د پاکستان د خیبر پښتونخوا ايالت د سوداګرۍ او صنايعو خونې مشران وايي چې له افغانستان سره د تجارت کمېدو له امله په هغه ايالت کې کاروباراغېزمن شوی او بې کاري زياته شوې ده.
د سوداګرۍ او صنايعو خونې مشر فضل مقیم خان وايي چې په تېرو کلونو کې د پاکستان د مرکزي او د خيبر پښتونخوا د ايالتي حکومتونو د ناسمو تګلارو له امله له افغانستان سره ددغه هیواد سوداګري څو چنده کمه شوې ده.
هغه زياته کړه: "زه نه پوهېږم چې حکومت له ځان او خلکو سره ښېګړه کوي او که دښمني کوي؟ یو وخت و چې تجارتي حجم تر درې ميلیارده ډالرو لوړ و، بیا چې حکومت وویل چې سوداګري به د دواړو هيوادونو د پیسو پر ځای په ډالرو کېږي او داسې نور اقدامات یې وکړل نو نن سبا د تجارت حجم د ۵۰۰ او ۷۰۰ ملیونه ډالرو تر سطحې ټیټ شوی دی. له دې سره چې د خلکو روزګار روان و، نو هغه خلک بې روزګاره شول."
افغانستان او پاکستان په ۱۹۶۵ ميلادي کال کې د ټرانزیټي سوداګرۍ تړون (اې ټي ټي اې) لاسلیک کړ، چې افغانستان ته یې د پاکستاني بندرونو له لارې نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي اجازه ورکړه. په ۲۰۱۰ کال کې د افغانستان-پاکستان ټرانزیټي سوداګرۍ تړون (اې پي پي ټي اې) لاسلیک شو چې موخه یې د دواړو هيوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې پراخول او اسانتیاوې برابرول و.
خو ددغه نوي تړون اجرائیوي موده د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ په میاشت کې پوره شوې او تراوسه لا دواوړو هیوادونو له خوا نوی تړون نه دی لاسلیک شوی.
پر دې سربېره په وروستیو کلونو کې د بېلابېلو سیاسي او اقتصادي ستونزو له امله دغه اړیکې زیانمنې شوې، چې د سوداګرۍ په کچه کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
د خيبر پښتونخوا د سوداګرۍ او صنايعو خونې پخوانی مشر زاهد الله شینواری وايي چې له افغانستان سره د تجارت کمېدو له امله په دغه ايالت کې بې کاري زیاته شوې ده.
هغه وویل چې د پاکستان حکومت باید افغان کاروباریانو ته د ویزې ورکړه اسانه کړي او له افغانستان سره دې د ټرانزيټ سوداګرۍ موافقه تمدید کړي.
نوموړي زياته کړه: "پاکستان ۱۲۰ هيوادونو ته پر سرحد تر راتګ وروسته ويزه ورکوي نو د افغانستان سوداګرو ته دې يې هم ورکړي. د هغه ميکانيزم په اسانه جوړېدای شي. د پاکستان او افغانستان د سوداګرو ګډه خونه شته، له هغې لارې دې يې ورکوي. د کابل او جلال اباد تجارتي خونې هم شته. زموږ پر دعوت نامه دې ويزه ورکوي. شل طريقې جوړېدای شي."
د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر د سوداګرۍ او صنعت چارو سلاکار عبدالکریم خان وايي چې له افغانستان سره د تجارت د چارو زیات واک له مرکزي حکومت سره دی.
خو د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې مشران وايي چې د خیبر پښتونخوا ايالتي حکومت هم له دغه ایالت څخه افغانستان ته پر وړونکو سوداګریزو توکو دوه سلنه ماليه لګولې ده.
په پېښور کې د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې يو مشر شاهد حسېن وايي چې د پاکستان دولت وخت په وخت ماليې زیاتوي چې له امله يې سوداګر دې ته اړ شوي چې د پاکستان پر ځای د سوداګريزو مالونو د لېږد رالېږد لپاره نورې لارې ولټوي.
اسلام اباد په تېرو کلونو کې له افغانستان سره د سوداګرۍ په اړه اقدامات او پر لارو محدودیتونه د ملي امنیت لپاره ګټور بللي دي. د پاکستان حکومت تېر کال په اکتوبر کې له افغانستان سره د ټرانزیټ سوداګرۍ په موافقه کې بدلونونه وکړل او د افغان سوداګرو پر واردوونکو مالونو یې د ۱۰ سلنه تعرفې تر څنګ د ځينو توکو پر لېږد بندیز ولګاوه.
اسلام اباد وايي چې د افغانستان په نوم داسې شیان واردېږي چې هلته یې اړتیا نه وي او بیا پاکستان ته قاچاقېږي چې ورته مالي زیان اړوي.