د لاس رسي وړ اتصالات

جنوبي کوریا کې د الوتکې لویدو په پېښه کې ۱۷۹ تنه مړه شول


په جنوبي کوریا کې چارواکي وایي په سیمه ایز وخت یکشنبه ډسمبر ۲۹ ( مرغومي نهمه) یوه مساپر وړونکې الوتکه، چې ۱۸۱ تنه په کې سپاره وو، غورځېدلې او ۱۷۹ تنه په کې مړه شوي دي.

الوتکه له غورځېدو وروسته اور اخیستی. ویل کېږې چې الوتکه له یوې مرغې سره جنګېدلې. دا د جنوبي کوریا په خاورې کې تر ټولو بده هوايي پېښه بلل کېږي.

د اور وژنې د برخې یو مسئول ویلي دي: «له دیوال سره د الوتکې له جنګېدو وروسته ټول مسافر له الوتکې څخه د باندې ګوزار شوي او په دې سره یې د ژوندي پاتې کېدو امکان ډېر کم لیدل کېږي. الوتکه تقریبآ په بشپړ ډول له منځه تللې ده.»

یوازې دوه تنه ژغورل شوي، هغه هم د الوتکې خدمتګاران دي.

چارواکو د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې دا الوتکه د تایلند پایتخت بنګکاک څخه د جنوبي کوریا موان هوایي ډګر ته روانه وه.

یو شمیر ویډیوګانې چې په جنوبي کوریا کې په مطبوعاتو کې خپرې شوې په کې ښودل کیږي چې تر کښیناستو وړاندې د الوتکي له ماشینونو لوګي پورته کیږي خو د کښیناستو سره سم له ټولې الوتکې لمبې پورته شي.

د اور وژنې سیمه ایزې ادارې ویلي چې هوایي ډګر ته یې ۳۲ اطفایې استولي چې د اور په وژلو او د مسافرو په ژغورلو کې مرسته وکړي. چارواکو ویلي چې په الوتکې کې ۱۷۵ مساپر او شپږ عمله ناسته وه چې دوه تنه یې د تایلند اتباع دي.

هوایي ډګر ته د اور وژنې ګڼ شمیر اطفایې رسیدلي دي.
هوایي ډګر ته د اور وژنې ګڼ شمیر اطفایې رسیدلي دي.

سره له دې چې د الوتکې لویدو اصلي علت لا نه دی په ډاګه شوی خو مسؤلین شک لري چې ښایي د الوتکې ګېر په دې خاطر کار پریښی و چې په هوا کې د یوې مرغۍ سره جنګیدلې ده. د یونهاپ خبري اژانس ویلي چې چارواکو د الوتکې لویدو علت معلومولو لپاره پلټنې پیل کړي.

د جنوبي کوریا سرپرست جمهور رئیس چوی سانګ -موک د مساپرو د ژغورولو لپاره د ټولو امکاناتو څخه د کار اخیستو امر کړی.

د جمهور رئیس دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي چې د ژغورنې عملیاتو په هکله د بحث لپاره د کابینې عاجله غونډه رابلل شوې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG