د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا هڅه کوي افغان سوله د پاکستان-هند له کړکیچ لېرې وساتي


افغان چارواکي وایي د هند او پاکستان کړکیچ له افغان سولې سره تړاو نلري
افغان چارواکي وایي د هند او پاکستان کړکیچ له افغان سولې سره تړاو نلري

امریکایي چارواکي هڅه کوي چې د افغانستان د سولې روان مذاکرات د هند او پاکستان ترمنځ د روان کړکیچ له اغیزو لېرې پاتې شي.

امریکايي چارواکو د پاکستان ځینو لوړ پوړیو چارواکو سره په خبرو کې ټېنګار کړی دی چې له هند سره دې خپل موجوده کړکیچ کم کړي.

یو شمېر پخوانیو او اوسنیو امریکايي چاروکو د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې د هند او پاکستان ترمنځ روان کړکیچ هغه ګټې زیانمنولی شي چې پاکستان یې له طالبانو سره د سولې د خبرو له لارې ترلاسه کول غواړي.

دغو چارواکو ویلي دي چې اسلام اباد په دې پوهیږي چې امریکا د افغانستان د سولې په اړه جدي ده او پاکستان هم د سولې د بهیر د زیانمنېدو او ټکني کېدو خبره تکراروي چې واشنګټن هند مجبور کړي د پاکستان پر ضد اقدام ونکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو پخواني دیپلومات لول میلر د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې پاکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات د راوستلو پوره توان نلري، خو د هغه په خبره دا توان لري چې په افغانستان کې د سولې او ثبات مخه ونیسي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازې”ملیحه لودۍ“ رویټرز اژانس ته ویلي دي چې هند سره له تازه کړکیچ وروسته یو شمېر هغه پاکستاني سرتېري چې له افغانستان سره پر پولې پراته وو، د هند پولې ته لېږدول شوي دي.

مېرمن لودي په دې باور ده چې دا کار د افغانستان سره په سرحدي سیمو کې دامنیت د ټېنګېدو په برخه کې د پاکستان روانې هڅې زیانمنولی شي.

څو ورځې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر”محمود قریشي“ له خپل امریکايي سیال”مایک پمپیو“ سره په خبرو کې ویلي وو چې د هند او پاکستان ترمنځ کړکیچ له طالبانو سره د سولې په روانو خبرو اغیز کولی شي.

پاکستاني چارواکي وايي که دا کړکیچ زیات شي اسلام اباد به ونشي کولی چې پر طالبانو فشار راولي او له هغوی سره د مذاکراتو بهیر اسانه کړي.

خو افغان حکومت وايي چې د افغانستان د سولې بهیر د هند او پاکستان له کړکیچ سره هېڅ تړاو نلري. څو ورځې مخکې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر هم احضار کړی او د همدغې خبرې په اړه یې ورته اعتراض کړی و.

دا ټول مسایل له هغه وروسته راپورته شول چې په پلوامه کې د هند پر نیمه پوځیانو ځانمرګی برید وشو او څه باندې ۴۰ تنه یې ووژل. په پاکستان کې دیره جیش محمد اورپکې ډلې ادعا وکړه چې دا برید هغوی کړی دی.

هند له دغه برید څو ورځې وروسته په پاکستان کې دننه د جېش محمد پر مرکزونو بمبار وکړ او د لسګونو اورپکو د وژلو دعوه یې وکړه. د دغه بمبار په سبا یې پاکستان د هند یو الوتکه ووېشتله او پیلوټ یې ژوندی ونیوه چې وروسته بیا پاکستان د ښه نیت په موخه هغه پیلوټ بېرته هند ته وسپاره.

XS
SM
MD
LG