د پاکستان نظریاتي شورا د VPN څخه کار اخیستل د شریعت خلاف اعلان کړ

د پاکستان نظریاتي شورا جمعه نومبر ۱۵ (لړم ۲۵) پدې هیواد کې په انټرنیټ کې د هغو ویب سایټونو او شبکو څخه کار اخیستو لپاره د مجازي شخصي شبکې یا VPN کارول، د شریعت خلاف عمل وباله چې حکومت پرې بندیز لګولی.

د دې مذهبي شورا تر اعلامیې وړاندې پاکستاني چارواکو په ټول هیواد کې د وي پي ان کاروونکو ته شرط ایښی و چې د مطبوعاتو څار ادارې سره ځانونه ثبت کړي او ویلي یې و چې دا کار یې د ترهګرۍ سره د مبارزې په خاطر کړی .

خو منتقدین بیا وایي چې دا ډول اقدامات په انټرنیټ کې د خلکو څارل ډیروي، د بیان آزادي محدودوي او په آنلاین بڼه سوداګرۍ کولو ته زیان رسوي.

خصوصي مجازې شبکه یا وي پي ان د انټرنیټ کارونکو ته دا وړتیا ورکوي چې خپل هویت او موقعیت پټ وساتي، په انټرنیټ کې هغه ویب سایټونه او پاڼې وګوري چې حکومت پرې بندیز لګولی.

د پاکستان نظریاتي شورا په اعلامیې کې ویلي چې په پاکستان کې خلک د وي پي ان څخه د "یر اخلاقي" ویب پاڼو په ګډون د هغو موادو لیدو لپاره کار اخلي چې اسلامي قوانینو منع کړیدي.

په اعلامیې کې د پاکستان نظریاتي شورا د مشر راغب نعیمي له قوله لیکل شوي، "د غیر قانوني او بندو شویو موادو کتلو لپاره د VPN څخه کار اخیستل د اسلامي او ټولنیزو اصولو خلاف دي. کارول یې په اسلامي قانون کې نه منل کیدونکي دي. د ګناه په کولو کې د مرستې معنی لري".

دا مطلب هم ولولئ پاکستان کې د X شبکه لا هم بنده ده ؛ حکومت دوه خبریالان نیولي

پدې اعلامیې کې پرته لدې چې نور جزیات ورکړل شي اعلان شوی چې د انټرنیټ په ګډون د "غیر اخلاقي او غیر قانوني فعالیتونو لپاره د هر ډول ټنکالوژۍ څخه کار اخیستل د اسلامي ارزښتونو له مخې منع دي".

د نظریاتي شورا تر اعلامیې څو ساعته وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ددې هیواد د مخابراتو ادارې څخه په یو لیک کې غوښتي و چې ټول غیر قانوني شخصي مجازې شبکې بندې کړي او ادعا یې کړې وه چې "ترهګر" ترې کار اخلي.

د کورنیو چارو وزارت همدارنګه ویلي چې "ترهګرې ډلې" په پاکستان کې د تشدد کړنو او پیسو راکړې ورکړې کې له همدې شبکو کار اخلي او په عین حال کې یې دا هم ویلي و چې له VPN څخه د غیر اخلاقي موادو لیدو لپاره هم کار اخیستل کیږي.

پاکستان په نړۍ کې یو له هغو هیوادونو بلل کیږي چې ډیر خلک پکې د غیر اخلاقي او بربنډو فلمونو کتلو لپاره له VPN کار اخلي.

د دې هیواد خلک همدارنګه د X شبکې د کارولو لپاره هم له VPN کار اخلي چې د روان میلادي کال د فبروري میاشتې راهیسې حکومت ورته لاسرسی بند کړی.

حکومت دا کار هغه وخت وکړ چې د پخواني صدراعظم عمران خان پلویانو ترې د خپلو غونډو په هکله د معلوماتو خپرولو لپاره کار اخیستل پیل کړ او هم به یې د همدې شبکې د لارې مجازې غونډې کولې ځکه چې حکومت د دې ګوند په پلویانو او په انتخاباتو کې د کاندیدانو په ویناوو بندیز لګولی .

په ۲۰۲۲ کې له واک څخه د پخواني صدراعظم عمران خان له لیرې کېدو راهیسې په پاکستان کې انلاین سیاسي فعالیتونو زور اخیستی دی. ډیرو انلاین کمپاینونو د پاکستان په سیاست او ددغه هېواد د بهرنۍ پالیسۍ په جوړولو کې د پوځ د دخالت په خلاف دریځ نیولی دی.