د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان وایي د پلوامه د برید په تړاو یې شواهد ونه موندل


د پلوامه برید په فبروري کې وشو چې د خپل ډول تر ټولو خونړی بلل کیږي
د پلوامه برید په فبروري کې وشو چې د خپل ډول تر ټولو خونړی بلل کیږي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د پلوامه د بریدګرو او اسلام اباد ترمنځ هېڅ اړیکه نشته.

د پلوامه په برید کې د هند شاوخوا ۴۵نیمه پوځیان ووژل شول. د برید مسولیت پاکستانۍ ترهګرې ډلېجیش محمد په خپله غاړه اخیستی و.

هندي چارواکو پاکستان ته د ۹۰ مشکوکو کسانو او ترهګرو د روزنې د ۲۲ ځایونو لست ورسپارلی و چې پر ضد یې لاس په کار شي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د هند د اسنادو له ترلاسه کولو وروسته یې پلټنې وکړې او په دې تړاو یې هېڅ شواهد پیدا نکړل.

وايي د پلوامه د برید سره د تړاو په شک یې ۵۴ مشکوک کسان نیولي او پلټنې ترې شوي دي خو د دغو کسانو او پلوامه د برید ترمنځ هېڅ تړاو ونه موندل شو.

په اعلامیې کې راغلي دي چې هغه ۲۲ ځایونه هم پلټل شوي چې هند یې پاکستان ته لست ورسپالی و خو داسې "کوم کمپ" – د ترهګرو د روزنې- نشته. په اعلامیې کې ویل شوي چې که وغوښتل شي پاکستان د دغو سیمو د لیدلو اجازه هم ورکوي.

د فبرورۍ په میاشت کې د هند د کشمیر په پلوامه سیمه کې د د دغه هېواد پر نیمه پوځیانو ځانمرګی برید وشو چې د خپل ډول تر ټولو خونړی وبلل شو.

هند یې په ځواب کې پر پاکستان هوايي برید وکړ او ادعا یې وکړه چې په پاکستان کې دننه یې د جیش محمد ډلې مرکزونه بمبار کړي دي.

په دغه لړ کې پاکستان د هند یوه الوتکه هم ووېشتله او پیلوټ یې ژوندی ونیول شو چې بیا د ښه نیت په موخه هند ته بېرته وسپارل شو.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د جنګ د زیاتېدو امکان ډېر زیات شوی و. امریکا او ځينو نورو هېوادونو پر نوي ډيلي او اسلام اباد غږ وکړ چې ستونزه په خبرو حل کړي.

پاکستان او هند چې اتم بمونه هم لري، د یو بل غلیمان بلل کیږي او ښې اړیکې سره نلري.

XS
SM
MD
LG