د عمران خان ګوند د شانګهای سازمان د سرمشريزې پر ورځ په اسلام اباد کې د احتجاج اعلان کړی

د پي ټي ای ګوند ويلي چې د پاکستان د پخواني لومړي وزير عمران خان د راخوشې کولو او "د قضائیه قوې د خپلواکۍ" لپاره به د اکتوبر په ۱۵ مه د اسلام اباد په ډي چوک يا جمهوريت څلورلارې کې احتجاجي مظاهره کوي.

پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) د اکتوبر پر ۱۵ (تله ۲۴) د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمشريزې پر لومړۍ ورځ په اسلام اباد کې د احتجاج اعلان کړی دی.

دغه ګوند د اکتوبر پر ۱۱(تله ۲۰) په يو بيان کې ويلي چې د خپل زنداني رهبر او د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان د راخوشې کولو او "د قضائیه قوې د خپلواکۍ" لپاره به د اسلام اباد په ډي چوک يا جمهوريت څلورلارې کې احتجاجي مظاهره کوي.

ډي چوک د اسلام اباد حساسه سيمه ده چې د پاکستان د پارلمان او د سترې محکمې ودانۍ هم هلته موقعيت لري.

پي ټي ای د احتجاج اعلان په داسې حال کې کړی چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د اکتوبر له پنځمې (تله ۱۴) څخه د اکتوبر تر ۱۷ (تله ۲۶) پورې د اسلام اباد امنيتي دنده پوځ ته سپارلې چې دا ډول د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمشريزې پر مهال د پلازمېنې امنيت او نظم وساتي.

د شانګهای همکارۍ سازمان ۲۳مه دوه ورځنۍ سرمشريزه د اکتوبر پر ۱۵ او ۱۶(تله ۲۴ او ۲۵) په اسلام اباد کې کېدونکې ده.

د پاکستان مرکزي حکومت د دې سرمشریزې پر مهال د اکتوبر له ۱۴ څخه تر ۱۶ (تلې ۲۳ تر ۲۵) پورې په پلازمېنه اسلام اباد او ورسره جوخت ښار راولپينډۍ کې عمومي رخصتي هم اعلان کړې ده چې دا ډول دا غونډه بې له څه ډول خنډه په سمه توګه تر سره شي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د پي ټي ای د اعلان په غبرګون کې ویلي چې د شانګهای همکارۍ سازمان کنفرانس ته د ۱۲ حکومتونو د مشرانو په ګډون د بهرنیو پلاويو د هرکلي لپاره اسلام اباد په بشپړه توګه خوندي کړل شوی دی.

نوموړي د اکتوبر پر ۱۱ (تله ۲۰) په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل: "هغه کسان چې د هېواد پر ضد د توطيې جوړولو ذهنيت لري، بايد پر کور کښېني، ځکه چې هيچا ته به هم په اسلام اباد کې د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمشريزې ګډوډولو اجازه ورنه کړل شي."

په عين حال کې د پاکستان د دفاع وزير خواجه محمد اصف ويلي، د تحریک انصاف دا اقدام د هېواد د بې ثباته کولو هڅه ده. نوموړي زياته کړه: "چارواکي به هیچا ته اجازه ورنه کړي چې پاکستان یرغمل کړي."

پاکستان تحريک انصاف په دا وروستيو کې د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو په ځانګړې توګه په اسلام اباد او پنجاب ايالت کې د احتجاجونو لړۍ پيل کړې ده. د دغه ګوند يو وياند ويلي چې دوی په نورو ښارونو کې پلان شوي احتجاجونه ځنډوي چې دا ډول په زيات شمېر کې د ګوند پلويان په اسلام اباد کې د احتجاج لپاره چمتووالی ونيسي.

تر دې وړاندې، د اکتوبر پر څلورمه پاکستان تحریک انصاف د خپل زنداني رهبر او پخواني صدراعظم عمران خان د خوشې کولو او په دغه هېواد کې د حکومت له خوا په اساسي قانون کې د بدلونونو د مخنيوي په موخه "د قضائیه قوې د خپلواکۍ" لپاره په اسلام اباد کې د مظاهرو اعلان کړی وو. پر دې مهال حکومتي چارواکو اسلام اباد ته تلونکې يوشمېر لارې تړلې وې او په بېلابېلو ځایونو کې یې کانټینرونه درولي وو.

هغه مهال د پاکستان د کورنيو چارو وزارت په اسلام اباد کې د جنايي قانون ۱۴۴مه ماده هم عملي کړې وه چې له مخې یې د پنځو یا تر پنځو د زیاتو کسانو پر ورغونډېدو، جلسو او لاریونونو، د وسلې پر ګرځولو او د موټرسایکل پر غبرګې سپرلۍ بنديز وي.

پر دې سربېره چې کله د پي ټي ای پلويانو د اسلام اباد ډي چوک ته د احتجاج لپاره د تګ هڅه کوله نو پوليسو يې د مخنيوي لپاره اوښکې بهېوونکی غاز هم ورباندې شيندلی وو. د اسلام اباد پوليسو هغه مهال د عمران خان د دوو خويندو په ګډون د پي ټي ای لسګونه پلويان ونيول چې لا هم په زندان کې دي.

بل خوا د اکتوبر پر څلورمه له پوليسو سره د اخ و ډب پر مهال يو پوليس ژوبل شوی وو چې دوې ورځې وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه. د پاکستان د دولت په مدعيت کې د هغه پوليس د وژنې قضيه د عمران خان او د خيبر پښتونخوا د اعلی وزير علي امين ګنډه پور په ګډون د ګوند د يوشمېر مشرانو او غړيو پر خلاف ثبت شوې ده.

په اسلام اباد کې د اکتوبر پر څلورمه پيل شوی هغه احتجاج د اکتوبر پر پنځمه شپې مهال پای ته ورسېد.

شانګهای همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱ کال کې جوړ شو چې نهه غړي لري. چين، روسیه، قرغيزستان، قازقستان، تاجکستان او ازبکستان د هغه سازمان لومړني غړي دي خو پاکستان، هند او ايران یې په ۲۰۱۷ کال کې غړيتوب تر لاسه کړ.

بلخوا افغانستان، بېلاروس او منګوليا په دغه سازمان کې د څارونکو هېوادونو حيثيت لري. شانګهای همکارۍ سازمان د سیمې د سياست، امنيت او اقتصاد په برخو کې کار کوي.