پاکستان وايي له افغانستان سره ټرانزیټي سوداګري ساتل غواړي

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، داسې لارې چارې لټوي چې د افغان ټرانزیټ سوداګرۍ په برخه کې خنډونه لیرې کړي او د هغه توکیو یو نوملړ برابر کړي چې افغانستان ته د واردولو پس بیرته پاکستان ته قاچاق کېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهره بلوڅې د پنجشنبې په ورځ نومبر ۱۶ (لړم ۲۵) رسنیو ته په خپله اونیزه غونډه کې د ټرانزیټي سوداګرۍ په باب د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې له افغانستان څخه راغلي د طالبانو د حکومت د سرپرست وزیر سره دا مسله څېړل شوې او هغه ته ویل شوي چې پاکستان ټرانزیټي سوداګري او دوه اړخیزه سوداګري جاري ساتل غواړي.

”میرمن بلوڅ وویل: "خو موږ له ټرانزیټي سوداګرۍ څخه په ناوړه استعمال اندېښنه لرو، او په دې برخه کې پاکستان د توکیو یو منفي لیست وړاندې کړی چې زموږ په فکر دا اسایشي توکي دي. موږ څرګند ثبوتونه لرو، دغه توکي چې افغانستان ته څنګه وارد شي نو بیرته پاکستان ته راواړول کیږي، په ځانګړي ډول اسایشي توکي په افغانستان کې هېڅ استعمال نه لري. نو د دغسې توکیو په باب د پاکستان تګلاره بېخي څرګنده ده."

ممتار بلوڅې زیاته کړه پاکستان د ترانزیټي سوداګرۍ په برخه کې د اسانتیاو راوړلو لپاره لارې لټوي او سوداګري جاري ساتل دا هیواد له سیمې سره نښلوي.

د اسلام اباد او کابل ترمینځ د وروستیو ناندریو له کبله له تېرې څه کم یوې نیمې میاشتې راهیسې د کراچۍ پر بندر د افغان ترانزیتي توکو بار تر درې نیم زرو زیات کانټېنرونه درول شوي دي چې د افغان سوداګرو په وینا هره ورځ په سلګونه زره ډالر تاوان وراړوي.

د دواړو هېوادونو ترمینځ ټرانزیټ سوداګري د پاکستان تر جوړېدو پس له تېرو څه باندې اوو لسیزو راهیسې یوه لانجمنه مسله ګرځېدلې، ځکه خو د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني حکومت د افغانستان د سوداګرۍ لپاره د منځنۍ اسیا په ګډون نورې متبادلې لارې لټولې چې په هغو کې د هوايي دهلېزونو ایجادول هم شامل وو.