وسله والو سره په جګړې کې درې پاکستاني سرتیري وژل شویدي

د پاکستان پوځ وایي دوشنبه اګست ۱۹ ( زمري ۲۹) لږ تر لږه ۳ سرتیري د وسله والو سره په جګړې کې ووژل شول چې کوښښ یې کاوه د افغانستان څخه د پاکستان لوري ته واوړي.

د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې پیښه د باجوړ په ولسوالۍ کې شویده، د وسله والو د اوښتو مخه نیول شوې ؛ په ډزو کې پنځه وسله والو هم وژل شوي او ګڼ شمیر یې ټپي شویدي.

د پاکستان پوځ دا ندي ویلی چې وسله وال د کومې ډلې غړي و او هیڅ وسله والې ډلې تر اوسه پاکستان ته د اوښتو د کوښښ کولو ادعا نده کړې.

د وسله والو وژل کیدو په هکله د پاکستان د پوځ ادعا کومې خپلواکې سرچینې نده تائید کړې.

خو پوځ د دې جګړې ملامتي د پاکستاني طالبانو غورځنګ په وسله والو اچولې او دا یې هم ویلي چې دې وسله والو په سرحدي سیمې کې د پوځ په پوستې برید کړی.

د پاکستان د پوځ په اعلامیې کې یو ځل بیا په افغانستان کې د طالبانو له حکومت غوښتل شویدي چې "خوارج" پرې نږدي چې په پاکستان کې د "ترهګرۍ کړنو" لپاره د افغانستان له خاورې کار واخلي.

پاکستان د تحریک طالبان پاکستان ډله خوارج بولي چې د څو کالونو راهیسې د دې هیواد امنیتي او نورو ادارو په خلاف وسله واله جګړه کوي.

خو په افغانستان کې طالبانو په پرله پسې توګه د اسلام آباد دا ادعاوې رد کړي چې ګواکې ټي ټي پي هلته د پټیدو خوندي ځایونه لري او له همدې مرکزونو څخه په پاکستان کې خپل بریدونه تنظیموي.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د دوشنبې په ورځ د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون ته یو ځل بیا وویل چې افغانستان د هیچا لپاره ګواښ ندی.

ښاغلي فطرت پدې مرکې کې زیاته کړه چې "اسلامي امارت واضح کړې چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغاستان د خاورې څخه د بل هیواد پر ضد کار واخلي".

خو د طالبانو دې ادعاوو سره سره، ملګرو ملتونو تیره میاشت په یو راوپور کې د تحریک طالبان پاکستان ډله په افغانستان کې تر ټولو "ستره ترهګره ډله" وبلله.

د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي چې ټي ټي پي تر ۶۵۰۰ غړي په افغانستان کې لري. خو د افغانستان اوسنیو حاکمانو د ملګرو ملتونو دا رپور تبلیغات بللي او رد کړی یې دی.