غزې کې په یو ښوونځي د اسرائیل په برید کې ۱۶ تنه وژل شوي

د فلسطین د عامې روغتیا وزارت وایي د اسرائیل په یو هوایي برید کې چې شنبه جولاۍ شپږ (چنګاښ ۱۶) په یو ښوونځي وشو لږ تر لږه ۱۶ تنه په کې وژل شوي خو د اسرائیل پوځ بیا ویلي چې په دې برید کې یې وسله وال په نښه کړي وو.

د فلسطین د عامې روغتیا وزارت چاوراکو ویلي چې په برید کې د النصیرات ښوونځی په نښه شوی چې تر ۵۰ ډیر کسان په کې ټپي شوي هم دي.

وزارت دا نه دي ویلي چې وژل شوي کسان څوک او په دې هکله یې معلومات نه دي ورکړي چې په وژل شویو کې میرمنې او ماشومان هم شامل دي که نه.

د غزې د ملکي اضطراري خدماتو ویاند محمود بصال ویلي چې د وژل شویو کسانو شمیر ښایي لوړ شي ځکه د هغه په وینا ډیری په کې زیات ټپي شوي چې د مړه کېدو امکانات یې ډیر دي.

هغه ویلی له دې برید بریښي چې په غزې کې د ملکیانو لپاره د خوندیتوب هیڅ ځای نشته.

خو د اسرائیل پوځ بیا ویلي برید یې په وسله والو کړی چې همدې سیمې کې یې فعالیت درلود. پوځ ویلي برید یې وروسته تر هغه وکړ چې ملکیانو ته د خطر کمولو لپاره یې احتیاطي اقدامات وکړل.

د غزې عامې روغتیا وزارت ویلي چې په ټولې تړانګې کې د اسرائیل په هوایي او نورو بریدونو کې چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې یې کړي دي، لږ تر لږه ۲۹ تنه وژل شوي او ۱۰۰ نور ټپي شوي دي.

د حماس تر مشرۍ لاندې حکومت همدارنګه ویلي چې د شنبې په ورځ د اسرائیل په هوایي بریدونو کې پنځه سیمه ایز خبریالان هم وژل شوي چې د دوي په وژل کیدو سره د تیر کال اکټوبر میاشتې راهیسې چې په د اسرائیل – حماس تر منځ جګړه پیل شوې، ۱۵۸ خبریالان په کې وژل شویدي.

د غزې عامې روغتیا وزارت معلوماتو له مخې د اسرائیل په تعرضي عملیاتو کې تر دې دمه ۳۸۰۰۰ فلسطینیان وژل شوي. سره له دې وزارت نه دي ویلي څومره وژل شوي کسان وسله وال او یا عام خلک و خو چارواکي وایي چې ډیری وژل شوي میرمنې او ماشومان دي.

په دې عملیاتو کې د اسرائیل ۳۲۳ سرتیري هم وژل شوي دي.

که له یوې خوا په غزې کې جګړه په شدت روانه ده، بل پلو په قطر کې د متحده ایالاتو، مصر او قطر منځګړو په ګډون د اسرائیل – حماس تر منځ د جګړې پای ته رسولو لپاره هلې ځلې هم روانې دي.

اسرائیل وایي په غزې کې د اوربند او پاتې برمته شویو کسانو خلاصون په هکله د حماس ډلې سره په خبرو کې لا هم "خلاوې"پاتې دې خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې بله اوونۍ مذاکراتي ټیم د قطري منځګړو سره د تازه خبرو اترو لپاره استوي.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نیتنیاهو دفتر تیره ورځ په یوې اعلامیې کې د خبرو بیا پيل کیدل تائید کړل.

په اعلامیې کې راغلي، " موافقه شوې چې اسرائیلي مرکچیان به راتلونکې اوونۍ د خبرو دوام لپاره دوحې ته سفر وکړي. د اړخونو تر منځ لا هم خلاوې پاتې دي".

د اسرائیل حکومت د دې خلاو په هکله جزیات نه دي ورکړي او د حماس ډلې هم تر اوسه د خبرو بیا پیل کیدو باندې تبصره نه ده کړې خو تر دې وړاندې یې ټینګار په غزې کې د دایمي اوربند او په بشپړه توګه د اسرائیلي ځواکونو وتل وو.