د لاس رسي وړ اتصالات

استونیا یو مشکوک روسی اجنټ امریکا ته وسپاره


استونیا جمعه جولای ۱۴ (چنګاښ۲۳) یو روسی تبع چې ګمان کیږي د استخباراتي ادارې مامور دی متحده ایالاتو ته پداسې حال کې وسپاره چې واشنګټن د مسکو سره د یو شمیر امریکایي اتباعو په احتمالي بدلولو خبرې کوي چې هلته بندیان دي.

د وادیم کانوشچینوک په نامه دا روسی تیر کال د استونیا په پایتخت کې پداسې حال کې ونیول شو چې واړه چیپونه او نښې ویشتونکو ټوپکو لپاره په متحده ایالاتو کې جوړ شوي مهمات ورسره و او غوښتل چې روسیې ته واوړي.

په هغه د داسې قاچاقبرانو یوې شبکې د غړیتوب شک دی چې اوه غړي لري چې دوه یې امریکایان او پاتې پنځه یې روسان دي.

د محکمې په اسنادو کې ویل شوي چې دې شبکې د روسیې د استخباراتي خدماتو د ادارې په امر فعالیت کاوه چې هغه امریکایي برښنایي وسایل او نور لوازم تر لاسه کړي چې د متحده ایالاتو څخه د باندې صادرول یې منع دي.

امریکایي چارواکي وایي چې د دې مشکوک جاسوس د نیولو په عملیاتو کې څه باندې ۴۵۰ کیلو ګرامه مهمات چې په متحده ایالاتو کې جوړ شوي و، تر لاسه شول.

د روسیې پدې تبع د دسیسې، صادراتو کنټرول څخه سرغړاونې، قاچاق او پیسو مینځلو تورونه دي او که دا تورونه پرې ثابت شي او مجرم وپیژندل شي تر ۳۰ کالونو پورې بندي کیدی شي.

د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت یو چارواکي انډریو ایډمز ویلي چې دې مشکوک روسي جاسوس روسیې ته په امریکا کې تولید شوې ټکنالوژې ورکړې او روسیې ترې په اوکراین د بې موجبه او غیر قانوني یرغل کولو لپاره کار اخیستی.

د استونیا څخه وادیم کانوشچینوک داسې مهال متحده ایالاتو ته سپارل کیږي چې واشنګټن غواړي یو شمیر خپل اتباع چې په روسیه کې بندیان دي، بیرته خپل هیواد ته راولي.

پدې بندیانو کې پال ویلن او د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې خبریال ایوان ګیرش کویچ شامل دي چې په دواړو یې د جاسوسۍ تورونه دي.

متحده ایالات دا نه مني چې دې کسانو په جاسوسۍ کې لاس درلود خو د مسکو سره په خبرو اخته دی چې د روسي بندیانو خوشې کیدو په بدل کې دا کسان راخلاص کاندي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن چې تیره اوونۍ فنلنډ ته تللی و هم وویل چې د روسیې سره د بندیانو د تبادلې په موضوع کې جدي دی.

XS
SM
MD
LG