د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: پاکستان اپټا تړون سره په ټکر کې پرځینو افغان ترانزیټي مالونو بندیز لګولی


اسلام اباد کې د افغانستان سفارت، چې د طالبانو له خوا اداره کیږي په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او په زندانونو کې د اچولو د روان بهیر د دوام ترڅنګ ددغه هیواد په ګمرکونو کې د نوې کړنلارې له مخې په ځینو افغان ترانزیټي مالونو د بندیزونو د لګولو خبر ورکړی دی.

دغه سفارت د پنجشنبې په ورځ اکتوبر پنځمه ( تلې ۱۳) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه په څو پرله پسې پیغامونو کې لیکلي، چې په ګمرکونو کې دا نوي پلي شوي اقدامات د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ د تړون "اپټا" سره په ټکر کې دي.

دغه سفارت ویلي:" پاکستاني لورې په وروستیو کې د افغانستان ترانزیټ پرمخ هم بیلابېلې ستونزې جوړې کړي چې تازه یې د تورچای، ټایر، کاسمټکس، نساجي، د کورني استعمال توکي او داسی نورو توکو پر ترانزیټ یې بې موجبه بندیز لګولی چې د اپټا له تړون سره په ټکر کې دی. همدارنګه پر یو شمېر ترانزیټي توکو د پروسس فیس په نامه د ۱۰ سلنه مالیاتو له وضع کولو ترڅنګ، د پاکستان حکومت له افغان سوداګرو پر ترانزیټي محمولو د ۱۰۰ سلنه بانکي تضمین غوښتنه کړې چې د سوداګرو له توانه وتلې خبره ده".

افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او تزانزیټ تړون په ۲۰۱۰ کال کې د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په دوره کې لاسلیک کړی و، چې د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ په میاشت کې یې اجرايي موده پاې ته رسیدلې ده.

ددغه تړون له مخې یا باید دا تړون د نورې لس کلنې مودې لپاره تمدید او لاسلیک شي او یا هم د دواړو هیوادونو په موافقه په کې تعدیالات راشي او بیا لاسلیک شي.

خو د پاکستان د حکومت په دغه قانون کې د تعدیالاتو د راوستلو پر سر د دواړو هیوادونو ترمنځ د موافقې پورې افغانستان سره د همدې پخواني تړون له لارې د سوداګرۍ او ترانزیټ د دوام پریکړه کړې وه.

د اپټا تړون وروسته له هغې د دواړو هیوادونو ترمنځ لاسلیک شو، چې پاکستان په ۱۹۹۲ کال کې د افغانستان سره د ۱۹۶۵ کال د سوداګرۍ د تړون پر خلاف په ځینو سوداګریزو توکو یو لړ بندیزونه ولګول.

د پاکستان حکومت دا ګڼي، چې ځینې سوداګریز توکي د افغانستان د نفوس د شمیر پرتله په زیاته اندازه دغه هیواد ته واردیږي، چې بیا وروسته د غیر قانوني لارو پاکستان کې پلورل کیږي او دغه هیواد ملي صنعت ته زیان رسوي.

په اسلام اباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت ویلي، چې څو ځلې یې هڅه کړې ترڅو د پاکستاني چارواکو سره د خبرو له لاري دغه ستونزې حل کړي، خو د پاکستاني لورې له ژمنو سره سره بیا هم ستونزې زیاتې شوي، چې د سفارت په وینا دا کار د هیچا په ګټه نه دی.

دغه سفارت ویلي:" په اسلام آباد کې د ا.ا.ا سفارت د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کوي ترڅو د افغان ترانزیټ په برخه کې دا خنډونه بیرته لیرې کړي، ترڅو د دواړو هېوادونو پر تجارتي او دوه اړخیزو اړیکو منفي اغیزه ونه کړي."

پاکستان حکومت تراوسه د افغانستان سره په سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې د نوو محدودیتونو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

خو په یو مکتوب کې، چې د افغانستان او پاکستان سوداګرۍ ګډې خونې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته استولی په کې پر ځینو سوداګریزو توکو د پاکستان د حکومت له خوا د بندیزونو د لګولو یادونه شوې ده.

په دې سوداګریزو مالونو کې د موټرو پرزې، تور چای، ټایرونه، ټوکر،سګریټ، چیني لوخې، سینګار سامان او ځینې نور توکي شامل دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې چارواکي وايي، چې د پاکستان د حکومت ددې نوې کړنلارې وروسته د افغان سوداګر زیات مالونه د کراچۍ په بندر کې بند پاتې دي.

که څه هم افغان سوداګر د ایران د بندر عباس او چاه بهار بندر سربیره د منځنۍ اسیا د ځینو هیوادونو له لارې هم له بهر څخه افغانستان ته مالونه واردوي، خو بحر ته د نورو لارو پرتله د کراچۍ بندر لار افغانستان ته تر ټولو نږدې لار ده، چې د افغان سوداګرو د وینا له مخې د ترانسپورټي مصرف د کمیدو لپاره دا سوداګر پر دغه لار دغه هیواد ته مالونه واردوي.

پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو دوام

د رپوټونو له مخې پاکستاني پولیسو د دغه هیواد د پایتخت اسلام اباد په ګډون په لویو ښارونو د افغانانو د نیولو په زندانونو کې د اچولو لړۍ ته دوام ورکړی دی او په تیرو دوو اونیو کې یې په سلګونو افغانان نیولي او په زندانونو کې اچولي دي.

اسلام اباد کې د افغانستان سفارت، چې د طالبانو له خوا اداره کیږي د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او په زندانونو کې د اچولو او د هغوی د ځورولو د بهیر د بندیدو لپاره ددغه سفارت د کډوالو د چارو مسوولینو د پنجشنبې په ورځ هم د اسلام اباد د پولیسو د مشر سره خبرې کړي دي.

دغه سفارت ویلي:" لیدنه کې د سفارت پلاوي جوته کړه، چې پاکستان خصوصاً اسلام اباد کې د افغان کډوالو ژوند د پولیسو له لاسه ډېر تنګ شوی. د بې اسنادو ترڅنګ اسناد لرونکي کډوال نیول کیږي، ښځي او ماشومان ځورول کیږي چې دا ډول کړنې لویي اندیښنې راپارولې دي".

دغه سفارت د معلوماتو له مخې پاکستاني لوري د طالبانو پلاوي ته ویلي،چې که څه هم حکومت یې د ناقانونه کډوالو د ایستلو په برخه کې امنیتي ادارو ته قاطع امر کړی خو کوښښ کوي، چې سند لرونکي کډوال، همداراز ښځي او ماشومان ونه نیسي.

دغه سفارت ویلی:" سفارت هڅه کوي ترڅو د افغان مهاجرینو ستونزو ته عاجله حل لاره پیدا او په دې برخه کې له پاکستاني چارواکو اود مهاجرینو په چارو کې نړیوالو ادارو سره اړیکې او لیدني ډېرې کړي ترڅو دافغان کډوالو د ځورونې دا لړۍ ودرول شي".

د پاکستان حکومت د سه شنبې په ورځ (اکتوبر درېیمه) ټولو افغانانو ته چې پدې هیواد کې په غیر قانوني توګه ژوند کوي، د روان ۲۰۲۳ میلادي کال د نومبر میاشتې تر لومړۍ نیټې مهلت ورکړی چې بیرته افغانستان ته ستانه شي. حکومت همدارنګه ویلي چې د دې نیټې پای ته رسیدو څخه وروسته به دا کسان په ډله ایزه توګه وشړل شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG