راشد خان: د خویندو په مخ د تعلیم او طبي څانګو تړل کیدو خواشینی او مایوس کړی یم

د افغانستان د کرکټ مشهور لوبغاړی راشد خان

د افغانستان د کرکت مشهورې څیرې راشد خان، په طبي انستیتیوتونو کې د نجونو او ښځو د زده کړو د مخنیوي لپاره د طالبانو په اقدام ناهیلي او ناخوښي څرګنده کړې او له زده کړو څځه د هغوی محرومیت یې "دردناک" بلی دی.

د افغانستان دغه پیژندل شوې ورزشي څیرې په خپل ایکس ټولنیزې شبکې باندې خپل پیغام د اسلام د پیغمبر په حدیت پیل کړی او لیکلي یې دي: "د علم زده کړه په هر مسلمان نر او ښځه فرض دی!".

هغه همداشان هیله کړې چې پدغه پریکړه "بیا کتنه وشي او زمونږ خویندو ته د اسلام مقدس دین د اوصولو مطابق د زده کړو زمینه برابره شي. "


راشد خان ددې پیغام په یوه برخه کې په انګلیسي ژبه لیکلي چې د ښځو او نجونو لپاره د زده کړو د زمینې برابرول نه یوازې یو ټولنیز مسؤلیت دی، بلکې یو اخلاقي مکلفیت هم دی چې د افغانانو په عقایدو او ارزښتونو کې ژورې ریښې لري.

سیمه ییزو رسنیو د راپور له مخې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت معین بخت الرحمن شرافت په کابل کې پدغه وزارت کې د طبي انستیتیوتونو د مشرانو سره په یوه غونډه کې هغوی ته ویلي چې سر د ډسمبر دریمې نیټې (لیندۍ ۱۳) څخه په طبي انسیتیوتونو (قابله ګۍ، د غاښونو پروتیز، نرسینګ، لابراتوار) د نجونو محصلینو په شمولیت او روانو درسونو بندیز لګیدلی دی.

د زده کړو پدغو بنسټونو کې نجونو او ښځو د قابلګۍ، درمل جوړولو، د غاښونو د پروتز، لابراتوارؤ اکسرې، فزیوتراپۍ او پرستارۍ په برخو کې زده کړې کړلې.

د طالبانو دغه اقدام نړیوال غبرګونونه هم زیږولي دي او د بشري حقونو ځنو سازمانونو ددې اقدام د غندلو په ترڅ کې له طالبانو غوښتي چې دغه پریکړه لغوه کړي.

اروپايي ټولنې د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا په طبي انستیتیوتونو کې په نجونو د زده کړو بندیز په کلکه غندلی او دا یې د ښځو د زده کړو پر حق "ناموجه برید" او د بشري حقونو څخه "جدي سرغړونه" بللې ده.

اروپايي ټولنې د طالبانو د دې پرېکړې په اړه "ژوره اندېښنه" څرګنده کړې ده. په اعلامیه کې خبرداری ورکړل شوی چې دا پرېکړه نه یوازې په افغانستان کې بشري بحران ژوروي، بلکې د خلکو کړاوونه نور هم زیاتوي. اروپايي ټولنې پر طالبانو غږ کړی چې خپله دا پرېکړه بېرته واخلي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته، د ۲۰۲۲ کال د دسمبر په ۲۴مې نیټې د یوې پریکړې له مخې په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په انستیتیوتونو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز وضع کړ.

طالبانو له وړاندې د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی چې د ۱۱۷۴ ورځو په تیریدو لا هم ښوونځي د نجونو پرمخ همداسې تړلي پاتې شوي دي.

ملګري ملتونه وايي چې افغانستان اوس مهال په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې په کې په رسمي ډول نجونې او ښځې له زده کړو منع شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په دې اړه په راپورونو باندې د اندیښنې په څرګندولو سره ویلي چې له رسمي چینلونو د دغه راپور تائید ته دوام ورکوي او تر اوسه یې رسمي تائید نه دی ترلاسه کړی.

یوناما ویلي دي چې که دا ډول پریکړه شوي وي، نو دا به "ښوونې او روزنې ته د ښځو او نجونو په حقونو او روغتیایی خدماتو او روغتیایی خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې ډیر محدودیتونه رامینځته کړي" او د افغان ولس د روغتیا په سیسټم او هوساینې به "ناوړه اغیزه" ولري.

طالبانو تر اوسه په رسمي توګه دغه پریکړه چې ویل شوي د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله آخندزاده، له خوا شوې ده، نه تائید او نه هم رد کړې ده.