د لاس رسي وړ اتصالات

روان لمریز کال لومړۍ ربع کې افغانستان له لارې نږدې ۳۱۰ زره تنه توکي ترانزیټ شوي


د احصایې او معلوماتوملي اداره، چې د طالبانو له خوا اداره کیږي د افغانستان له لارې په سیمه کې پرتو ۲۵ هیوادونو له خوا اتو نورو هیوادونو ته د ترانزیټي مالونو د انتقال په اړه ویلي، چې د ۱۴۰۲ لمریز کال په لومړیو دریو میاشتو کې په مجموعي ډول ۳۰۹ زره او ۱۷۹ تنه توکي دغو هیوادونو ته انتقال شوي.

دغې ادارې د چهار شنبې په ورځ اکتوبر ۱۸( تلې ۲۶) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو خپور شوي راپور کې ویلي، چې په دغه موده کې دغو ۲۵ هیوادونو سیمه کې پرتو اتو نورو هیوادونو ته د افغانستان په لار خپل سوداګریز توکي انتقال کړي دي

احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي:" د راټولو شویو ارقامو پر بنسټ، پاکستان ۱۱۱ زره او ۹۶۵، تاجکستان ۵۲ زره او ۵۹۲، او هند ۴۰ زره او ۹۵ ټنه تر نورو زیات د افغانستان له لارې خپل توکي نورو هېوادونو ته صادر کړي دي.همدارنګه ازبکستان، ترکمنستان او مالیزیا د جدول په ورپسې برخو کې ځای لري".

ددغې ادارې د معلوماتو له مخې پاکستان ۱۱۷ زره او ۸۶۵، ازبکستان ۱۱۲ زره او ۵۵۵، او تاجکستان د ۷۰ زرو او ۵۳۴ ټنو توکو په ترلاسه کولو هغه هېوادونه دي چې د افغانستان له لارې یې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې زیات واردات لرل.

دغې ادارې ویلي، چې دا بیاځلي صادرات د افغانستان د هوايي ډګرونو او ځمکنیو بندرونو له لارې ترسره شوي دي.

د سوداګرۍ او د پانګونې د خونې د چارواکو د معلوماتو له مخې په تیرو دوو کلنو کې د افغانستان له لارې د منځنۍ او جنوبي اسیا او د روسیې ترمنځ د ترانزیټي توکو لیږد کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

په روان ۲۰۲۳ کال په لومړیو کې د طالبانو حکومت د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا او روسیې اود جنوپي اسیا په ځانګړي ډول پاکستان ترمنځ د یوې ازمایښتي پروګرام له لارې هغو ترانزیتي توکو انتقال ته هم اجازه ورکړه، چې د طالبانو د واکمنۍ دمخه د پخواني جمهوري رژیم پر مهال د حساسو توکو په لیست راتلل او لیږد یې منع و.

د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې پخواني رژیم ددې له امله ددغو توکو د انتقال اجازه ځکه نه ورکوله، چې پاکستان حکومت هم د کراچۍ د بندر له لارې افغان سوداګرو ته افغانستان ته د ځینو مالونو د ترانزیټ اجازه نه ورکوله او په حساس لیست کې یې شامل کړي وو.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د جون ۲۵ (چنګاښ ۴) په یوه خبرپاڼه کې ویلي و، چې د طالبانو د حکومت د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت د ترانزیټ د ملي کمیټې له خوا دغه ترتیب شوې طرحه به په افغانستان کې د سوداګرۍ په پراخیدو کې مرسته وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي: "د شمال څخه جنوبي اسیا ته د ګازو او نفتي موادو ترانزیټ نه یوازې دا چې افغانستان کې سوداګري نه محدودوي بلکې د ملي عوایدو د لوړیدو ترڅنګ د ترانزیټ او بار وړلو د سکټور د فعالیدو سبب هم کیږي او هیوادوالو ته د کار فرصتونه هم برابروي".

په دغو موادو کې د منځنۍ اسیا او روسیې څخه تیل او اوبلن ګاز شامل و.

د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د معلوماتو له مخې اوس مهال د پاکستان څخه، د افغانستان له لارې، د منځنۍ اسیا څلورو هیوادونو تاجیکستان، ازبیکستان، ترکمنستان او حتی قزاقستان او روسیې ته خوراکي توکي او تازه میوه صادریږي او ددغو هیوادونو څخه مالوچ، ډبرو سکاره او نورمواد پاکستان ته ډول صادریږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG