د لاس رسي وړ اتصالات

'د کچې غله'؛ پاکستان کې د ټیک ټاک له لارې سړي تښتوونکي څوک دي؟


د پاکستان رحیم یار خان په کچه سیمه کې د پولیسو ګزمه
د پاکستان رحیم یار خان په کچه سیمه کې د پولیسو ګزمه

د ټیک ټاک په یوه ویډیو کې برېتور پاکستانی لوټمار ښکاري چې د هغه د نیولو لپاره خپرې شوې خبرپاڼې ته ګوري او په دغه خبرپاڼه باندې لیکل شوې د پولیسو شمېرې ته زنګ وهي او ورڅخه پوښتي چې چا دده په سر انعام ایښی دی.

په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس شوې دغه ویډیو کې شاهد لنډ بلوچ په تلیفون کې چارواکي او خپلو زرګونو پلویانو ته وايي: "ایا تاسې زما په اړه پوهیږئ چې ما ولې وسله پورته کړې ده؟"

دا ۲۸ کلن سړی په مرکزي پنجاب کې پټ دی چیرې چې له ډیرې مودې راهیسې ګڼ شمېر لوټمارې ډلې فعالې دي.

په ټیک ټاک، فیسبوک، یوټیوب او انسټاګرام کې هغه خپلو زرګونو پلویانو ته په ویډیوګانو کې توپک په لاس ظاهريږي، د خپل کلیوالي ژوند ستاینه کوي او داسې ښيي چې ګواکې هغه د خپلو خلکو یو اتل دی.

خو پر نوموړي تور دی چې د قتل، سړي تښتولو او پر پولیسو د بریدونو په لسګونو قضیو کې لاس لري او په سر یې ۱۰ میلیون کلدارې انعام ایښودل شوی دی.

په رحیم یار خان کې، چیرې چې بلوچ او نور لوټماران فعال دي، پخوانی قانون جوړوونکی جاوید دیلون وايي: "په بهر کې خلک فکر کوي چې هغه اتل دی خو ددې ځای خلک چې د هغه ظلمونه او تشدد ګالي، پوهیږي چې هغه اتل ندی."

د لوټمارانو د مخنیوي لپاره د پولیسو ګڼې چاپې او د پوځ عملیات ناکام شوي دي.
د لوټمارانو د مخنیوي لپاره د پولیسو ګڼې چاپې او د پوځ عملیات ناکام شوي دي.

'د کچې ډاکوان'

د بلوچ په اړه فکر کیږي چې د سند د سیند په اوږدو کې د کچې په نامه مشهورې سیمې کې اوسیږي. ځايي خلک د لوټمارانو ډلې "د کچې ډاکوان" بولي. په دغه سیمه کې سیندونو او دنګو فصلونو غلو ته د لارو نیولو پر وخت د پټېدو او تېښتې زمینه برابره کړې او د هغوی د نیولو لپاره یې د امنیتي ځواکونو کار سخت کړی دی.

د پنجاب، بلوچستان او سند ایالتونو ترمنځ په دغه سیمه کې د لوټمارانو ډلې په سلګونو غړي لري او د سیمه ایزو پولیسو ترمنځ د کمزورې همغږۍ څخه په ګټې اخیستو، خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکوي.

د پولیسو مشر وحید واهله وویل: "ددې ځای طبیعي جوړښت د جنايي ډلو ملا تړي. دوی د اوبو په توربینونو کې پټیږي او په کښتیو او د لوړو فصلونو ترمنځ له یو ځای څخه بل ځای ته ځي."

د لوټمارانو د مخنیوي لپاره د پولیسو ګڼې چاپې او په ۲۰۱۶ کې د پوځ عملیات ناکام شوي دي. د اګست په میاشت کې د پولیسو پر ګزمه د راکټونو په برید کې ۱۲ پولیس ووژل شول.

د حق نواز ځوان زوی تښتول شوی او د خلاصون دپاره یې ورڅخه ۵ میلیون کلدارې غوښتي.
د حق نواز ځوان زوی تښتول شوی او د خلاصون دپاره یې ورڅخه ۵ میلیون کلدارې غوښتي.

د حق نواز ځوان زوی تښتول شوی او د خوشې کولو په بدل کې ورڅخه پنځه میلیونه کلدارې غوښتل شوي چې هغه یې توان نلري. حق نواز وايي، "په دغه اوسني وضعیت کې، وېره حاکمه ده. هیڅوک زموږ په اړه فکر نه کوي."

د غلو دغه ډلې په زیاتېدونکي ډول له انټرنیټ او ټولنیزو شبکو څخه کار اخلي. دوی په انټرنیټ کې د عاشقانه اړیکې، په تجارت کې د شراکت او یا هم په کم قیمت د موټر د خرڅولو جعلي اعلانات خپروي او په دې توګه د سړي تښتونې لپاره خلک په دام کې اچوي.

دوی په ټیک ټاک کې په خپلو ځینو ویډیوګانو کې خپلې درنې وسلې او تښتول شوي سړي ښيي. ترټولو ستر حساب ښايي د بلوچ وي چې شاوخوا ۲۰۰ زره فالور لري.

د رحیم یار خان د پولیسو مشر رضوان ګونډل وايي، د بلوچ د "ناوړه جنایي فعالیتونو" په اړه له پولیسو سره دوسیه پرته ده. هغه زیاته کړه: "پولیسو څو ځله د هغه د نیولو هڅه کړې، خو په تېښته بریالی شوی."

د رحیم یار خان د پولیسو مشر رضوان ګونډل
د رحیم یار خان د پولیسو مشر رضوان ګونډل

'ګران ډاکو ورور'

په خپلو ویډیوګانو کې بلوچ وايي، بې ګناه دی او په قومي نښتو کې د خپلې کورنۍ د غړو له وژل کېدو وروسته یې وسله پورته کړې ده. هغه فرانس پرس ته وویل: "په محکمو کې موږ ته انصاف نه رسیږي او له همدې کبله مې وسله اخیستې چې له خپلو دښمنانو سره وجنګیږم. دوی زموږ خلک ووژل او موږ د دوی خلک وژنو."

بلوچ د لوټمارو ډلو وده د دولت د بې غورۍ نتیجه بولي چې له کبله یې په سیمه کې د کروندګرو بې وزلې ټولنې له ستوزو او بې وزلۍ سره مخامخ شوي دي.

بلوچ وویل: "دلته کلیوالو ته د انسان نه بلکې د حیوان په سترګه کتل کیږي. که موږ ته ښوونځي، بریښنا، روغتونونه او محکمې راکړل شوي وای، نو ولې به چا وسله اخیستله."

په ټولنیزو شبکو کې د بلوچ فالور هغه "ګران ډاکو ورور" او "ریښتینی اتل" بولي. یو فالور یې ورته لیکي چې "تا زما زړه ګټلی دی."

پخواني قانون جوړوونکی دیلون وویل: "هغه ځکه په ټولنیزو رسنیو کې مشهور دی چې د پولیسو چارواکي ځوروي. خلک دی له دې کبله خوښوي چې دا سې څه وايي چې عام خلک یې په ښکاره نشي ویلای."

ټولنیزو شبکو کې د لوټمارانو د شهرت د زیاتېدو د مخنيوي هڅه

پولیسو وړاندیز کړی چې د کچې د لوټمارانو په سیمه کې د انټرنیټ سرعت ۲جي ته ټیټ شي ترڅو په تلیفون کې په اسانه د اپلکیشنونو د پرانیستلو مخنیوی وشي. خو دا کار تراوسه ځکه ندی شوی چې دا کار د ټولنې عام خلک له انټرنیټ څخه محروم کوي.

خو د قانون د پلي کولو ځینو نورو لارو چارو نتیجه ورکړې ده. دغو سیمو ته په غځېدلو لارو باندې د پولیسو په پوستو کې داسې لوحې او لوډسپیکرونه لګولی شوي چې خلکو ته د لوټمارانو د جعلي اعلاناتو په اړه خبرداری ورکوي.

د پولیسو د شمېرو له مخې، د اګست راهیسې د سړي تښتوونکو لاس ته د ۵۳۱ کسانو د لوېدو مخنیوی شوی دی.

د کچې په سیمه کې، چارواکي وايي، سیندونو او دنګو فصلونو غلو ته د لارو نیولو پر وخت د پټېدو او تېښتې زمینه برابره کړې او د هغوی د نیولو لپاره یې د امنیتي ځواکونو کار سخت کړی دی.
د کچې په سیمه کې، چارواکي وايي، سیندونو او دنګو فصلونو غلو ته د لارو نیولو پر وخت د پټېدو او تېښتې زمینه برابره کړې او د هغوی د نیولو لپاره یې د امنیتي ځواکونو کار سخت کړی دی.

بلوچ په پولیسو ملنډې وهي خو یوې بلې داسې ستونزې ته متوجه شوی چې د هغه انلاین شهرت له خنډ سره مخامخ کوي.

د بلوچ په نوم ځینې جعلي حسابونه د هغه ویډیوګانې تکرار خپروي چې ځینې دا حسابونه د بلوچ تر اصلي حساب زیات کتونکي او فالور لري.

هغه وايي فلور یې ورڅخه غلا شوي او زیاتوي، "زه نه پوهیږم چې دا خلک غواړي څه ترلاسه کړي."

خو پولیس بلوچ ته د اتل په ځای دداسې یو کس په سترګه ګوري چې په جنايي جرمونو کې لتاړ دی. د پولیسو مشر واهله وویل: "خلک له شاهد لنډ بلوچ څخه اتل جوړوي، خو کله چې د هغه په لاس وتښتول شي، بیا به پوه شي چې شاهد لنډ بلوچ په حقیقت کې څوک دی."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG