پاکستان د پولې په اوږدو کې د شکمنو کسانو د تعقیب په اړه د هند د دفاع وزیر څرګندونې وغندلې

د هند د دفاع وزیر راجنات سینګ

پاکستان د شنبې په ورځ اپریل شپږمه (وري ۱۸) د هند د دفاع وزیر راجنات سینګ "لمسونکې څرګندونې" وغندلې چې ویلي یې دي هند به د پاکستان خاورې ته ننوځي تر څو هغه کس ووژني چې د اورپکو بریدونو د هڅې کولو وروسته له پولې څخه اوړي.

سینګ دا څرګندونې د جمعې په ورځ د ګارډین ورځپاڼې د یو راپور له خپریدو وروسته وکړې، چې پکې ویل شوي د هند حکومت له ۲۰۲۰ کال راهیسې د خپل یو پراخ پلان د یوې برخې په توګه چې "په بهرنۍ خاوره کې میشت ترهګر" په نښه کوي په پاکستان کې شاوخوا ۲۰ کسان وژلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پدې اړه په یوه اعلامیه کې وویل: "د هند د چمتووالي ادعا چې په پاکستان کې دننه د هغوی په اصطلاح د "ترهګر" په نامه د محاکمې پرته نور ملکي وګړي ووژني په جرم یو څرګند اعتراف دی."

د هند او پاکستان تر منځ اړیکې وروسته له هغه نورې هم خرابې شوې چې په ۲۰۱۹ کال کې په کشمیر کې د هندي پوځيانو پر کاروان ځانمرګی برید په پاکستان کې د میشتو وسله والو کار وګڼل شو او نوی ډهلی یې دې ته وهڅوه چې په پاکستان کې دننه د د هند په ادعا د اورپکو په اډې هوايي برید وکړي.

پاکستان د روان کال په لومړیو کې ویلي وو، چې په خپله خاوره کې د خپلو دوو اتباعو په وژلو کې د هندي اجنټانو د لاس لرلو کره شواهد لري.

هند د پاکستان دا ادعا "درواغ او ناوړه" پروپاګند ګڼلی دی.

کاناډا او امریکا تېر کال هند په دغو هېوادونو کې د خلکو په وژلو او یا هم د وژلو په هڅې تورن کړی و.

کاناډا د سپتمبر په میاشت کې وویل چې هغه "باوري تورونه" تعقیبوي چې ګواکې د جون په میاشت کې د یو سیک بېلتون غوښتونکي مشر په وژلو کې د هند لاس دی، هغه ادعاوې چې هند "بې بنسټه" ګڼلي دي.

یو لوړپوړي کاناډایي چارواکي د جنوري په میاشت کې وویل، چې هند په دې مسله کې همکاري کوي او دوه اړخیزې اړیکې مخ په ښه کیدو دي.

متحده ایالاتو په ورته ډول د نومبر په میاشت کې وویل چې دوی د یو سیک بیلتون غوښتونکي مشر د وژلو لپاره د هند دسیسه شنډ کړه او یو کس یې تورن کړ چې ویل یې د هند سره یې د وژنې د هڅې د تنظیم کولو لپاره کار کړی و.

د هند صدراعظم نریندرا مودي ویلي چې هند به د دې مسلې په اړه هر ډول معلومات چې ترلاسه کړي، وپلټي.