طالبانو له اوزبیکستان سره د سوداګرۍ پنځه توافق‌لیکونه لاسلیک کړل

د اوزبیکستان صدراعظم د طالبانو له چارواکو سره په کابل کې ددې هیواد د یو نندارتون د پرانستلو په مراسمو کې

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې له اوزبیکستان سره یې د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې پنځه توافق‌لیکونه لاسلیک کړي دي.

دغه وزارت د شنبې په ورځ اګست ۱۷ (زمري ۲۸) په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا توافق‌لیکونه په ارګ کې د طالبانو د حکومت د رئیس‌الوزرا د اقتصادي‌ مرستیال ملا عبدالغني برادر او د اوزبیکستان د صدراعظم عبدالله عارف‌اف په حضور کې د دواړو خواو ترمنځ لاسلیک شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د کابل او تاشکند ترمنځ د دغو توافق‌لیکونو په اړه زیات معلومات نه دي ورکړي خو ویلي یې دي: "د اسلامي امارت [طالبانو حکومت] د کانونو او پطرولیم،‌ کرنې،‌ اوبو لګولو او مالدارۍ او مالیې وزارتونو او د اوزبیکستان جمهوري اړوندو وزارتونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره توافق‌لیکونه لاسلیک شول."

په اعلامیه کې د اوزبیکستان د صدراعظم عبدالله عارف‌اف له قوله راغلي چې نوموړي په نړیواله کچه له افغانستان څخه پر ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دي: "موږ له افغانستان سره همکاریو ته اماده یو او زموږ د ولسمشر نظر دا دی چې له اوسني حکومت سره له تعامل پرته پرمختګ امکان نلري."


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي‌ چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د اوزبیکستان له صدراعظم عبدالله عارف‌اف سره په لیدنه کې د کابل او تاشکند ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

امیرخان متقي ویلي: "د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، انرژي او ټرانسپورټ په برخو کې ډېر فرصتونه موجود دي چې بايد ترې استفاده وشي. د‌ دواړو هېوادونو ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو د کچې له لوړولو سره به د دوه اړخيزو اړيکو د لا پراختیا نوی پړاو پرانیستل شي."

ښاغلي عارف‌اف په دې کتنه کې ویلي دي چې د اوزبیکستان ولسمشر له افغانستان سره د اړيکو پر پراختيا ټینګار کوي او غواړي چې د کابل او تاشکند ترمنځ ډیپلوماتیکي اړیکې لا پراخې شي.

د اوزبیکستان صدراعظم د شنبې په ورځ د یو لوړپوړې پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړ. طالبانو ویلي دي چې اوزبیکستاني پلاوی به د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګرۍ او اتصال په دوه اړخیزو خبرو کې د ګډون سربیره په کابل کې د اوزبیکستان د تولیداتو یو نندارنون هم پرانیځي.

اوزبیکستان د منځنۍ اسیا یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ وروسته یې له طالبانو سره ینږدې اړیکې ساتلي، په کابل کې یې خپل سفارت پرانیستی پریښې او په تاشکند کې د افغانستان په سفارت کې یې د طالبانو دیپلوماتانو ته هم د فعالیت اجازه ورکړې ده.