د پاړه چينار او ټل لاره ۲۲ ورځې وروسته په جزوي ډول پرانيستل شوې

په تیرو څلورو لسیزو کې په کورمه کې د سنیانواو شیعه ګانو ترمنځ څو ځلې وسله والې نښتې شوې چې له امله یې یو شمیر اوسیدونکي له خپلو سیمو څخه کډه کولو ته اړ شوي دي.(عکس ارشیف).

د پاکستان د خیبر پښتونخوا ايالت په قبايلي سيمې کورمه کې ۲۲ ورځو لپاره د لويو لارو تر بندېدو وروسته د نومبر پر دويمه (لړم ۱۲) په لومړي ځل تر حکومتي څار لاندې د پاړه چینار او ټل پر لار د موټرو کاروان تېر شوی دی.

د کورمې حکومتي ادارې د نومبر پر دویمه د سهار له ۱۱ څخه د ماسپښین تر دوو بجو پورې له پاړه چیناره د شورکو پر لاره تر علیزیو او بیا له هغه ځایه تر ټل پورې د هغو شاوخوا ۱۰۰ موټرو د امنیت لپاره ځانګړي اقدامات کړي ول چې سلګونه مساپر يې ولېږدول.

په عين حال کې له ټل څخه تر پاړه چیناره د مساپرو او سامانونو د لېږد لپاره د ۵۰ وړو او لويو موټرو کاروان هم تېر شوی دی.

د کورمې د شاه دولتخېلو يوه اوسېدونکي لایق حسېن رسنيو ته ويلي چې د نومبر پر دويمه د لنډ وخت لپاره د لارو پرانيستلو په نتيجه کې د دوی ستونزې په موقتي ډول حل شوي خو د هغه په وينا، حکومت دې په دايمي توګه د لارو د پرانيستلو لپاره اړين ګامونه پورته کړي.

نوموړي زياته کړه: "له هغې خوا په لارو کې بند خلک راورسېدل او ورسره خوراکي مواد او تېل هم په جزوي ډول راغله. له دې ځايه هم ناروغان، محصلين او مساپر پېښور ته ولاړل. موږ له حکومته غوښتنه کوو چې د برې کورمې او کوزې کورمې ترمنځ دې تړل شوې لارې په مستقله توګه خلاصې کړي او امنیت دې ټینګ کړي."

په کورمه کې د اکتوبر له ۱۲ (تلې ۲۱) راهيسې د هغې ولسوالۍ د مرکزي ښار پاړه چينار او ټل ترمنځ د مرکزي لارې بندېدو ترڅنګ نورې لويې لارې هم تړل شوې وې چې له امله يې تجارت اغېزمن شوی او د ځايي ولس ژوند له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوی وو. د لارو بندېدو له امله له پېښوره د کورمې خرلڅيو او ورپسې د افغانستان د پکتيا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ ته د مالونو لېږد هم ځنډول شوی دی.

دا لارې تر هغه وروسته تړل شوې وې چې د اکتوبر پر ۱۲ د مقبلو د قوم د موټرو پر کاروان په بريد کې ۱۷ تنه ووژل شول. تر هغه وړاندې، پر همدغه ورځ وسله والو د کونج عليزوغره ته پر تللیو درو کسانو ډزې کړې وې چې پکې هغوی ژوبل شوي ول. چارواکي وایي، داسې ښکاري چې دویم برید د لومړۍ پېښې په غبرګون کې شوی وي.

تر دغو بريدونو وروسته د اکتوبر پر ۱۷ (تلې ۲۶) د شینګک د اوسېدونکو او مقبلو ترمنځ نښته وشوه چې پکې څلور کسان ووژل شول او اته نور ژوبل شول.

د لارو بندېدو پر ضد په پاړه چینار کې ځايي ولس د اکتوبر له ۳۱ (لړم ۱۰) راهیسې احتجاجي پرلت وهلی دی.

د پاړه چینار یوه سوداګر حاجي نذیر احمد ځايي رسنیو ته ویلي دي چې که لاره په سمدستي ډول بشپړه نه پرانیستل کېږي نو بیا دې حکومت هره ورځ کاروانونه ولېږي او د شورکو پر ځای دي يې د سدې د مرکزې سړک له لارې واستوي.

نوموړي زياته کړه: "د سدې له لارې که هره ورځ قافلې ولاړې شي نو د خلکو تکليفونه به کم شي او په بره کورمه او کوزه کورمه کې به د هغوی کمی پوره شي. بل به له دې سره زموږ تجارت هم لږ ښه شي ځکه چې موږ ډېر زيات تاواني شوي يو."

په همدې حال کې په سیمه کې د وضعیت ښه کولو لپاره حکومتي جرګې له څه باندې ۱۰ ورځو راهیسې له اهل تشيع او سني مشرانو سره مذاکراتو ته دوام ورکړی دی.

د کورمې ځايي خلک وايي چې په دغه سیمه کې په دایمي توګه د لارو پرانیستلو په وړاندې تر ټولو لوی خنډ حکومت ته د هغو مطلوبو کسانو نه سپارل دي چې د اکتوبر ۱۷ په بريد کې ککړ بلل کېږي. په دې لړ کې ځايي خلکو د اهل تشيع مشرانو ته د شینګک، نستي کوټ او کونج علیزیو د څه باندې ۱۰۰ کسانو ليسټ ورکړی دی.

حکومتي سرتېرو هغه درې واړه سیمې محاصره کړې دي او هلته یې تر ۱۰۰ پورې مشکوک کسان هم نیولي دي خو ځايي خلک وايي چې اصلي تورن کسان لا هم نه دي نيول شوي.

په کورمه کې سنیان او اهل تشيع ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمنځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسله والې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي.

پر دې سربېره هلته کله نا کله د اهل تشيع او سنیانو ترمنځ د دیني مراسمو پر سر اختلافات او یا د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسله والو نښتو لامل کېږي.

په دا وروستيو کې، په کورمه کې د سپټمبر پر۲۰(وږي ۳۰) د ځمکې پر سر نښتې پیل شوې وې چې وروسته یې فرقه ییزه بڼه واخیسته او د هغې ولسوالۍ تر یوشمېر سیمو وغځېدې. په هغو نهه ورځنیو نښتو کې ۴۴ تنه وژل شوي او تر ۱۳۰ زیات ژوبل شوي ول.

هغه نښتې له اورکزیو، هنګو او کوهاټ ولسواليو څخه د ورغلیو مشرانو د جرګې په مرسته تر اوربند وروسته ودرېدې.