طالبانو د یو اوږد ځنډ وروسته د سالنګ په لویه لار د هرډول موټرو تګ راتګ ته اجازه ورکړې

د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت د سالنګ تونل د بیا رغونې د چارو د بشپړیدو یوه اونۍ وروسته ویلي چې د سالنګ لویه لار د هرډول موټړو پرمخ پرانیستل شوې، خو لا هم په دغه لار بابروړونکي موټرې به د یو مهال ویش پر اساس په نوبت سره تګ راتګ وکړي.

د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس رسنیو ته په یوه استولي ویډیويي پیغام کې ویلي چې دا لار د پنجشنبې په ورځ ډسمبر۲۸(مرغومې اووم) د هرډول موټرو پرمخ پرانیستل شوې ده.

ښاغلي حق شناس ویلي:" د سالنګ لویه لار د ۳۰۳، ۳۰۵ او ۵۸۰ د مسافر وړونکو موټرو پرمخ د دواړو خواو څخه په نورمال ډول پرانیستل شوې ده. د زیات وزن باروړونکي وسایط د مهال ویش پر اساس په نوبتي ډول پر دغې لارې تګ راتګ کولی شي".

محمد اشرف حق شناس ویلي چې پردغه لار د ترافیکو د ګڼې ګوڼې د پای ته رسیدلو وروسته به باروړونکو وسایطو ته هم د لارې دواړو خواو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.

د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت د سالنګ لویې لارې د ۸۰ کیلومټرو سړک د بیا رغونې او ترمیم په موخه دا لار سر د اګسټ پنځم ( زمري ۱۴) د ورځې له خوا د هر ډول ترافیکو پرمخ تړلې و او بیا یې څه باندې درې میاشتو لپاره د ورځې او شپې د تګ راتګ پرمخ هم تړلې وه.

دا لویه لار چې د افغانستان مرکز کابل د شمالي ولایتونو سره نئښلوي د چهارشنبې په ورځ ډسمبر ۲۳( مرغومې دوییم) بیرته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه.

سالنګ د لویې لارې ۲.۶۷ کیلو متره اوږد یو تونل ته د تیر ۲۰۲۲ کال د ډسمبرپه ۱۸( لیندۍ۲۷) د تېلو یو ټانکر د چپه کېدو او اورلګېدنې له امله سخت زیان رسیدلی و.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویلي و چې په دې پیښه کې ۳۱ مسافر وژل شوي دي، خو د پیښې عیني شاهدانو په دې پیښه کې د تلفاتو شمیر زیات ښودلی و.

ملا عبدالغني برادر د سالنګ لویې لارې د بیرته پرانیستلو غونډې ته ویلي و چې، د دې لارې اهمیت په دې کې دی چې د افغانستان د شمال او جنوب د نښلولو ترڅنګ د جنوبي او منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره هم د ترانزیټ په برخه کې رول لوبوي.

هغه وویل چې ددې لارې بیارغونه به د ګاونډيو هېوادونو د سوداګریزو توکو په لېږد رالېږد کې ډېرې اسانتیاوې رامنځته او له دې لارې به د سوداګریزې راکړې ورکړې حجم زیات شي.

هغه وویل چې د سالنګ د تونل بیا رغونې مصارف د طالبانو د حکومت د بودیجې څخه تمویل شوي.

ملابرادر وویل چې د طالبانو حکومت په پام کې لري چې د امکاناتو په برابرېدو سره د سالنګ دوهم تونل هم وباسي او له حیرتان څخه تورخم ته د اوسپنې پټلۍ وغځوي، چې په دې سره به په ترانزیټ کې زیاتوالی او هېوادوالو ته به بې شمېره اسانتیاوې رامنځته شي.

په تیرو څه باندې دریو میاشتو کې ددې لارې د بندیدو وروسته اکثرو مسافرود کابل او شمالي ولایتونو ترمنځ د تګ راتګ او د مالونو د انتقال لپاره د شیبر د زړې لارې څخه کار اخیسته چې له امله یې نه یوازې پر دغې زړې لار سفر ډیر اوږد شوی و بلکې د لارې د خرابوالي له امله د سوداګریزو توکو انتقال هم ورسره ډیر کم شوی و.

د افغان سوداګرو له خوا د افغانستان او منځنۍ اسیا د څو هیوادونو سره د سوداګرۍ او ترانزیټي مالونو د انتقال لپاره ددغې لارې څخه د کار اخیستلو سربیره اوزبیکستان، تاجیکستان او روسیه هم دغې لارې څخه جنوبي اسیا سره د سوداګرۍ لپاره کار اخلي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي تیره اونۍ کابل کې د افغانستان لپاره د روسیې د جمهور رئیس ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره د کتنې پر مهال ښاغلي کابلوف ته ډاډ ورکړی و، چې د سالنګ د لارې د پرانیستلو وروسته به پردغه لار جنوبي اسیا او د روسیې ترمنځ سوداګري نوره هم پراخه شي.