماته په څرګنده توګه ښکاري چې هغه (ولسمشر یون) د اساسي قانون له ۷۷ مادې څخه سرغړونه کړې، کوم چې ولسمشر مکلف کوي چې پارلمان ته له ځنډ پرته د نظامي حکومت د اعلان په اړه خبر ورکړي."
پینکسټون زیاته کړه چې ولسمشر یون نه یوازې دا چې د نظامي حکومت د اعلان په اړه پارلمان ته خبر ورنکړ بلکې پولیس او پوځ ته یې امر وکړ چې د ملي شورا ودانۍ ته د وکیلانو د راتلو مخه ونیسي.
د جنوبي کوریا ولسمشر دا مهال د "خیانت په تور" تر تحقیقاتو لاندې دی او هغه له هېواد څخه بهر ته له وتلو څخه منع شوی دی.
که محکمه د یون د استیضاح پریکړه تایید کړي جنوبي کوریا باید په ۶۰ ورځو کې دننه د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره انتخابات ترسره کړي او که وبخښل شي نوموړی به به بیرته خپل دفتر ته ستون شي.