منظور پښتين: د اکتوبر پر ۱۱مه به په هر حال کې جرګه کوو

منظور احمد پښتين پرخپله فېسبوک پاڼه په ويډيويي وينا کې ویلي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړيو ډېرې "سختې ورځې او ظلمونه" تېر کړي دي، خو له خپله مرامه نه دي په شا شوي. "په دې وجود کې چې يو څاڅکی وينه غړيږي، جرګه به کېږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور احمد پښتين ويلي چې د اکتوبر پر ۱۱ (تله ۲۰) به د خبیرپښتونخوا ایالت په خيبر کې په هر حال کې خپله درې ورځنۍ جرګه کوي.

نوموړي د اکتوبر پر دويمه (تله ۱۱) ناوخته پر خپله فېسبوک پاڼه په ويډيويي وينا کې وويل چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړيو ډېرې "سختې ورځې او ظلمونه" تېر کړي دي، خو له خپله مرامه نه دي په شا شوي: "په دې وجود کې چې يو څاڅکی وينه غړيږي، جرګه به کېږي او جرګه به کوو. سرونه به ورکوو خو د خپل وطن اتحاد و اتفاق او د خپل وطن خاوره چا ته نه پرېږدو."

پښتين دا خبرې وروسته له هاغه کړي چې د خيبر پښتونخوا ايالت پوليسو د خيبر د جمرود سيمې په رېګي للمه ميدان کې د پي ټي اېم د راتلونکې جرګې لپاره پر جوړ شوي انتظامي کيمپ بريد وکړ.

د انتظامي کيمپ مشرانو په خپلو ويډيويي پيغامونو کې ويلي چې سلګونه پوليسو د اکتوبر پر دويمه (تله ۱۱) ماسپښين شاوخوا درې بجې د دوی کيمپ ته اور ورته کړ او د غورځنګ پر غړو يې اوښلن غاز وکاراوه او مخامخ ډزې يې ورباندې وکړې.

د "پي ټي اېم اپډېټس" په نامه پر فېسبوک جوړې شوې پاڼې د هغې صحنې ژوندۍ ويډيو خپره کړه چې پوليس د پي ټي اېم پر غړو اوښلن غاز کاروي او د ډزو غږونه هم اورېدل کېږي. وروسته د پي ټي اېم سوځېدلې خېمې هم ښکاري چې ټولې يې سوځېدلي او په ځينو کې لا هم اور بل دی.

تر دې وړاندې د پښتين په ګډون د پي ټي اېم ځينو نورو مخکښانو ويلي وو چې د پېښور پولیسو له ځينو پټ مخيو کسانو سره يو ځای د اکتوبر پر دویمه تر نيمې شپې وروسته د جرګې پر انتظامي کيمپ ډزې وکړې او د اوښلن غاز په نتیجه کې یې ځينې ملګري ژوبل شوي او ځينې بې سده شوي دي.

تر دې پېښو وروسته منظور پښتين په خپله ويډيويي وينا کې پوليس مخاطب کړل او زياته يې کړه: "هغه خلک چې پر پښتنو يې ټول عمر ظلم او جبر کړی دی او جنګونه يې ورته راوړي دي، هغوی دلته امن نه غوښت، تا د هغوی لپاره دا کار وکړ. هغه خلک چې ټول عمر يې ته وژلی يې، تا نن د هغوی لپاره دا کار وکړ."

د خيبر پښتونخوا حکومت وياند قانون پوه بيرسټر سيف ويلي چې د دې ايالت پوليسو د پاکستان د مرکزي حکومت پر لارښوونه د پي ټي اېم د غړيو خلاف اقدامات کړي دي.

نوموړي پر ټولنيزو رسنيو د پاکستان د کورنيو چارو وزارت يو ليک شريک کړی چې د اکتوبر پر لومړۍ نېټه (تله ۹) د خيبر پښتونخوا انتظامي مشر (چيف سېکرټري) ته ليکل شوی دی. په هغه ليک کې ادعا شوې ده چې پی ټي اېم د ریاست "دولت" او ادارو پر وړاندې "د نفرت او توهین" د هڅونې "مرسته او سرپرستي" کوي. په ليک کې زياته شوې چې د پي ټې اېم دا ډول کړنې "سختو اقداماتو" ته اړتيا لري.

پي ټي اېم پر ځان لګول شوي دا ډول تورونه په وار وار رد کړي او ويلي يې دي چې د پاکستان په اساسي قانون کې دننه د پښتنو د حقونو لپاره سوله ييزه مبارزه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې منظور پښتین د روان ۲۰۲۴ کال د اکتوبر پر ۱۱په خيبر قبايلي سيمه کې "د پښتنو قامي عدالت" په نامه د درې ورځنۍ لويې جرګې کولو اعلان کړی دی.

نوموړي د سپټمبر پر ۲۹(تله ۸) د جمرود په رېګي للمه ميدان کې د هغې جرګې د ځای پرانیسته کړې وه. تر دې وړاندې پښتین ولي وو چې هغه جرګه به په یو لوی میدان کې چې ۳۰ یا ۴۰ زره کسان به په کې ځایېږي او هلته بهپر یو لوی سکرین باندې پر پښتنو شوي ظلمونه، ستونزې او د هغوی وسایل ورته وړاندې کوي.

نوموړي زياته کړه: "د پښتنو ټوله غميزه، د هغوی د مړيو، د ګوډو، د معذورو، د زخميانو، د ورکو خلکو، د وسايلو، د لارو بندولو، د تجارت تباهي، پر ځمکې قبضې، پر وسايلو قبضې، د شناختي کارډ مسايل او داسې نورې مسلې او معلومات به په کره توګه له کلي کلي راټولوو او بيا به يې دلته پر سکرين ښکاره کوو."

بلخوا د اکتوبر پر دويمه د خيبر پښتونخوا له بېلا بېلو سيمو او کراچۍ څخه راپورونه ورکړل شوي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ لسګونه مخکښان او غړي نيول شوي او نامعلوم ځای ته انتقال شوي دي. په هغوی کې د ځينو ګرفتارۍ پوليسو منلي خو د نورو په اړه لا هم معلومات له رسنيو سره نه دي شريک شوي.

دا وروسته تر هغه دي چې د پي ټي اېم د مرکزي کمېټې غړي او د غورځنګ د مشر منظور پښتین نېږدې ملګري عبدالصمد خان د سپټمبر پر ۲۷ (تله ۶) پر ټولنيزې شبکې فېسبوک په یو ویډيويي بيان کې وویل چې څنګه د دې جرګې تاريخ رانېږدې کېږي، د پاکستان حکومت "انتقامي" اقدامات کوي: "زموږ اکثره ملګري ګرفتار کېږي. دوی جېلونو ته اچول کېږي، دوی څارل کېږي، خو موږ به په هر صورت دا جرګه کوو."

نوموړي ادعا وکړه: "چې د کومو سیاسي ګوندونو مشرانو ته موږ په دې جرګه کې د ګډون بلنه ورکړې وه، په هغو کې اکثره مشرانو موږ ته دا خبره کړې ده چې موږ ته [د پاکستان] د پوځ مشر جنرال عاصم منیر پخپله ټېلیفونونه کړي او دا يې راته ويلي دي چې تاسو په دې جرګه کې په هېڅ صورت ګډون مه کوئ. خو بیا هم موږ ته خپلو سیاسي مشرانو دا باور راکړی دی چې موږ به په هر صورت په دې جرګه کې ګډون کوو."

د پاکستان پوځ او حکومت لا تر دې دمه د پي ټي اېم د دې ادعاوو په غبرګون کې څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې يې د غورځنګ يو شمېر غړي د ترهګرۍ، ولس پارونې، بغاوت او د عامه نظم د ګډوډۍ په قضيو کې نيولي او زنداني کړي دي.

عبدالصمد دا ادعا هم کړې وه چې پاکستان هڅه کوي چې منظور پښتین له منځه يوسي: "موږ له تېرې يوې اونۍ راهيسې داسې شواهد لرو چې د [پاکستان] رياست دا کوښښ کوي چې زموږ مشر منظور پښتین ته ځاني زيان ورسوي او دی له منځه يوسي، یا خدای مه کړه، دی په شهادت ورسوي."

د پي ټې اېم د مرکزي کمېټۍ بل غړي زکيم خان وزير د سپټمبر پر ۲۹ (تله ۸) پر ټولنيزه شبکه فېسبوک ليکلي چې په خيبر کې د جرګې د ځای تر پرانستې وروسته پېښور ته په لاره کې ځينو کسانو دوی تعقيبوله چې وسله هم ورسره وه. نوموړی زياتوي: "وروسته بيا څو کسانو د پېښور حيات اباد بنګښ مارکېټ سره نېږدې پر ملي مشر [منظور پښتين] د بريد هڅه وکړه، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ ملګرو لخوا دغه کسان له وسلو سره يو ځای ونيول شول."

منظور پښتين د جولای پر ۱۲ (چنګاښ ۲۲) د شمالي وزيرستان په اسد خېلو کې د پي ټي اېم مخکښ او ولسي شاعر ګيله من وزير د جنازې د مراسمو لپاره ورغونډو شويو زرګونو کسانو ته په وينا کې د جرګې وربللو اعلان کړی وو.

د پښتين په مشرۍ د پي ټي اېم نماينده پلاوي او غړيو هغې جرګې ته د بلنې لپاره په پاکستان کې دننه او دباندې بېلا بېلو مشرانو او ولسونو ته په هغه جرګه کې د ګډون بلنې ورکول پيل کړې دي.

په پاکستان کې تر دې وړاندې هم د پښتنو وړې او لويې جرګې شوې دي. دا چې د پښتون ژغورنې غورځنګ جرګه به پښتنو ته د ورپېښو ستونزو په هوارولو کې څومره اغېزناکه ثابته شي؟ منظور پښتين وايي چې دا جرګه به له نورو بېله وي: "دا ځل موږ يو فرق درته ښيو. د جرګې دا معنا نه ده چې اعلاميه جاري کړي. د پښتنو روايت دی چې جرګه فيصله کوي چې [دا ځل به] موږ هم دا کوو".