د جنسي تېري قضیه؛ پنجاب د مظاهرو له کبله تعلیمي ادارې تړلي

مظاهره کوونکو له پولیسو سره اخ او ډب کړی

د پاکستان په پنجاب ایالت کې چارواکو جمعه اکتوبر ۱۸ (تلې۲۷) د زده کوونکو د مظاهرو له کبله د پوهنتونونو او ښوونځيو د تړلو امر کړی دی.

د تعلیمي ادارو د تړل کېدو له کبله به ۲۶ میلیون ماشومان هم نن له زده کړو بې برخې شي.

زده کوونکو په لاهور کې له هغه وروسته مظاهرې پیل کړې چې په ټولنیزو رسنیو کې یو خبر خپور شو چې د «پنجاب د ښځو کالج» په زیر زمینۍ کې په یوې زده کوونکې جنسي تېری‌ شوی دی.

پولیس، د کالج مسئولین او حکومتي مقامات وايي چې په چا باندې جنسي تېری نه دی شوی او په ټولنیزو رسنیو کې ناسم معلومات خپاره شوي دي.

دا مظاهرې د پنجاب ایالت په مرکز لاهور کې په کالجونو کې له خپرېدو وروسته په راولپنډۍ کې هم پیل شوې. زده کوونکي مقامات تورنوي چې د جنسي تېري خبر پټوي.

د پنجاب د تعلیم وزارت د پنجشنبې په ورځ ناوخته په دریو جلا یادښتونو کې د ټولو تعلیمي ‌ادارو د بندېدو امر کړی خو د جنسي تېري د پېښې او مظاهرو کومه یادونه یې نه ده کړې.

د پنجاب ایالت د داخلې وزارت د جمعې او شنبې په ورځو کې په غونډو باندې بندیز لګولی دی.

په راولپنډۍ کې یو مظاهره کوونکي زده کوونکي وویل: «هغوی د خپلې ادارې د حیثیت ساتلو لپاره حکومت او چارواکو ته رشوت ورکړی چې حقیقت پټ کړي. یو بل زده کوونکي انشاء وویل: «دا جعلي خبر نه دی. دا ۱۰۰ فیصده رښتیا ده.»

دا مظاهرې په پاکستان کې په کالجونو کې د ښځينه زده کوونکو د مصونیت، ځورونې او جنسي زور زیاتي‌ د پېښو په اړه د اندېښنو څرګندونه کوي.

زده کوونکو، چې اکثریت یې هلکان دي، د لاهور په تعلیمي ودانی کې کړکۍ ماتې کړې او د ښوونځیو بسونه یې سوځولي ‌دي. مظاهره کوونکو له پولیسو سره هم اخ او ډب کړی دی او یو شمېر محصلین ژوبل شوي هم دي.

پولیسو د کالج یوه امنیتي ساتونکی نیولی دی چې د ټولنیزو رسنیو په یو پوست کې پېژندل شوی، خو وايي هېچا هم نه دي ویلي چې جنسي‌ تېری پرې شوی او هغوی د جنسي‌ تېري ‌ادعا نه شي‌ تائیدولای.

په لاهرو کې د پنجاب د کالج ګروپ مشر عارف چوهدري‌ د چهارشنبې په ورځ په یو خبري‌ کنفرانس کې وویل: « پېښه موجوده نه ده. که دا پېښه شوې وي، زه له خپلې دندې استعفا کوم، دا مسلک پرېږدم او له زده کوونکو سره درېږم.»

د پنجاب اعلی وزیرې مریم نواز ویلي‌ دي هغوی چې دا غلط خبر یې خپور کړی، سزا به ورکړل شي.