په پاکستان کې امنیتي چارواکي وايي د شنبې په ورځ، جنوري څلورم (مرغومي ۱۵) په بلوچستان ایالت کې په یوې چاودنه کې، چې بلوڅ بېلتونپالو یې مسولیت منلی، د پاکستان د نیمه پوځي ځواکونو په ګډون لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي دي.
د فرانس پرس اژانس د راپور په اساس په دې چاودنه کې د پاکستان د نیمه پوځي ځواکونو یو بس چې د کراچۍ له ښار څخه د تربت په لور روان و د دې ښار په شاوخوا اوه کیلومترۍ کې په نښه شوی دی.
په سیمه کې د پولیسو یو لوړپوړي چارواکي رشیدالرحمان فرانس پرس ته وویل: "پر بس باندې په دې بمي چاودنه کې لږ تر لږه شپږ کسان چې په کې دFC عسکر هم شامل و وژل شوي دي. "
هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې ۲۵ تنه ټپیان شوي هم دي خو په اړه یې زیات جزئيات ورنکړل. یوې بلې ځايي امنیتي سرچینې فرانس پرس ته د مرګژوبلې په تائیدولو سره وویل دا یو ښکاره ځانمرګی برید و چې پکې د پاکستان نیمه پوځي ځواکونه په نښه شول.
د بلوچستان لیبریشن ارمي (BLA) د بېلتونپالې ډلې ویاند جیوند بلوچ د برید مسولیت منلی او ویلي یې دي چې په دې ځانمرګي برید کې یې د پاکستان پوځ د موټرو کاروان په نښه کړی دی.
د بلوڅ بېلتونپالو ډلې په پرله پسې توګه د هغو بریدونو مسولیت په غاړه اخیستی چې پکې پاکستاني عسکر او د نورو ایالتونو وګړي په ځانګړې توګه پنجابیان په نښه شوي دي.
په وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې په ځانګړې توګه په بلوچستان او خیبر پښتونخواه ایالتونو کې د بریدونو او ناامنیو پېښې زیاتې شوې دي.
د پاکستان د پوځ د راپور په اساس یوازې په ۲۰۲۴ کال کې ۳۸۳ سرتیري او ۹۲۵ وسلهوال په مختلفو بریدونو او نښتو کې وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ له څو لسیزو راهیسې په وروسته پاتې ایالت بلوچستان کې چې له افغانستان او ایران سره ګډه پوله لري د فرقهيي، قومي او بېلتونپالو د تاوتریخوالي په وړاندې جنګ کې ښکېل دی.
د بلوڅو وسلهوال غورځنګ تر ډېره په دې ایالت کې د برېښنا هغه پروژې چې د بهرنیانو په ځانګړې توګه د چین لخوا تمویلېږي په نښه کړي او بهرنیان یې د دې سیمې د بډایه زیرمو په لوټلو تورن کړي دي.
دغه غورځنګ د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې د کویټې د ریل ګاډي پر یو تمځای هم برید وکړ چې پکې د ۱۶ پاکستاني عسکرو په ګډون لږ تر لږه ۲۶ کسان ووژل شول.
د تېر کال په اګست میاشت کې هم د بلوڅ بېلتونپالو غورځنګ لسګونو بریدګرو په بلوچستان ایالت کې څو بریدونه وکړل چې له امله یې لږ تر لږه ۳۹ کسان ووژل شول.