په پروان کې د طالبانو امنیتي چارواکو د شنبې په ورځ جولای ۲۰ (چنګاښ ۳۰) ویلي چې په دغه ولایت کې د چاودنې له امله لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
د پروان ولایت لپاره د طالبانو د پولیسو ویاند فضلالرحیم مسکینیار ویلي چې چاودنه د چاریکار ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند "د سرک نو" په سیمه کې شوې ده.
د مسکینیار په وینا چاودنه د زړو اوسپنو په یو سرای کې "په اوسپنو کې د راټولو شویو چاودیدونکو توکو" د چاودېدو له امله رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړې ده چې د د پېښې ټپیان د چاریکار روغتون ته لېږدول شوي او اوسمهال تر درملنې لاندې دي. ځینو سیمهییزو سرچینو ویلي چې د یو شمیر ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.
د پروان لپاره د طالبانو د پولیسو ویاند ویلي د پېښې قربانیان د زړو اوسپنو په سرای کې په کار بوخت و چې چاودنه وشوه او زیاته کړې یې ده چې پولیسو په دې اړه پلټنې پیل کړې دي.
د یو بل خبر له مخې په غزني کې د طالبانو امنیتي چارواکو ویلي چې په دغه ولایت کې له جګړې څخه د پاتې شويو ناچاودو موادو په چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی دی.
د غزني ولایت لپاره د طالبانو د پولیسو په وینا دا چاودنه د دغه ولایت د قرهباغ ولسوالۍ په ملموک سیمه کې شوې ده. پولیسو زیاته کړې ده چې یو لس کلن ماشوم له جګړې څخه د پاتې شوې مرمۍ سره لوبې کولې او چاودنه رامنځ ته شوه.
له جګړې څخه د پاتې شویو ناچاودو توکو له پلوه لا هم افغانستان یو خطرناک هېواد دی او په اکثره مواردو کې د دغه هېواد اوسېدونکي په ځانګړې توګه ماشومان د خپلو کورنیو د مالي ملاتړ لپاره د زړو اوسپونو د راټولولو په وخت له ناچاودو توکو سره مخامخ کېږي او خپل ژوند له لاسه ورکوي.