د لاس رسي وړ اتصالات

روسي پلټونکی: د ناوالني د مړینې لامل لا څرګند ندی


د الکسي ناوالني مړینه
د الکسي ناوالني مړینه

د الکسي ناوالني ویاند د شنبې په ورځ فبرورۍ ۱۷ (سلواغې ۲۸) وویل چې روسي پلټونکو د کرملین د پخواني منتقد مدافع وکیلانو ته ویلي چې د ناوالني د مړینې لامل لا هم معلوم نه دی.

کیرا یارمیش د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو پیغام کې لیکلي، چې د ناوالني مدافع وکیلانو ته ویل شوي چې د کرملین د منتفد د جسد د نويو ازموینو پایلې به راتلونکې اونۍ د لاسرسي وړ وي. الکسي ناوالني د جمعې په ورځ شمالي قطب ته څیرمه د روسیې په زندان کې مړ شو.

مدافع وکیلې کیرا یارمیش روسي چارواکي په درواغو تورن کړل او ویې ویل چې دوی غواړي د ناوالني کورنۍ ته د هغه د جسد د سپارلو مخه ونیسي.

په ورته وخت کې، د ناوالني ټیم د شنبې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې اعلان وکړ چې د کرملین د سیاسي مخالف الکسي ناوالني جسد ظاهرا په هغه سړه خونه کې نه و چیرې چې د زندان چارواکو ویلي وو. د ناوالني وکیلې د ناوالني د مور لوډمیلا سره د شنبې په ورځ د سالخارد ښار ته ولاړل او ځایی سړې خونې ته ورغلل.

د ناوالني ټیم همداشان په یو ټیلیګرام کې ویلي: "که څه هم د زندان مسؤولینو ویلي وو چې دروازه یې خلاصه ده او د ناوالني جسد هلته دی، خو [د زندان دروازه] تړل شوې وه."

د فرانس پرس د خبریالانو او ازادو رسنیو د راپورونو له مخې، د روسیې پولیسو د شنبې په ورځ هغه کسان ونیول چې د پخواني شوروي اتحاد د ظلمونو د قربانیانو په یادګاري څلي کې یې د ناوالني ته د درناوي لپاره یې د ګلونو ګیډۍ کېښودلې.

په روسیه کې د سوتا په نوم یوې ازادې رسنۍ یوه ویدیو خپره کړې چې په کې نقاب پوشو پولیسو له خوا خلک نیول کیږي. دا خلک په سوله ایز او ارام ډول راټول شوي وو چې د ناوالني مړینې ته درناوی وکړي.

د فرانس پرس اژانس خبريالانو ليدلي چې پوليسو لږ تر لږه دوه کسان نيولي او په لسګونو نورو پوليسو سيمه محاصره کړې او د "غم ديوال" په نامه برونزي څلي ته یې د خلکو د ننوتلو مخه نیوله.

په ورته وخت کې د سوتا رسنۍ ویلي چې پولیسو لږ تر لږه ۱۵ تنه نیولي دي.

الکسي ناوالني چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سخت سیاسي منتقد و، د جمعې په ورځ د فبرورۍ په ۱۶ د شمالي قطب په یو زندان کې مړ شو.

۴۷ کلن ناوالني چې د کلونو راهیسې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د هغه د تګلارو تر ټولو سخت منتقد و، لږ وروسته له هغې چې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په ۱۷ له جرمني څخه د مسکو یو هوایي ډګر ته ورسید ونیول شو.
ناوالني د ۲۰۲۰ کال د اګست په ۲۰مه نېټه، له سایبریا څخه مسکو ته د تګ پر مهال د چای له څښلو وروسته ناروغه شو او روغتون ته یووړل شو. ناوالني او ملاتړو یې د هغه د مسمومولو پړه پر کرملین اچولې وه او همدارنګه تور یې لګولی وو چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د هغه د وژلو امر کړی دی؛ هغه تور چې کرملین په وار وار رد کړی دی.

د ۲۰۲۰ م کال په جون کې، د روسیې حکومت د ناوالني بنسټ "یو افراطي" بنسټ وباله او د هغه فعالیت یې غیرقانوني اعلان کړ. همدارنګه د ناوالني د پلویانو اړوند یو شمیر ویب پاڼې یې وتړلې.

د ناوالني ټیم ویلي چې د کرملین دا منتقد په زندان کې "ازار او ځورول کیده او د سزا لپاره په وار وار د زندان انفرادي خونې ته لیږدول شوی". د ناوالني د ټیم د غړو په وینا، هغه او نور بندیان د پوتین د رژیم لخوا شکنجه کیدل.

د زندان د چارواکو په وینا، ناوالني د پیاده ګرځیدو پر مهال بېسده شو او ډاکټران ونه توانېدل چې د هغه ژوند وژغوري.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف وویل، پوتین ته د ناوالني د مړینې خبر ورکړل شوی او د هغه مړینه به د معیاري کړنلارو له مخې و ارزول شي.

د ناوالني مړینې پراخ نړیوال غبرګونونه راوپارولي. امريکا، فرانسې، جرمني، ناټو، اروپايي ټولنې او د اروپايي ټولنې نورو غړو هېوادونو د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د کرملين د دغه منتقد د مړينې مسوول ګڼلى دى.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG