د جنوبي کوریا تحقیق کونکو نن جمعه جنوري درېیمه (مرغومې۱۴) د ولسمشر یون سوک یول د نیولو هڅه وکړه، خو سیمه ایزې رسنۍ وایي چې امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله.
ولسمشر یون پوځي حکومت اعلان کړی و، خو بریالی نه شو. د جنوبي کوریا پارلمان هغه استیضاح کړ او د هغه صلاحیتونه یې وځنډول او بیا یې پلټونکو د نیولو حکم وکړ. دی د جنوبي کوریا په تاریخ کې لومړی برحاله ولسمشر دی، چې د نیولو حکم یې صادر شوی دی.
د دغه هېواد د فساد د تحقیق ادارې ویلي دي: «د ولسمشر یون سوک یول د نیولو د حکم تطبیق پیل شوی.» همدغه اداره د ولسمشر له لوري د ډسمبر په درېیمه نېټه د پوځي حکومت د اعلان په اړه پلټنه کوي.
راپورونه وایي چې مقامات او پولیس د ولسمشر د اوسېدو ځای ته داخل شوي. د فرانس پرس خبري اژانس وایي چې د پلټونکې ډلې ته اجازه ورکړل شوې چې د ولسمشر د کور له امنیتي خنډونو څخه تېر شي او د هغه د نیولو حکم عملي کړي.
خو یونهاپ خبري اژانس وایي چې «په کور کې دننه یوې پوځې قطعې» د پلټونکو مخه ونیوله چې وروسته بیا له دغې برخې هم تېر شول او د ودانۍ په منځ کې د «امنیتي څانګې» له غړو سره «مخامخ» شول.
لا معلومه نه ده چې د ولسمشر د محافظت امنیتي څانګه، چې لا هم د هېواد د مشر په توګه د هغه ساتنه کوي، د پلټونکو لارښوونې به ومني که نه.
د ولسمشر د امنیتي ټیم غړو تر دې مخکې د هغه د اوسېدو په ځای باندې د پولیسو د عملیاتو مخه نیولې وه، خو لا معلومه نه ده چې کومې څانګې د پلټونکو مخه نیولې ده.
د یون حقوقي ډلې د هغه د نیولو د حکم د تطبیق هڅه غندلې او وايي چې د دغه اقدام په ضد به نور حقوقي ګامونه واخلي. د هغه مدافع وکیل یون کپ-کیون وویل: «د نیولو د ناقانونه او بې اعتباره حکم تطبیق له شک پرته چې ناقانونه دی.»
د فرانس پرس خبرياژانس خبریالانو ویلي چې د پولیسو لسګونه بسونه او سلګونه پولیس د ولسمشر د ودانۍ د باندې په سړکونو کې کتار ولاړ دي. د یونهاپ د راپور په اساس، تېره ورځ د ولسمشر د مخالفو مظاهره کوونکو او د هغه د پلویانو له مخامخ کېدو وروسته، شاوخوا ۲۷۰۰ پولیس او د پولیسو ۱۳۵ بسونه سیمې ته استولي شوي چې د شخړو مخه ونیسي.
له هغه وروسته چې محکمې د هغه د نیولو حکم تائید کړ، یون سوک یول په خپل کور کې دی او ویلي چې د هغوی مقاماتو سره چې د پوځي حکومت د اعلان له کبله له هغه څخه د پوښتنو هڅه کوي، «مبارزه» کوي.
د جنوبي کوریا ولسمشر څه موده مخکې پوځي حکومت اعلان کړ او ځانګړي ځواکونه یې د پارلمان ودانۍ ته واستول. هغه د پوځي حکومت د اعلان له کبله بخښنه غوښتي خو دا مهال د «خیانت په تور» تر تحقیقاتو لاندې دی او ممنوع الخروج هم اعلان شوی دی.
د جنوبي کوریا د اساسي قانون محکمه ۱۸۰ ورځې وخت لري چې د یون د استیضاح په اړه وروستۍ پریکړه وکړي. که محکمه د یون د استیضاح پریکړه تایید کړي، جنوبي کوریا باید په ۶۰ ورځو کې دننه د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره انتخابات وکړي او که وبخښل شي نوموړی به به بیرته خپل دفتر ته ستون شي.