روسي رسنیو د یکشنبې په ورځ، اکتوبر شپږمه، (تلې ۱۵مه) خبر ورکړ، چې د کرملین ضد فعال او د ولسمشر ولادیمیر پوتین یو سرسخت مخالف ایلدار دادین د اوکراین په خارکیف کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې وژل شوی دی.
ایلیا پونومارف، چې د روسیې د پارلمان پخوانی غړی او د دادین نږدې ملګری دی او اوس په جلاوطني کې ژوند کوي، د هغه د وژل کېدو خبر تایید کړی.
هغه په خپل فیسبوک پاڼې کې په یوه پیغام کې لیکلي: "په ژورې خواشینۍ سره وایم چې ایلدار دادین، چې د جګړې په ډګر کې یې د 'ګاندی' په نوم شهرت درلود، پرون د خارکیف په سیمه کې په جګړه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ."
ایلیا، دادین "یو زړور او هوډمن جنګیالی" یاد کړ چې د پوتین د رژیم پر وړاندې د مبارزې لپاره اوکراین ته تللی و.
د نوموړې په وینا، ۴۲ کلن دادین په لومړي سر کې د اوکراین د وسله والو ځواکونو سره د "سایبریا په کنډک" کې او وروسته د "روسیې د آزادۍ بښونکې" ډلې سره یوځای شو؛ هغه ډله چې وايي د روسي اتباعو له لوري جوړه شوې او د روسیې په خاوره کې یې پر څو بریدونو د مسؤولیت ادعا کړې.
د دادین وژل کېدل د څو خپلواکو روسي سرچینو او خبریالانو لخوا هم د ټیلیګرام په ټولینزې شبکې کې تایید شوي دي.
دادین په ۲۰۱۵ کال کې د روسي چارواکو پر ضد د مظاهرو د ترسره کولو په تور په دوه نیم کاله بند محکوم شوی و. هغه چې د روسیې په یو کرغیړن زندان کې بندي و ، په ۲۰۱۶ کال کې یې په یوه لیک کې، چې د مدوزا په نوم خپلواکه رسنۍ خپور کړی و، د زندان د ساتونکو له لوري د شکنجې او سپکاوي په اړه څرګندونې کړې وې.
د زندان چارواکو هغه مهال د نوموړی دغه ادعا رد کړې وه او هغه یې بل زندان ته لیږلې و.
همدارنګه ایلدار دادین لومړی روسي وګړی و چې د ۲۰۱۴ کال د هغه قانون له مخې محکوم شو، چې موخه یې په روسیه کې د اعتراضونو ځپل دي.
دغه قانون، چې د کرملین پر ضد له پراخو لاریونونو وروسته د روسیې جزایي قوانینو ته ور زیات شو، هغو کسانو ته د بند سزا ټاکي چې په ۱۸۰ ورځو کې د لاریونونو د قوانینو د سرغړونې په تور دوه ځله نیول شوي وي.