بایډن: د امریکا لومړی ولسمشر یم چې د افغانستان جګړه خپل ځای ناستي ته نه پرېږدم

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن دوشنبه جنوري ۱۳ ( مرغومي ۲۴) په افغانستان کې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږدې جګړې پای ته رسول د خپل حکومت یوه مهمه لاسته راوړنه یاده کړه او زیاته یې کړه چې د افغانستان څخه په ګډوډه توګه د امریکایي ځواکونو وتلو څخه وروسته د امریکا حکومت خپل پام د چین او روسیې په ګډون اړینو ستونزو ته واړوه.

ښاغلي بایډن چې د جمهور رئیس په توګه یې د بهرنیو چارو په وزارت کې د خپل حکومت د بهرني سیاست لاسته راوړنو په هکله وینا کوله، د نورو موضوعاتو تر څنګ یې په افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو په هکله هم لنډه وینا وکړله.

بایډن وویل: " زه په تېرو څو لسیزو کې لومړی جمهور رئیس یم چې په افغانستان کې جګړه خپل ځای ناستي ته نه پریږدم."

جمهور رئیس بایډن وویل چې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد جګړې اصلي هدف د پخواني جمهور رئیس بارک اوباما په دورې کې هغه وخت تر لاسه شو چې امریکایي ځواکونو د پاکستان په ایبټ آباد کې د القاعده شبکې پخوانی مشر، اسامه بن لادن وواژه.

هغه پدې هکله وویل، " کله مو چې بن لادن ونیوه ( له منځه مو یوړ)، د جګړې اصلي هدف تر لاسه شو. زه په دې باور یم چې په راتلونکې کې به د افغانستان څخه نه بلکې د بل ځای څخه د القاعده اصلي ګواښ سرچینه واخلي."

دا مطلب هم ولولئ ټرمپ: بایډن طالبانو ته میلیاردونه ډالر ورکړي؛ طالبان: له امریکا مو هېڅ پیسې نه دي ترلاسه کړي

سره لدې چې د ۲۰۲۱ کال اګست میاشتې راهیسې چې د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونه له افغانستان څخه وتلي، د جو بایډن په ادارې د تخلیې په بهیر کې د ګډوډۍ ملامتي لا هم پای ته نده رسیدلې خو جمهور رئیس د دوشنبې ورځې په وینا کې د خپلې پریکړې دفاع وکړله.

هغه زیاته کړه، "کله چې واک ته ورسیدم، یوه لاره وه – خو په افغانستان کې د زرګونو نظامیانو پریښودو دلیل مې نه لیده. زما په اند، د جګړې د پای ته رسولو وخت و او مونږ باید خپل سرتیري کور ته راستانه کړي وای او مونږ دا کار وکړ."

د متحده ایالاتو جمهور رئیس د هغو منتقدینو ادعاوې هم رد کړې چې ویلي یې په افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو له کبله به ښایي د امریکا ایتلافونو ته زیان ورسیږي او د ترهګرۍ د ګواښونو ډیروالي سبب به شي.

جمهور رئیس بایډن وویل، "په یاد ولرئ. منتقدینو ویل که جګړه پای ته ورسوو، زمونږ ائتلافونه به زیانمن کاندي او زمونږ هیواد ته به د افغانستان څخه د ترهګرۍ خوندي ځایونو څخه ګواښونه پیدا شي. یو یې هم ونشو. زمونږ ائتلافونه قوي پاتې شول."

جو بایډن د طالبانو په واکمنۍ کې د القاعده شبکې پخواني مشر، ایمن الظواهري وژلو په هکله وویل چې دا کار یې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له شتون پرته وکړ.

امریکایي ځواکونو د القاعده شبکې دا پخوانی مشر د ۲۰۲۲ میلادي کال د جولای په ۳۱ مې نیټې، په کابل کې د بې پیلوټه یا ډرون الوتکې په برید کې وواژه خو طالبانو یې لا مړینه نده تائید کړې.

ښاغلي بایډن دا هم وویل چې په افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو امریکا ته دا فرصت ورکړ چې میلونونه ډالر وسپموي چې هره ورځ په افغانستان کې د سرتیرو شتون له کبله مصرفیدل او زیاته یې کړه چې امریکا په همدې پریکړې وکړی شو چې د چین او روسیې په شان مهمو ستونزو ته پام وکړي.

په افغانستان کې د امریکا په شل کلنې جګړې کې چې په ۲۰۰۱ کال په امریکا باندې د القاعده شبکې لخوا د ترهګریزو بریدونو څخه وروسته پيل شوه، ۲۴۶۱ امریکایي سرتیري ووژل شول او ۲۰ زره ۷۴۴ یې ټپي شول.

جو بایډن ددې سرتیرو د سرښندنې ستاینه وکړله.