سعودي‌عربستان او ایران د عمان سمندر کې ګډ پوځي تمرین کړی- د پوځ ویاند

د سعودي عربستان سمندري ځواکونه

د سعودي‌عربستان د دفاع وزارت ویاند وایي‌ سمندري ځواکونو یې د عمان په سمندر کې له ایران او ځینو نورو هېوادونو سره ګډ پوځي تمرینونه کړي‌ دي.

تهران او ریاض په منځني ختیځ کې په جګړو کې د ښکېلتیا له کبله له یو بل سره وران او روابط‌ یې بند وو، خو تېرکال یې د چین په منځګړتوب یو تړون په ساسا یې روابط بېرته ښه شول.

سعودي‌ عربستان کې سنيان او ایران کې شیعه ګان اکثریت دي.

د سعودي عربستان د دفاع وزارت ویاند برید جنرال ترکي‌ المالکي فرانس پرس اژانس ته د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۲۳ (لړم دویمه) وویل: «د سعودي شاهي سمندري ځواکونو د عمان په سمندر کې د ایران او نورو هېوادونو له سمندري ځواکونو سره ګډ پوځي تمرینات بشپړ کړل.»

د دوشنبې په ورځ د ایران رسمي اژانس اسنا وویل چې دوه پخواني غلیمان ریاض او تهران په سري بحیرې کې د ګډ پوځي تمرین پلان لري.

دغه اژانس د ایران د سمندري ځواکونو د جنرال شهرام ایراني له قوله لیکلي وو: « سعودي عربستان له موږ غوښتي دي چې په سرې بحیرې کې یو ګډ پوځي تمرین تنظیم کړو.»

خو مالکي وویل: «په دغې مودې کې کوم بل پوځي تمرین په پام کې نه دی نیول کېږي.»

د ایران رسنیو د یکشنبې په ورځ راپورونه خپاره کړل چې تهران د هند سمندر په شمال کې له روسیې او عمان سره په ګډ پوځي‌ تمرین کې برخه واخیسته او دغه تمرین کې د سعودي ‌عربستان په کډون ځینې نور څارونکي هېوادونه هم وو.

د نومبر له میاشتې راهېسې حوثي‌ شیعه یاغیان، چې ایران یې ملاتړی دی، په سرې بحیر او د عدن په خلیج کې په بېړیو باندې بریدونه کوي‌ او وايي دا کار یې د غزې په جګړې کې د اسرائيل په ضد له حماس سره د پیوستون ښودلو لپاره دی.

حوثي یاغیان له ۲۰۱۵ کال راهېسې په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف سره جنګېږي، مرکز صنعا یې نیولی او د دغه هېواد نړیوال پېژندل شوی حکومت یې مجبور کړی دی چې عدن ته ولاړ شي.