د لاس رسي وړ اتصالات

د الکسي ناوالني مړینې ته نړیوال غبرګونونه


الکسي ناوالني
الکسي ناوالني

۴۷ کلن الکسي ناوالني چې د کلونو راهیسې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د هغه د تګلارو ترټولو سخت منتقد و، د جمعې په ورځ فبرورۍ ۱۶ (سلواغې ۲۷) د شمالي قطب په یو زندان کې مړ شو.

د ناوالني ناڅاپه مړینې نړیوال غبرګونونه پارولي او د نړۍ اکثرو مشرانو د هغې د مړینې مسولیت د روسیې په حکومت اچولی دی.

د سپینۍ ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان د امریکا ملي رادیو (ان پي آر) ته وویل چې د کریملین د خپلو مخالفینو د ځپلو "اوږد او کثیف" تاریخ "د هغه څه په اړه ریښتیني او څرګندې پوښتنې راپورته کوي چې هلته پیښ شوي."

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د جمعې په ورځ فبرورۍ ۱۶ (سلواغې ۲۷) وویل چې روسیه په زندان کې ددې هیواد د مخالف سیاسي مشر الکسي ناوالني د مرګ "مسوله" ده.

بلینکن په جرمني کې د مونیخ د امنیتي کنفرانس په څنډه کې وویل: "د روسیې په زندان کې د هغه [ناوالني] مړینه یواځې د یو سړي څخه ډار د هغه سیسټم په زړه کې کمزورتیا او زوال په ګوته کوي چې پوتین جوړ کړی دی. هغه زیاته کړه: "ددې کار مسولیت د روسیې په غاړه دی."

د جرمني صدراعظم اولاف شولتز ویلي چې ناوالني "د خپل ژوند په قیمت د خپلې زړورتیا بیه ادا کړه."

د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک د ناوالنې د میرمنې او روسیې د خلکو سره غمرازي ښودلي او ویلي یې دي چې د روسیې د مخالف مشر الکسي ناوالني مړینه د روسیې د خلکو لپاره "ډاروونکی خبر" او "لویه غمیزه" ده.

سوناک د ایکس په ټولنیزه رسنۍ کې لیکلي: "د روسیې د دموکراسۍ د تر ټولو سخت مدافع وکیل په توګه، الکسي ناوالني د خپل ژوند په اوږدو کې باور نه کیدونکې زړورتیا وښوده."

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ کامرون د روسیې د سیاسي مخالف مشر الیکسي ناوالني د مړینې له خبر د خپریدو وروسته وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین باید "د هغه څه حساب ورکړي چې پیښ شوي."

د بریتانیا پخواني صدراعظم او د بهرنیو چارو اوسني وزیر کامرون د ایکس په ټولنیزه شبکه لیکلي: "د پوتین روسیې د هغه په وړاندې جعلي تورونه ولګول، هغه یې مسموم کړ، هغه یې د شمالي قطب جزایي سیمې ته واستاوه او اوس هغه په غمجنه توګه مړ شوی." هغه زیاته کړه: "هیڅوک باید د هغه [پوتین] د رژیم په ډارونکي ماهیت شک ونه کړي."

د شمالي اتلانتیک د تړون ناټو مشر ینس ستولټنبرګ وویل: "روسیه باید د ناوالني د مړینې په اړه جدي پوښتنو ته ځواب ووایي."

د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر رادوسلاو سیکورسکي وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د کرملین د انتقاد کونکي او د اپوزیسیون د مشر الیکسي ناوالني د مرګ "مسول" دی.

سیکورسکي د پولنډ دولتي خبري اژانس ته وویل: "هغه [ناوالني] په یوه محاکمه کې په غلطو شواهدو او په غلطو تورونو محکوم شو. هغه په هغه زندان کې واچول شو، چیرې چې هغه په ناوړه شرایطو کې ژوند کاوه. ولادیمیر پوتین د دې ټولو مسول دی."

د لاتویا ولسمشر اډګارس رینکیویک، وروسته له هغه چې مسکو د ناوالني مړینه اعلان کړه وویل چې د روسیې د اپوزیسیون مشر الیکسي ناوالني "د کرملین لخوا په وحشیانه ډول وژل شوی" دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG