د پاکستان حکومت د پلازمېنې اسلام اباد د امنيت دنده پوځ ته سپارلې

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلی چې لازم شمېر پوځيان به د اکتوبر له پنځمې څخه د اکتوبر تر ۱۷ پورې په اسلام اباد کې دنده پرمخ وړي چې د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمشريزې پر مهال د پلازمېنې امنيت او نظم وساتي.

د پاکستان پوځي قطعاتو د اکتوبر پر څلورمه (تله ۱۳) شپې مهال تر هغه وروسته د پلازمېنې اسلام اباد امنيتي دنده په غاړه واخيسته چې د ورځې په نيمايي کې د کورنيو چارو وزارت د اساسي قانون د ۲۴۵ مادې له مخې د پوځ د ګمارنې منظوري ورکړه.

د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلاميه کې ويلي وو چې لازم شمېر پوځيان به د اکتوبر له پنځمې (تله ۱۴) څخه د اکتوبر تر ۱۷ (تله ۲۶) پورې په اسلام اباد کې دنده پرمخ وړي چې دا ډول د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمشريزې پر مهال د پلازمېنې امنيت او نظم وساتي.

د شانګهای همکارۍ سازمان ۲۳مه دوه ورځنۍ سرمشريزه د اکتوبر پر ۱۵ او ۱۶(تله ۲۴ او ۲۵) په اسلام اباد کې کېدونکې ده.

شانګهای همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱ کال کې جوړ شو چې نهه غړي لري. چين، روسیه، قرغيزستان، قزاقستان، تاجیکستان او ازبیکستان د دغه سازمان لومړني غړي دي خو پاکستان، هند او ايران په ۲۰۱۷ کال کې ددغه سازمان غړيتوب تر لاسه کړی دی.

بلخوا افغانستان، بېلاروس او منګوليا په دغه سازمان کې د څارونکو هېوادونو په توګه غړیتوب لري. خو په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په دغه سازمان کې ددغه هیواد په استازیتوب د طالبانو د حکومت استازو ګډون نه دی کړی.

د روان ۲۰۲۴ کال په نیمايي کې روسیې چارواکو ویلي و چې د تاجیکستان د مخالفت له امله د طالبانو د حکومت استازو ته د شانګهای په سازمان کې د څارونکو په توګه ګډون ته اجازه نه ده ورکړل شوې.

شانګهای همکارۍ سازمان سازمان د سیمې د سياست، امنيت او اقتصاد په برخو کې کار کوي.

د پاکستان پوځ ته د پلازمينې اسلام اباد امنيتي چارې په داسې حال کې سپارل شوي چې د اکتوبر پر څلورمه پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) د خپل زنداني رهبر او پخواني لومړي وزير عمران خان د خوشې کولو لپاره په دغه ښار کې د مظاهرو اعلان کړی وو. پر دې مهال حکومتي چارواکو اسلام اباد ته تلونکې يوشمېر لارې تړلې وې او په بېلابېلو ځایونو کې یې کانټینرونه درولي وو.

پوليسو پر مظاهرچيانو اوښکې بهېوونکی غاز هم استعمال کړی دی. د اسلام اباد پوليسو مشر علي ناصر رضوي رسنيو ته ويلي چې د پي ټي ای لسګونه پلويان يې نيولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د کورنيو چارو وزارت په اسلام اباد کې د جنايي قانون ۱۴۴مه ماده عملي کړې وه. ددغې مادې له مخې د پنځو یا تر پنځو د زیاتو کسانو پر ورغونډېدو، غونډو او لاریونونو، د وسلې پر ګرځولو او د موټرسایکل غبرګې سپرلۍ منع شوي دي.