د لاس رسي وړ اتصالات

لوګر کې د هاوان مرمۍ چاودنه کې څلور ماشومان وژل شوي


 عکس: ارشیف په افغانستان کې د مین پاکولو چارې
عکس: ارشیف په افغانستان کې د مین پاکولو چارې

په لوګر ولایت کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د هاوان د یوې مرمۍ د چاودنې په پېښه کې څلور ماشومان وژل شوي او یو تن ټپي شوی دي.

په لوګر کې د د طالبانو د پولیسو ویاند احمد‌الله انس د طالبانو تر کنترول لاندې د باختر دولتي خبري اژانس ته ویلي چې دا چاودنه د جمعې په ورځ جولای پنځم (چنګاښ ۱۵) د لوګر د مرکز پل علم اړوند د موسی کلا په سیمه کې شوې ده.

د انس په وینا ماشومانو د هاوان له مرمۍ سره لوبې کولې چې چاودنه وشوه. هغه زیاته کړه چې د هاوان مرمۍ له پخوا څخه په سیمه کې وه او په چاودنې سره یې مرګ‌ژوبله رامنځ ته شوه.

انس ویلي چې وژل شويو ماشومانو کې دوه یې نجونې دي او عمرونه یې د اوو او ۱۳ کلونو په منځ کې دي.

د طالبانو د معلوماتو له مخې په دې چاودنه کې یو ځوان ټپي شوی او د درملنې لپاره روغتون ته لیږدول شوی دی.

د لوګر صحي چارواکو د ټپي شوي ځوان روغتیايي حالت د انديښنې وړ بللی دی.

لا هم افغانستان د ناچاودو توکو له پلوه د ماشومانو لپاره یو خطرناک هیواد دی. په اکثرو سیمو کې ماشومان د خپلو کورنیو د مالي ملاتړ لپاره اوسپنې راټولوي او بیا یې پلوري.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې صندوق (یونیسف) له دې وړاندې په افغانستان کې د ناچاودو توکو له امله چې له جګړې پاتې شوي د ماشومانو د مرګ‌ژوبلې پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې لا هم په کې له جګړې پاتې شوي ناچاودي توکي شته دي. د دغې نړیوالې ادارې په وینا په اوس وخت کې په ناچاودو توکو پوښل شوې څه باندې څلور زره او ۱۵۰ سیمې په افغانستان کې شته چې د افغانانو په ځانګړې توګه ماشومانو لپاره مرګونی ګواښ بلل کیږي.


د ملګرو ملتونو د معلوماتو په اساس له ۱۹۸۸ کال راهیسې په افغانستان کې له جګړې پاتې شوي ناچاودو توکو په چاودنه کې ۴۱زره غیرنظامیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده چې لویه برخه یې ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG