پاکستان تحریک انصاف وايي، چې د نومبر پر ۲۴ (لیندۍ څلورمه) په پلازمېنه اسلام اباد کې یې د خپل رهبر عمران خان د راخوشې کولو احتجاجي لاریون پر مهال نیول شوي ډېر غړي پښتانه دي.
یاد ګوند وايي چې نیول شوي غړي یې د ډسمبر پر درېیمه (لېندۍ ۱۳) د ترهګرۍ ضد محکمې ته تر وړاندې کولو وروسته د پنډۍ ښار اډیاله زندان ته لېږلي دي.
د خیبر پښتونخوا له خیبر ولسوالۍ څخه د قامي اسمامبلې لپاره د پاکستان تحریک انصاف پارلماني استازي اقبال اپرېدي امریکا غږ ته وویل چې حکومت یې د ګوند نږدې څلور سوه غړي نیولي دي او پر ټولو یې د ترهه ګرۍ په تړاو تورونه لګولي دي.
بلخوا په اسلام اباد کې د نيول شويو پښتنو وکيله او د بشري حقونو فعاله ايمان مزاري هم وايي چې د نومبر له ۲۴مې وروسته تر ۳۰۰ زیات کسان نيول شوي چې زیاتره يې پښتانه دي.
هغې د ډسمبر پر درېيمه (لېندۍ ۱۳) پر خپل ټوېټر له یوې ټولنیزې رسنۍ سره په خپره کړې مرکه کې ادعا وکړه چې له پښتنو سره سره افغان کډوال هم نیول شوي دي. نوموړې پر پولیسو تور پورې کړ چې هغوی یوازې پښتانه افغانان نیسی چې ډېری یې له کورونو څخه ګرفتار شوي دي.
هغې زیاته کړه چې خلک د شناختي کارډونو او مهاجر کارډونو تر کتلو وروسته ګرفتارېږي چې په وينا يې "ښکاره توکمیز چلند" دی.
د دې ترڅنګ تحریک انصاف دا ادعا هم کوي چې د ۲۴ نومبر (لېندۍ څلورمه) په احتجاج کې یې ګڼو پلویانو ته د پاکستاني پوځ او رېنجر ځواکونو په ډزو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو د پاکستان مرکزي حکومت د کورنیوچارو وزیر محسن نقوي په اسلام اباد کې له رسنیو سره په خبرو کې دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې د احتجاج پر مهال د پاکستان تحریک انصاف له پلویانو سره وسله وه او پر پولیسو او رېنجرو يې بریدونه کول چې پکې څلور پولیس وژل شوي وو.
نوموړي د تېرې چهارشنبې په ورځ نومبر ۲۷ (لیندۍ اوه) اعلان وکړ چې د روان کال له وروستۍ میاشتې ډسمبر وروسته هېڅ افغان وګړی نه شي کولای له اجازتنامې پرته په اسلام اباد کې واوسي. په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت سفارت د نقوي خبرې غندلې. سفارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې له افغانانو سره دې تبعیضي چلند نه کېږي.
تحریک انصاف به احتجاج جاري ساتي
خو له خیبر ولسوالۍ څخه د پاکستان تحریک انصاف منتخب شوي د پارلمان غړي اقبال اپرېدي له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، چې د پاکستان اساسي قانون د دې هېواد هر وګړي ته اجازه ورکوي چې هغوی د خپلو حقونو لپاره غږ اوچت کړي.
نوموړي زیاته کړه: "موږ د خپل رهبر د راخوشې کولو لپاره احتجاج کړی وو او ریاست د درواغو په قضیه کې عمران خان نیولی دی. حکومت د ولس په پیسو په اخیستل شوې وسله د خپل ولس سینې سورۍ سورۍ کړې. موږ به د حکومت پرضد عدالت ته ځو او احتجاجي لړۍ به جاري ساتو. "
یاده دې وي چې د نومبر پر ۲۴ د پاکستان تحریک انصاف د مشر عمران خان راخوشې کولو لپاره له ټول هېواد څخه احتجاجي لاریونونه پلازمېنې اسلام اباد ته ننوتل چې تر ټولو لوی شمېر پکې د خیبر پښتونخوا د وګړو وو.
په پېښور کې خبریال او شنونکی حقنواز افغان وايي، په خیبرپښتونخوا کې د تحریک انصاف حکومت دی ځکه خو په هغه احتجاج کې د پښتنو ګډون ډېر وو.
نوموړي له امریکا غږ سره په خبرو کې پر دې خبره اندېښنه وښودله چې حکومت پر سیاسي فعالانو د ترهګرۍ قضیې چلوي. " زما په فکر دا ناسمه خبره ده چې د تحریک انصاف غړي د تره ګرۍ ضد محکمې ته راکاږل کېږي. پکار ده چې سیاسي مسلې او شخړې په تشدد نه بلکې په خبرو اترو هوارې شي. "
دا په داسې حال کې ده چې د تحريک انصاف د عمران خان په امر په اسلام اباد کې احتجاج کاوه چې د نومبر ۲۶ په شپه پوليسو او نورو امنيتي ځواکونو د دوی پرضد عمليات وکړل چې پکې يې په سلګونه کسان ونيول او نور یې له اسلام اباده وشړل.
د خیبر پښتونخوا په ایالتي پارلمان کې د تحريک انصاف غړيو د ډسېمبر پر دويمه د بحث پر وخت دعوه کړې چې د اسلام اباد د احتجاج په وخت له ۱۲ زيات کسان وژل شوي دي. خو مرکزي حکومت دا خبره ردوي.