یو امریکایي سرتیری په روسیه ګې د 'مرګ د ګواښ او غلا' په تور په زندان محکوم شو

امریکایي سرتیری ګورډن بلک چې په روسیه کې د ''مرګ د ګواښ او غلا'' په تور په بند محکوم شوی

د روسیې دولتي خبري اژانسونو د چهارشنبې په ورځ جون ۱۹(غبرګولي ۳۰) راپور ورکړ چې په دغه هېواد کې یوې محکمې یو امریکايي عسکر د ''مرګ د ګواښ او غلا'' په تور په بند محکوم کړ.

د روسي د تاس او سپوتنیک خبري اژانسونو د راپور له مخې، د روسیې په سویل ختیځ ښار ولادی وستوک کې یوې محکمې ګورډن بلک په درې کاله او نهو میاشتو بند محکوم کړی دی.

ګورډن بلک تېره میاشت له یوې روسۍ ښځې سره د اړیکو پر مهال ونیول شو. دغه امریکايي سرتېری په جنوبي کوریا کې د خدمت پر مهال له دغې روسۍ ښځې سره رومانتيکي اړیکې درلودې.

۳۴ کلن بلک، وروسته له هغه ونیول شو کله چې دغې ښځې د هغه سره د شخړې وروسته پولیسو ته راپور ورکړ. روسي رسنیو دغه ښځه د الکساندر واشوک په نوم یاد کړې ده.

واشوک دغه امریکایي سرتیری د ۱۰ زره روبلو په غلا کولو چې د ۱۰۰ یورو سره معدل دي او فزیکي برید تورن کړی دی.

روسي رسنیو راپور ورکړی چې بلک د پیسو په غلا کولو کې "یو څه ګناه" منلې، خو ویلي یې دي چې واشوک ته یې د مرګ ګواښ نه دی کړی. بلک وایي چې روسی میرمن د شرابو له څښلو وروسته له هغه سره جنجال پیل کړ.

دمخه تر دې چې روسۍ میرمن واشوک، بلک ولادی وستوک ته راوبولي، دغو دواړو د ۲۰۲۲ کال په اکتوبر کې په سویلي کوریا کې د "ټینډر" په نامه د ملګرتیا د ایپ له لارې سره لیدلي وو.

تاس خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د بلک مدافع وکیل وایي پلان لري چې د محکمې د پریکړې په اړه استیناف وغواړي.

روسیې په وروستیو کلونو کې څو لویدیځوال نیولي دي. مسکو تورن دی چې غربي اتباع یې د دې لپاره نیولي چې له روسي بندیانو سره یې په بهر کې تبادله وکړي.

دوه امریکایی خبریالان – ایوان ګیرشکیویچ او السو کورماشوا – په روسیه کې د وال سټریټ ژورنال او د آزادې اروپا راډیو آزادۍ راډیو سره د کار کولو له امله زنداني شوي دي.

سربیره پردې ، پال ویلان چې یو پخوانی امریکایی سرتیری دی په ۲۰۱۸ کې په روسیه کې ونیول شو او د ۲۰۲۰ کال په جون کې د جاسوسۍ په تور په ۱۶ کاله بند محکوم شو. دغو امریکايي اتباعو تل پر خپلې بې ګناهۍ ټینګار کړی دی.

ددې رپوټ ځنې برخې د فرانس پرس له خبر څخه اخیستل شوي دي