د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: پوتین د ناوالني د مړینې مسؤل دی


د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن جمعه فبروري ۱۶ (سلواغې ۲۷) په روسیه کې د الیکسي ناوالني د مړینې ملامتي په مستقیمه توګه په ولادمیر پوتین واچوله.

ښاغلي بایډن د روسیې د جمهور رئیس سر سخت مخالف ناوالني د مړینې په بهانې د کانګرس استازو مجلس په غړیو هم انتقاد وکړ چې د اوکراین سره د مرستو منظورول یې ځنډولي دي.

د متحده ایالاتو مشر په یوې اعلامیې کې د الیکسي ناوالني زړه ورتیا ستایلې چې پداسې حال کې په دوامداره توګه د ښاغلي پوتین په خلاف ولاړ و چې "زهر ورکړل شول، بهر یې علاج وشو او کله چې بیرته روسیې ته ستون شو، بندي شو".

جو بایډن همدارنګه ویلي چې د پوتین دې مخالف په ۲۰۲۰ کال کې چې د ترور ناکامه هڅه یې شوې وه، کولی شو په خوندي توګه په جلا وطنۍ کې ژوند وکړي خو بیا هم پداسې حال کې روسیې ته ستون شو چې "پوهیده د خپلو کړنو له کبله به بندي او آن ووژل شي".

ښاغلي بایډن همدغه راز په اعلامیې کې ویلي چې ناوالني پخپل هیواد ژور باور درلود.

د امریکا مشر د الیکسي ناوالني د مړینې په هکله په اعلامیې کې ویلي، " روسي چارواکي به خپله قصه کوي خو هیڅ اشتا مکوئ : پوتین د ناوالني د مړینې مسؤل دی".

د سپینې ماڼ په اعلامیې کې د ښاغلي بایډن له خولې ویل شوي چې د ولادمیر پوتین دې مخالف مرګ څرګندوي چې په اوس وخت کې خطر څه شی دی او یو ځل بیا یې د کانګرس استازو مجلس څخه غوښتي چې د اوکراین لپاره د مرستو دوه ګوندي لایحه دې منظوره کړي چې تیره اوونۍ د سنا مجلس منظوره کړې وه.

د استازو په مجلس کې جمهوري غوښتونکي او د سنا په مجلس کې بیا دیموکراتان اکثریت دي.

جو بایډن زیاته کړه، " تاریخ د استازو مجلس څاري".

هغه وړاندې ویلي، " پدې مهمې شیبې کې د اوکراین سره مرستې نکول به هیڅکله هیر نشي".

چارواکي وایي چې د ناوالني د مړینې علت معلومولو لپاره پلټنې پیل شوي.

د پوتین دا سر سخت سیاسي منتقد الکسي ناوالني د جمعې په ورځ فبرورۍ ۱۶ (سلواغې ۲۷) د شمال قطب ته څیرمه په یو زندان کې مړ شو.

۴۷ کلن ناوالني چې د کلونو راهیسې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د هغه د تګلارو تر ټولو سخت منتقد و، لږ وروسته له هغې چې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په ۱۷ له جرمني څخه د مسکو یو هوایي ډګر ته ورسید ونیول شو. هغه تیر کال په روسیه کې د مسموم کیدو وروسته بیا جرمني ته د درملنې لپاره انتقال شوی و.

ناوالني او ملاتړو یې د هغه د مسمومولو پړه پر کرملین اچولې وه او همدارنګه تور یې لګولی وو چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د هغه د وژلو امر کړی دی؛ هغه تور چې کرملین په وار وار رد کړی دی.

د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، د ولادیمیر پوتین ددغه سر سخته منتقد او سیاسی مخالف (ناوالني) وضعیت په زندان کې له قدم وهلو وروسته یو ناڅاپه خراب شو او ورپسې بیسده شو. د هغه د مړینې لامل لا تر اوسه څرګند نه دی.

ناوالني کله چې په زندان کې و، په ټیټ کیفیت ویډیوګانو کې چې د هغه د پلویانو لخوا په پټه ثبت کیدلې، پر اوکراین د روسیې د پوځې یرغل په خاطر یې په پوټین سختې نیوکې کولې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG